د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

هشت صبح: د کرونا ویروس پراختیا د خلکو په ژوند منفي اغیزې کړي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د کرونا ویروس له امله راپېښېدونکو اقتصادي زیانونو او د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د روانو اختلافاتو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، افغان ولس د سیاسي او ویروسي کرونا تر ګډ یر غل لاندې!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې کرونا ویروس ورو ورو زموږ ولس د غمیزو او ماتمونو پر لور ور نژدې کوي د عبدالله او غني تر منځ د چوکۍ ستونزه پر ځای ده او د دواړو لوریو پلویان په رسنیو کې په جګړه کې ښکېل دي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، دغه اختلافات چې څومره دوام کوي هغو مغرضو لوریو ته لا زمینه برابرېږي چې یو موټی او واحد افغانستان یې ارمان نه دی.

ویسا ټینګار کړی، که دغه اختلافات دوام وکړي څو احتمالي پایلې درلودای شي.

لومړی د سرمقاله لیکونکي په باور، د سولې او له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو بهیر به سخت زیانمن شي او دوهم هم، دغه اختلافات چې څومره دوام کوي قومي او سمتي بڼه خپلوي.

په سرمقاله کې راغلي، دغه لانجه د فاسدو انتخاباتو ناولې پایله ده او په باور یې، واقعیت دا دی چې د فاسدو انتخاباتو په پایله کې د دوو په فساد کې ښکېلو لوریو تر ګډ حکومت دا غوره ده چې د انتخاباتو پایلې باطلې اعلان شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په ټول هېواد کې د کرونا ویروس پراختیا د خلکو په ژوند منفي اغیزې کړي له دغو منفي اغېزو یو هم د ورځپاڼې په خبره، د توکو د بیو لوړوالی دی چې د خلکو جدې اندېښنې یې راپارولي او که چېرې دغه توکې نور هم لوړې شي نو بې وزلو افغانانو ته به د زغم وړ نه وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ډېری افغان سوداګر خوراکي توکي احتکار کوي او اوس د درملو احتکار هم يیل شوی چې په داسې شرایطو کې اړتیا ده چې حکومت د توکو د بیوو د لوړېدو مخنیوي په هدف جدې اقدامات وکړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، د بیوو دغه لوړوالی په هېڅ وجه طبعي نه ده او حکومت باید د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوالې ادارې سره په همغږۍ باید دخوړو زیرمې تقویه کړي او اړو کسانو سره چې د قرنطین له امله ځپل کېږي باید ورسره مرسته وشي کنه په وینا یې په هېواد کې لوږه او بې وزلې به ډیری افغانان وځپي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې له ایران څخه د افعان کډوالو دستنېدو په تړاو سر لیکنه خپره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس هم په ډېر شمېر افغان کډول له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي.

ورځپاڼې لیکلي، د ملګروملتونو وروستي ارقام راخیستي چې پر بنسټ یې چې یوازې په تېره مارچ میاشت کې سل زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي خو ورځپاڼې لیکلي، دا کسان را ستنېږی نه، بلکې ډېری یې په زور او جبر را شړل کېږی، تېره میاشت هم د ایران له قم ښاره لومړنی افغان را شړل شوی و، چې ورسره سم یې افغانستان ته کرونا ویروس راووړ او اوس د دې ناروغۍ مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.

په سرمقاله کې راغلي،دلته یوازې کډوال نه، بلکې هره ورځ زرګونه افغان کارګر، چې ایران ته په مزدورۍ پسې تللی را شړل کېږی او د ایران د بد وضعیت له امله را ستنېږي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا حالت ځکه د اندېښنې وړ دی، چې کرونا ویروس په ایران او افغانستان کې هم د نورې نړۍ په څېر خپور شوی او ولس ګواښي، دې ویروس نه یوازې د ملتونو ژوند ته خطر پېښ کړی او نړیوال انساني بحران یې راوستی، بلکې نړیوال اقتصادی بحران یې هم را وستی دی.

XS
SM
MD
LG