د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

شرق‌الاوسط: ښکاري چې ټرمپ د اوباما یوه له ناکامو پالېسیو تعقیبوي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي پاکستان له افغان حکومته د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې (ای اېس کې) د مشر اسلم فاروقي د ورسپارلو په لټه کې دی.

فاروقي چې اصلي نوم‌یې عبدالله اورکزی دی د شنبې په ورځ د وري په ۱۶مه د افغانستان د ملي امنیت ادارې له‌خوا په کندهار کې ونیول شو.

واشنګټن پوسټ لیکلي فاروقي چې یو پاکستاني تبعه دی په پاکستان کې دننه د ډېرو هغو بریدونو پړه پرې اچول کېږي چې داعش یا اسلامي دولت ډلې یې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د وري په ۲۱مه نېټه دې وزارت ته ورغوښتی و او ورته ویلي یې دي چې د اسلامي دولت ډلې دا مهم مشر د نورو تحقیقاتو لپاره باید پاکستان ته وسپارل شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مارچ په ۲۵مه په کابل ښار کې د سېکهانو په یوه پخوانۍ او لویه ګوردواره د اسلم فاروقي په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د وسله‌والو بریدګرو وروستي خونړي برید ته اشاره کړې چې په‌کې ۲۵ سېکهان ووژل شول او ګڼ نور یې ټپيان شول.

د مقالې په دوام کې راغلي وروستۍ څو میاشتې افغان او امریکايي چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د پرله‌پسې بمباریو او د افغان پوځ د عملیاتو په نتیجه کې داعش ډله ځپل شوې ده.

طالبان بیا چې د فبروري په ۲۹یې له امریکا سره تړون لاسلیک کړی د افغانستان په ختیځ کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د ماتې امتیاز د ځان بولي.

واشنګټن پوسټ لیکلي امریکایي چارواکي وايي چې له طالبانو سره د امریکا د تړون یو اصلي عنصر د طالبانو هغه ژمنه ده چې د داعش په وړاندې جګړه کې به له امریکا سره مرسته کوي.

  • شرق‌الاوسط

شرق‌الاوسط ورځپاڼې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د سولې په تړون یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ان سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو مخکې ټینګار کاوه چې دی به د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دورې ځینې هغه پالېسۍ له پامه غورځوي چې د بهرني سیاست د ماتو سبب شوي.

د لیکوال په خبره اوس چې ټرمپ له افغانستانه د ژر وتلو په لټه کې دی داسې ښکاري چې یوه له همغو ناکامو پالېسیو تعقیبوي.

د امریکا او طالبانو د سولې د معاملې په اساس امریکا په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه خپل سرتېري کموي او بیا به د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه په ۱۴ میاشتو کې بشپړېږي.

په مقاله کې راغلي امریکا د داسې لوی کار په بدل کې چې له افغانستانه به ځواکونه باسي له طالبانو یوه ساده ژمنه اخیستې چې د ترهګرو مخه به نیسي داسې ژمنه چې ثابتېدای نه‌شي طالبان‌یې عملي کوي یا که څنګه؟

د شرق‌الاوسط په دې مقاله کې وړاندې راغلي له طالبانو سره د سولې معامله څو اساسي ستونزې لري چې سخته ښکاري په دې جګړه ځپلي هېواد کې سوله راولي.

د ورځپاڼې په لیکنه لومړی دا چې امریکا له هغو خلکو سره د سولې خبرې کړي چې اکثر د طالبانو د استازولۍ جوګه نه‌دي بلل شوي او بله دا چې طالبان اوس هغه طالبان نه‌دي چې یو وخت‌یې امارت چلاوه.

د مقالې د لیکوال په وینا هغه ډله چې د طالبانو په نوم پېژندل کېږي ممکن په لنډمهال کې نور د یوه منسجمه سازمان په توګه نه‌وي موجود.

افغان او امریکايي چارواکو بیا له طالبانو سره د امریکا معامله په دې مشروطه بللې چې څومره دا ډله خپلې ژمنې عملي کوي.

XS
SM
MD
LG