د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره حملې ته د نړیوالو ورځپاڼو کتنه


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې په کابل کې د سېکهانو پر یوه ګوردواره یا عبادت‌ځای پر خونړۍ حمله لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، حمله کوونکو په دغه عبادت‌ځای کې چې د سېکهانو تر ۲۰ زیاتې کورنۍ ژوند هم کوي، په لسګونه کسان یرغمل کړي وو.

د کورنیو چارو وزارت پرون په دې حمله کې لږترلږه د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، سایټ استخباراتي ګروپ چې د داعش افرا‌طي ډلې خبري وېب‌سایټونه څاري، وایي د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته وفادارو وسله‌والو د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي د چهارشنبې په ورځ په یوه وېډیویي پیغام کې په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره حمله ترورېستي وبلله او ویې‌غندله.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د حملې د غندنې ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

سفارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، موږ هغه متعصب او جنایت‌کاران چې د بې‌ګناه انسانانو د زیانمنولو لپاره دغه عبادت‌ځای په نښه کړ، غندو.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما هم پر سېکهانو عبادت کوونکو حمله غندلې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، یو وخت په افغانستان کې د هندوانو او سېکهانو شمېر سلګونه زرو ته رسېده، خو اوس ویل کېږي په افغانستان کې د سېکهانو شمېر یوازې ۳۰۰ کورنیو ته رسېږي.

د هندوانو او سېکهانو مشران وايي، د دوی ډېرو غړو په تېرو څلورو لسیزو کې یا هندوستان، یا هم غرب ته پناه وړې ده.

د لیکنې په حواله دا هغه ځپل شوی اقلیت دی چې په وروستیو کلونو کې څو څو وارې ورباندې حملې شوې دي.

د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې د دوی پر یوه ډله هغه وخت ځانمرګی برید وشو چې دوی په ننګرهار کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې لپاره انتظار وو.

په هغه حمله کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د یوه کاندید اوتار سنګهـ په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي وو.

  • ګلوب انډ مېل

کاناډایۍ ورځپاڼې ګلوب انډ مېل د افغانستان په ولسي جرګه کې د سېکهـ اقلیت د استازي نرېندر سنګهـ خالصه په حواله لیکلي چې د حملې په وخت کې په عبادت‌ځای کې تر ۲۰۰ پورې کسان راګېر پاتې وو.

ورځپاڼې زیاته کړې، ګڼې کورنۍ د پېښې ځای ته نږدې راټولې شوې وې چې د خپلو عزیزانو په حال ځانونه خبر کړي.

د مطلب په دوام راغلي، دا حمله وروسته له هغې کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره روان میلادي کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د خپلو مرستو کمولو اعلان کړی دی.

واشنګټن دا خبر په داسې حال کې ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد ډېر خواشینی دی چې ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پومپیو ته ویلي چې نه‌شي کولای پر یوه ټول‌شموله حکومت موافقه وکړي.

XS
SM
MD
LG