د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو د وتلې لیکوالې او فلکلوریستې غوټۍ خاورې روح ته ډالۍ کړې او په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو مو راښکلې کړې ده؛
- حبیبالرحمان تأثیر د سید عید محمد اغا د رباب د هنر په اړه راپور برابر کړی
- په هنر جاج کې به په پښتو ژبه کې د ورزشي ژورنالیزم په اړه د لومړني چاپ شوي اثر له لیکوال سره خبرې وکړو
- په فنکار برخه کې پېغلې نازیه ساحل سره د هغې په شاعرۍ غږېږو
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه هېنداره واورئ.
- او په ورېښمین خیال کې به د ارواښاد صاحب شاه صابر نظم واورئ.
د دې خپروې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوبشاه محبوب