نړۍ
د ترکمنستان ولسمشر د کرونا ویروس په اړه خپله خاموشي پای ته ورسوله
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف د جمعې په ورځ د کابینې په غونډه کې لومړی ځل په علني توګه د کرونا ویروس ټکی یاد کړ.
ده وویل چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی او د ترکمنستان اقتصاد ته یې زیان اړولی دی.
ده امر وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید اقدامات وشي.
د شوري اتحاد دغه پخواني هېواد له ډيرې مودې راهیسي د کرونا ویروس په اړه څه نه دي ویلي او د دې ناروغۍ له کبله یې هيڅ ډول پېښې یا تلفات نه دي راپور کړي.
د بې پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې د دې هېواد چارواکي د کرونا ویروس له ټکي یادولو ډډه کوي ځکه نه غواړي په دې اړه هیڅ ډول معلومات ورکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بېاسناده کډوالو د ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو خبرې
د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې د دغې اتحایې له هېوادونو څخه د بېاسناده کډوالو د ایستلو او له نورو هېوادونو سره په دې هکله د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د ډنمارک د کورنیو چارو وزیر وايي، د کډوالو د ستنولو د مرکزونو د جوړولو هڅې «په ښه توګه پر مخ روانې دي».
ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ د دغو مرکزونو د جوړولو امکانات څېړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر هم د مقدماتي خبرو اترو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هیله لري لومړنی تړون د روان کال تر پایه نهايي شي.
د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د چارو مسئول ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د دې ټولنې د همکارۍ تمرکز د پاکستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو باندې دی.
د دې طرحې منتقدانو له بشري حقونو څخه د سرغړونو د احتمال او په دغو مرکزونو کې د کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
په اعدام محکومه کریستا تر دوو وژونکو پیچکاریو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه
د امریکا په تینیسي ایالت کې په اعدام محکومه ښځه کریستا پایک وروسته له هغه روغتون ته یوړل شوه چې د اعدام د اجرا پر مهال تر دوو وژونکو پیچکاریو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه.
کریستا پایک دېرش کاله مخکې د خپلې یوې ټولګیوالې کولین سلیمیر د شکنجې او وژنې په جرم په اعدام محکوم شوې وه.
په تینسي ایالت کې تېر ۲۰۰ کاله په کومې ښځې د اعدام حکم نه و اجرا شوی.
په امریکا کې د ښځو اعدام ډېره سابقه نه لري.
له ۱۹۷۶ کال راهیسې چې د امریکا سترې محکمې اعدامونه پيل کړي په څه باندې ۱۶۰۰ اعدامونو کې یواځې ۱۸ ښځې شاملې دي.
ولسمشر ټرمپ وايي له عراق څخه وتل داسې نه و لکه افغانستان چې د امریکا مهمات شاته پرېښودل شول او عسکر هم ووژل شول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستانه د راوتلو برخلاف امریکایي ځواکونه په منظمه توګه له عراق څخه ووتل.
سپینې ماڼۍ تېره شپه د ولسمشر ټرمپ بیان خپور کړی دی.
ولسمشر ټرمپ یاده کړې چې له عراق څخه راوتل داسې نه و لکه افغانستان چې ګڼ پوځي تجهیزات او وسایل شاته پرېښودل شول او ۱۳ امریکایي سرتیري هم ووژل شول.
امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پای ته ورساوه خو ولسمشر ټرمپ له هغه ځایه د راوتلو په بڼې او رامنځته شویو ګډوډیو باندې له اول سره نیوکې کړي دي.
هغه بیا په خپل تازه بیان کې له عراقه د امریکایي ځواکونو وتل بریالي او منظم بللي چې ورسره د ده په خبره په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د څه باندې دوو لسیزو حضور پای ته ورسېد.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق باندې پوځي عملیات پیل کړل.
دا عملیات د دوو نورو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جوبایډن په دوره کې هم تمدید او باالاخره په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ له خوا په رسمي توګه پای ته ورسېدل.
مسکو ناټو ته د اټمي وسلې د کارولو خبرداری ورکړ
مسکو ناټو ته خبرداری ورکړی که د روسیې له نورو برخو سره د دغه هېواد د کالینینګراد سیمې د اړیکې د پرې کولو هڅه وکړي، نو مسکو چمتو دی چې اټمي وسله وکاروي.
کالینینګراد د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې یوه سیمه ده چې د دغه هېواد له اصلي خاورې شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره واټن او د ناټو د دوو غړو، پولنډ او لیتوانیا، ترمنځ موقعیت لري.
روېټرز د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» راپور ورکړ چې دغه خبرداری ناټو ته په یوه غیر رسمي ډیپلوماتیک سند کې استول شوی دی.
په سند کې مسکو ویلي چې د کالینینګراد د «منزوي کولو» هر ډول هڅه ښايي د مستقیمې جګړې او حتی د ناټو د غړو هېوادونو د تصمیمګیرۍ په مراکزو د برید لامل شي.
ناټو د دغه سند ترلاسه کول تأیید کړي او ویلي یې دي چې د دې ائتلاف فعالیتونه او پوځي تمرینونه د روسیې لپاره ګواښ نهدي.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.
له برېګزېټ ۶ کاله وروسته؛ اروپایي ټولنې ته د بریتانیا د بېرته ستنېدو احتمال
د بریتانیا صدراعظم د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» اروپايي اتحادیې ته د دې هېواد د بېرته ستنېدو احتمال د «واقعي انتخاب» په توګه مطرح کړ.
انډي برنهام د بریتانیا لومړنی صدراعظم دی چې له برېګزېټ وروسته په ښکاره ډول اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو خبره کوي.
هغه له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي چې چمتو دی له بروکسل سره د لندن د اړیکو په اړه د ټولو انتخابونو ګټې او زیانونه په دقت وڅېړي او که د بریتانیا اکثریت وګړي یې وغواړي، نو اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو وړاندیز به وکړي.
د یوې نظر پوښتنې نتایج چې درې میاشتې مخکې ترسره شوې ښيي چې که ټولپوښتنه وشي، ۵۵ سلنه رأیه ورکوونکي به اروپايي اتحادیې ته د خپل هېواد د بېرته ستنېدو لپاره رأیه ورکړي.
بریتانیا د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې له یوې ټولپوښتنې وروسته په رسمي ډول له اروپايي ټولنې ووتله.
په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېد؛ امریکايي ځواکونه د اربیل له هوايي اډې ووتل
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د اربیل له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.
دې قوماندانۍ ویلي، په دې سره په عراق کې د داعش پر ضد د "نه ماتېدونکي هوډ" په نوم د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسېدلی او اوس د واشنګټن او بغداد اړیکې د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پړاو ته داخلېږي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د کردستان د پیشمرګه ځواکونو په ګډون عراقي امنیتي ځواکونه اوس دا وړتیا لري چې په خپلواکه توګه د دغه هېواد امنیتي ګواښونه مدیریت کړي.
خو د "نه ماتېدونکي هوډ" ګډ عملیاتي ځواک خپل فعالیت ته دوام ورکوي او مرکز یې اردن ته لېږدول شوی دی. امریکايي ځواکونه به په سوریه کې له ائتلافي او د سوریې له ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
د اربیل هوايي اډه په عراق کې د داعش پر ضد د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه وه او د شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي او ائتلافي سرتېرو یوه لویه برخه پکې مېشته وه.
امریکا د ایران او روسیې پرڅو شرکتونو بندیزونو ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د تلي په ۷ د ایران "ساها" هوايي شرکت او دوه روسي شرکتونه "یاکوفلف" او "اېم جي فلوټ" تحریم کړل.
دغه وزارت وايي، دا شرکتونه د ایران لپاره د پوځي تجهیزاتو په برابرولو او د وسلو په لېږد کې لاس لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، روسي "یاکوفلف" شرکت یاک-۱۳۰ ډوله روزنیزې او جنګي الوتکې تولیدوي او د ایران لپاره یې د غوښتل شویو ۲۴ الوتکو نږدې ټولې سپارلې دي.
دغه راز، "اېم جي فلوټ" شرکت له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو او د هوايي مدافعې له سیسټمونو سره د اړوندو تجهیزاتو په لېږد کې په لاس لرلو تورن شوی دی. د ایران "ساها" هوايي شرکت هم د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد له کبله د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزارت په څو هېوادونو کې لس نور کسان او بنسټونه هم د ایران دفاع وزارت ته د وسلو او پوځي پرزو د برابرولو په تور تحریم کړي دي.
واشنګټن وايي، دا بندیزونه د ټرمپ ادارې د هغه کمپاین برخه ده چې هدف یې پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول او له نړیوال مالي او سوداګریز نظام سره د تهران د اړیکو محدودول دي.
ټرمپ یوځل بیا وویل چې له ایران سره جګړه به ډیر ژر پای ته ورسوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به د تېلو بیې هم راټیټې شي.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه وینا کې له ایران سره جګړه د خپل حکومت له مهمو اقداماتو وبلله او د ایران وضعیت یې "ډېر خراب" وباله.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل وړاندیز په اړه د امریکا رسمي ځواب ته منتظر دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم ویلي، له ایران سره یوې موافقې ته رسېدل ممکن دي، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن به په راتلونکو دوو میاشتو کې د تهران د څرګندونو پر ځای د هغه عملي اقدامات په پام کې نیسي.
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ کییف کې لږترلږه درې کسان وژل شوي دي
د اوکراین چارواکي وايي، پر کییف او شاوخوا سیمو د روسیې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان چې یو ماشوم هم پکې دی، وژل شوي دي.
د کییف والي تیمور تکاچینکو د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۳۰مه وویل، د کییف په سیمه کې د روسیې تر یوه بل توغندیز او ډرون برید وروسته د یوه ماشوم مړی له کنډوالو را وایستل شو.
د هغه په وینا، په بریدونو کې شخصي کورونو، ګودامونو، موټرو او زیربناوو ته زیان رسېدلی او په ځینو ځایونو کې اورونه هم لګېدلي دي.
تکاچینکو خبرداری ورکړی چې پر کییف سیمه بریدونه لا هم روان دي او له خلکو یې غوښتي چې د هوايي برید خبرداری جدي ونیسي او په خوندي ځایونو کې پاتې شي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسیې د شپې له خوا پر اوکراین څو بالستیک توغندي او ۱۸۸ بېپیلوټه الوتکې کارولې، چې د بریدونو اصلي هدف یې د کییف سیمه وه.
م. م: نړۍ کې ښايي نږدې ۸،۳ میلیونه کډوال او بېځایه شوي له مرستو بېبرخې شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله په نړۍ کې نږدې ۸،۳ ملیونه کډوال او نور جبري بېځایه شوي کسان ښايي له اړینو مرستو بېبرخې شي.
دې کمېشنرۍ د سې شنبې په ورځ وویل، روان کال د کډوالو د ملاتړ لپاره ۸،۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو د جولای تر پایهیې یوازې ۳۲ سلنه بودجه ترلاسه کړې وه.
«یو اېن اېچ سي ار» وايي، د بودجې دوامداره کمښت په نړۍ کې د کډوالو د ملاتړ او خوندیتوب خدمات له جدي ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۷،۸ میلیونه کسان په جبري ډول له خپلو کورونو بېځایه شوي و.
دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۱۳۲،۲ میلیونه او تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.
له دغو بېځایه شویو کسانو څخه ۳۵،۶ میلیونه کډوالیې د «یو اېن اېچ سي ار» تر پوښښ لاندې دي.
د دغو کډوالو شاوخوا دوه پر درېیمه برخهیې د افغانستان، سوریې، سوډان، اوکراین او ونزوئلا وګړي دي.