د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۳

ایر موبیلیټي کمانډ: افغانستان کې په کرونا اخته امریکایان ولېږدول شول

بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ایر موبیلیټي کمانډ

د امریکا نه خپرېدونکې ایر موبیلیټي کمانډ خپرونې په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا خپل هغه درې قراردادیان په ځانګړې الوتکه کې متحده ایالاتو ته ولېږدول چې افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي وو.

په مقاله کې راغلي، دغه کسان له افغانستانه د امریکا رامسټین هوایي اډې ته ولېږدول شول او هلته په یوه روغتون کې بستر شول.

مقاله لیکونکی وړاندې لیکي، دا لومړی ځل دی چې د کرونا ناروغانو د تخلیې لپاره دا الوتکه کارېږي.

له دې الوتکې په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال هم استفاده شوې وه چې په لوېدیځه افریقا کې د ایبولا ویروس خپور شوی و.

مقاله کې راغلي، دا الوتکې داسې جوړې شوي چې د ناروغانو د لېږد پر مهال عملې او روغتیایي کارکوونکو ته د ویروس د سرایت ګواښ کموي.

د مقالې په پای کې راغلي، که هر چېرې امریکایان له کرونا ناروغۍ سره مخ کېږي او د درملنې اسانتیاوې یې نه‌وي، نو دوی دا وړتیا لري چې هغوی امریکا ته ولېږدوي.

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس خپرونې بیا د طالبانو له بنده د ۲۰ زندانیانو د ازادېدو پر موضوع یوه لیکنه خپره کړې ده.

په دې مطلب کې راغلي، د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان ۲۰ تنه زندانیان ازادوي.

د مطلب لیکوال ویلي، افغان حکومت چې د ده په ټکو د طالبانو او امریکا له خبرو په څنډه کې پاتې و، لومړی د بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت وکړ، خو اوس‌یې ۳۰۰ طالب زندانیان ازاد کړل.

لیکوال وړاندې لیکي، د امریکا له فشار وروسته افغان حکومت اعلان وکړ چې طالب زندانیان ازادوي، خو په مطلب کې راغلي، تېره اوونۍ دا کار بیا له خنډ سره مخامخ شو، هغه هم پر دې خبرې چې کوم طالب زندانیان باید ازاد شي.

سټارز انډ سترایپس په دې مطلب کې لیکي، په افغان حکومت کې درز هم بین‌الافغاني خبرې ځنډولې دي، هغه خبرې چې د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې، د مارچ په ۱۰مه باید پيل شوې وی.

د مقالې په پای کې راغلي، افغان حکومت داسې مهال د طالب زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ پیل کړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر دوحه کې له طالبانو سره کتلي او د تاوتریخوالي په کمولو یې ورسره خبرې کړې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG