د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ وری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۱۸

نړۍ

عراق کې د امریکا سفارت ته نږدې توغندي لګېدلي

عراق کې د امریکا سفارت

د عراق پوځ وایي چې نن سهار د پلازمېنه بغداد ښار په زرغون (امنه) سیمه کې چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه موقعیت لري، دوه توغندي ولګېدل.

پوځ په یوه بیان کې وویل چې د کتیوشا په نوم دوه توغندي د بغداد عملیاتي مرکز ته څېرمه لګېدلي، تلفات نه‌لري او جزئیات به‌یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.​

د عراق یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په نښه شوی هدف د امریکا سفارت و چې د توغندیو د لګېدو له ځایه څو سوه متره لیرې موقعیت لري.​

دا د بغداد پر دې سیمې چې د بهرنیو ډیپلوماتیکو نمایندګیو په ګډون مهمې دولتي ودانۍ په‌کې دي، د تېر کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې ۲۶مه دا ډول حمله ده چې ترسره کېږي.​

د دغې نوې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د چین په ووهان ښار کې ژوند د عادي کېدو په حال کې دی

خلک په پارک کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په خیمه کې خواړه خوري.

د چین په ووهان ښار کې چې د کرونا ویروس اصلي ټاټوبی بلل کېږي، ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.

دې ښار تقریباً دوه میاشتې تر قرنطین لاندې تېرې کړې، خو په نوره نړۍ کې خلک له دې ویروسه کړېږي.

په ووهان کې پرون د مارچ په ۲۸مه، ټرانسپورتي خدمات بېرته پېل شوي او سرحدونه‌یې هم پرانیستل شوي دي.

په چين کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۳۲۹۹ تنه مړه شوي چې ۳۱۷۷ زره‌یې په هوبې ولایت کې وو.

د چین حکومت په هوبې کې سخت بندیزونه لګولي و، سرحدونه تړلي او ټول ټرانسپورتي خدمات په ټپه درېدلي وو.

خو د چین د حکومت سختګیرانه اقداماتو نورې نړۍ ته د دې ویروس خپرېدو مخنیوی ونه‌کړائ شو.

د چین چارواکو پرون وویل چې ۵۴ نوې پېښې یې ثبت کړې، خو ټول له بهره ورغلي کسان دي.

له هند نږدې ۲۵۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته راستنېږي

کام‌ایر شرکت له نوې ډېلي کابل ته د ستنېدو لپاره د یوه ټکټ بیه ۳۸۰ ډالره ټاکلې.

له هنده د نږدې ۲۵۰۰ افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده.

هند کې د افغانستان سفارت شارژدافیر پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي چې هغه افغانان به چې د پروازونو د لغو کېدو له امله هلته پاتې وو، په څو پروازونو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

د هند حکومت تېره اوونۍ کام‌ایر هوایي شرکت ته اجازه ورکړه چې په پنځو پروازونو کې افغان مسافر له هنده کابل ته ولېږدوي.

کام‌ایر شرکت ویلي چې له نوې ډېلي کابل ته د ستنېدو لپاره د یوه ټکټ بیه ۳۸۰ ډالره ټاکل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دوبۍ له نړیواله هوايي ډګره هم یو شمېر افغانان کابل ته ولېږدول شول.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه په هرات کې چې له ایران سره پوله لري، ثبت شوه.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې کرونا ویروس سخت ځپلی.

ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته ورسېد

ایران کي د کرونا زر نوې پیښې ثبت شوې چې هلته د پيښو شمېر نژدې پنځه دیرش نیم زرو ته ورسېد.

ایران نن وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې ۱۳۹ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شول.

له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړینې شمېر څه باندې۲۵۰۰ شو.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن شنبه په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې هغلته د کرونا څه باندې زر نوې پیښې ثبت شوې چې ورسره په ټول هېواد کې د کرونا د پيښو شمېر نژدې پنځه دیرش نیم زره شو.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار کړی چې ایراني چارواکي به راتلونکو دوو اونیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

د امریکا د کانګرس پنځم غړی هم په کرونا ویروس اخته شو

ارشیف

د امریکا د کانګرس پنځم غړی په کرونا ویروس اخته شو.

اویاکلن مایک کلي چې په سنا کې د پنسلوانیا ایالت جمهوري غوښتونکی سناتور دی، پرون ومنله چې د کرونا معاینه یې مثبته ده.

له دې وړاندې د کانګرس څلورو نورو غړو هم په دغه ویروس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

له همدې کسانو سره د تماس له امله د امریکا د کانګریس ۲۶ غړي دا مهال قرنطین دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون څیړنې ښيي چې تراوسه امریکا کې یولک او څلور زره کسان په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۱۷ سوه کسان مړه شوي دي.

تایوان د چین له لوري تبعید شويو خبریالانو ته د میشتېدو بلنه ورکړه

ارشیف

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر هغو امریکایي خبریالانو ته هلته د میشتېدو بلنه ورکړې چې چین تبعید کړي دي.

رویټرز خبري اژانس وایي چې د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف وو دریو امریکایي ورځپاڼو ته لیکلي چې خپل د چین خبریالان تایوان ته ورلېږلی شي.

چین د مارچ په اتلسمه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د نیویارک ټایمز، والسټریت ژورنال او واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپانو د فعالیت جواز لغوه کوي.

چینايي چارواکي ویلي، د دغو ورځپاڼو خبریالان نه په چین او نه هم د چین تر کنټرول لاندې هانګ کانګ ښار کې د خبریال په توګه دنده ترسره کولای شي.

پخوا تر دې به هغو خبریالانو ته په هانګ کانګ کې د کار اجازه ورکول کېده چې چین به له خپلې خاورې اېستل.

تایوان کې د ګوتو په شمېر بهرني خبریالان فعالیت کوي او دغه درې واړه امریکایي ورځپاڼو تایوان کې له دې وړاندې دایمي دفترونه نه درلودل.

ملګرو ملتونه: د هستوي وسلو د پراختیا مخنیوي تړون د ارزونې کنفرانس ځنډیدلی

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک

ملګرو ملتونو ویلي چې د هستوي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون د ارزونې کنفرانس ځنډیدلی دی.

دغه سازمان پرون وویل، دا کنفرانس د کرونا ویروس د چټکې خپریدا له امله ځنډیدلی دی.
تمه وه چې دا کنفرانس د راتلونکې اپریل میاشتې له ۲۷ د مې تر ۲۲مې پورې په نیویارک کې ترسره شي.

د هستوي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون په اړه هر پنځه کاله بعد یو ځل ورته کنفرانس جوړېږي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، هر کله چې موقع برابره شوه، دغه کنفرانس به جوړ شي.

د هستوي وسلو د مخنیوي تړون پنځوس کاله مخکې بشپړ شوی دی.

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶ لکو ته نږدې شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر شپږ لکو ته نږدې شو.

پرون (جمعه) په دې ویروس د اخته کسانو تر ټولو زیاتې نوې پېښې د امریکا په متحده ایالاتو کې ثبت شوې.

خو تر ټولو د زیاتو مړینو راپور بیا ایټالیا ورکړ.

پرون په امریکا کې نږدې ۱۵ زره نوې پېښې ثبت شوې، خو په ایټالیا کې چې اوس د کرونا په ویروس د اخته کسانو د شمېر له پلوه تر امریکا وروسته دوهم ځای لري، نږدې ۶ زره نوې قضیې ثبت شوې، خو دې هېواد په عین حال کې وویل چې ۹۱۹ تنه په دې ویروس تازه مړه شوي دي.

د دغو کسانو له مړینې سره تر اوسه پورې په ایټالیا کې د کرونا په ویروس تر ۹ زره زیات کسان مړه شوي دي.

پرون په جرمني کې د کرونا ویروس نږدې ۷ زره او په اسپانیا کې تر ۶ زره ډېرې پېښې تأیید شوې.

په عین حال کې تر اوسه پورې په نړۍ کې تر یو لک او ۳۲ زره زیات کسان ښه شوي دي.

صربیا کې د کرونا ویروس په اړه له شوي امر سرغړوونکی محاکمه شو

ارشیف، د صربیا بلګراد ښار د سترې محکمې مخ ته یو قاضي.

په صربیا کې محکمې یو تن په دې خاطر په ۳ کاله حبس محکوم کړ چې د کرونا ویروس د نه‌خپرېدو په خاطر یې د ځان د تجرید یا له نورو خلکو څخه د جلا کولو امر نه‌و عملي کړی.

د صربیا دولتي ټلوېزیون پرون (جمعه) وویل، محکمې دا پرېکړه د دې هېواد د ختیځ په دایمیتروفګارډ ښارګوټي کې په هغه غونډه کې وکړه چې د وېډیو له لارې دایره شوې وه.

ټاکل شوې وه چې پرون د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د مقرراتو د سرغړونې په خاطر دوه ورته محاکمې د صربیا د ختیځ په یوه بل ښار کې وشي.

په صربیا کې لږترلږه ۱۱۲ تنه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د روغتیايي اصولو او مقرراتو د نه‌رعایتولو په خاطر په توقیف کې دي.

۴ روسي لوبغاړې د ډوپېنګ په جرم تورنې شوې

ارشیف، نتالیا انتییوخ چې د ۲۰۱۲ کال په ژمني المپیک سیالیو کې له ۴۰۰ متره خنډونو د تېرېدو په مسابقه کې اتله شوې وه.

څلور روسي لوبغاړې چې دوه‌یې د المپیک د سرو زرو د مډال ګټونکې دي، د ډوپېنګ په جرم تورنې شوې.

په المپیک کې د سرو زرو د مډال ګټونکې اندري سیلنووا چې د ۲۰۰۸ کال په المپیک کې د لوړ ټوپ اتله وه او نتالیا انتییوخ چې د ۲۰۱۲ کال په ژمني المپیک سیالیو کې له ۴۰۰ متره خنډونو د تېرېدو په مسابقه کې اتله شوې وه، د منع شویو موادو د کارولو له تورونو سره مخامخې دي.

د دغو قضیو په اړه به د سپورټي سرغړونو په ځانګړې محکمه کې پرېکړه وشي، خو تر اوسه پورې د هغوی د محاکمې لپاره نېټه نه‌ده ټاکل شوې.

د بریتانیا صدراعظم په کرونا ویروس اخته شوی

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون نن د مارچ په ۲۷مه، وویل چې په کرونا ویروس اخته شوی دی.

بورېس جانسون دا خبر پر ټویټر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ویروس نښې کمزورې دي، حکومتي چارو ته به دوام ورکوي، خو ځان‌یې له خلکو جلا کړی دی.

بورېس جانسون ویلي: "د کرونا ویروس کمزورې نښې مې په ځان کې احساس کړې او د روغتیايي مسؤل په مشوره مې ځان معاینه کړ او د معاینې نتیجه مثبته وه، له دې کبله به له کوره کار کوم او له نورو ځان لیرې ساتم."

د بریتانیا د رسمي شمېرو پر اساس چې پرون خپرې شوې، ۳۲۷۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په بریتانیا کې پرون نور ۴۰ تنه له دې امله مړه شوي چې په ټوله کې د کرونا ویروس له امله په بریتانیا کې د مړو شمېر ۱۴۴ ته ورسره رسېدلی دی.

ایران کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۴ تنه نور کسان هم مړه شول

په ایران کې د کرونا له امله مړ شوی کس

په ایران کې چارواکو نن د مارچ په ۲۷مه، د کرونا ویروس له امله د نورو ۱۴۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۴۰۰ ته لوړ شو.

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن دا شمېرې اعلان کړې دي.

هغه ویلي چې په ایران کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ زره او ۳۳۲ ته لوړ شوی دی.

ایران، چین، ایټالیا، اسپانیا او امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو دي چې کرونا ویروس سخت ځپلي دي.

روسیه کې رسټورانتونه او چای‌خانې وتړل شوې

یو روسی وګړی د یوې چای‌خانې د تړلو پر مهال.

د روسیې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن د مارچ په ۲۷مه، ټول رسټورانتونه او چای‌خانې بندې کړې.

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۳۶ ته رسېدلی دی.

په روسیه کې له دې امله د درېیم وګړي د مرګ خبر هم تأیید شوی دی.

د روسیې صدراعظم، همداراز په ټول هېواد کې د هغو ادارو فعالیت بند کړی چې په بازارونو کې د خوراکي موادو کاروبار کوي. دا فرمان به له سبا عملي کېږي.

په روسیه کې همداراز د تفرېح او سیاحت لپاره ځانګړي ځایونه بند شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې له سبا ورځې د اپرېل میاشتې تر پنځمې نېټې به عمومي رخصتي وي. په مسکو کې پر خلکو غږ شوی چې له کورونو دې نه‌وځي او له خلکو سره دې راشه درشه کمه کړي.

ټرمپ او پېنګ کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پېنګ

د امریکا او چین ولسمشرانو د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي چې له چینايي لوري شي جین پېنګ سره له نږدې کار کوي او سخت درناوی ورته لري.

دواړو نن د مارچ په ۲۷مه، ټیلیفوني خبرې کړې دي، خو تر دې خبرو مخکې، ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې چین لا هم د کرونا ویروس په تړاو شمېرې له نړیوالو پټوي.

دا په داسې حال کې ده چې په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر اوس د چین په پرتله زیات شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او یو شمېر لوړ رتبه چارواکو مخکې ویلي چې چین په ډسمبر او جنورۍ کې د کرونا ویروس په اړه نړیوال غولولي دي.

کرونا ویروس په ډسمبر کې د چین د هوبې ولایت له ووهان ښاره راپيدا شو.

پلوسي له استازو جرګې د ۲،۲ ټریلیونه ډالرو بودجې تصویب وغوښت

د امریکا کانګرس د استازو مجلس مشره نانسي پلوسي

د امریکا کانګرس د استازو مجلس به نن په متحده ایالاتو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د اقتصاد د ښه کولو لپاره ۲،۲ ټریلیون ډالر بودجه تصویب کړي.

په کانګرس کې به نن د مارچ په ۲۷مه، په دې اړه رأی‌ګیري وشي او بیا به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.

د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي له خپلو همکارانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره‌یې تصویب کړي. له دې ځانګړې بودجې څخه به ۳۶۷ میلیارده ډالر د کوچنیو تجارتونو مالکانو ته ورکړل شي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې کارخانې تړل شوې دي.

همداراز هغو مأمورینو ته به معاشونه ورکول کېږي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په کورونو ناست دي یا له کورونو کار کولو ته مجبور شوي دي.

په عراق کې ۳ تنه برمته شوي فرانسویان خوشې شول

د عراق ملي بیرغ

د یوې نړیوالې خیریه مؤسسې څلور کارکوونکي په عراق له یرغملو څخه خوشې شول.

د فرانسې حکومت تأیید کړې ده چې د دې هېواد درې تنه له خپل عراقي همکار سره وروسته له دوو میاشتو خوشې شوي دي.

دغو کسانو په عراق کې له «اېس او اېس» مؤسسې سره کار کاوه.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون له یرغملو څخه د دې کسانو د خوشې کېدو له امله د عراق له چارواکو مننه وکړه.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې څه معامله شوې ده چې دا کسان خوشې شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG