افغانستان
احتکار کوونکو ته د ننګرهار د والي خبرداری: زندان ته مو لېږم
د ننګرهار والي وایي، هغه څوک چې بېمورده بیې لوړوي او سرغړونه کوي، د احتکار دوسیه ورته جوړوي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هېڅڅوک نهشي کولای چې د سوداګریزو توکو بیې په خپل سر لوړې او که څوکیې وکړي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
ښاغلي میاخېل په خلکو هم غږ وکړ چې په عادي ډول له بازاره توکي وپېري او که له ستونزې سره مخ کېدل، نو همغه شېبه دې قانوني مرجع په جریان کې کړي، څو د سرغړونو مخه ډب شي.
د شاه محمود میاخېل په خبره، یوه ګرځنده ګډ کمېسیون تهیې دنده سپارلې چې د سرغړوونکو هټۍ مهرولاک، مالیې ضبط او عاملیې قانوني مجازات کړي.
هغه زیاته کړه: "ځيني وخت کې ځیني مغرض اشخاص له موقع بده استفاده کوي چې له هغوی سره قانوني جلند وشي، د سوداګرۍ له ټولو اصنافو سره وغږېدو، ټولو ژمنه وکړه چې هر یو به خپل صنف کنټرولوي، څوک چې سرغړونه وکړي، مال بهیې ضبطېږي، دا چې احتکار جرم دی، د احتکار دوسیه به ورته جوړېږي، او لنډمهال زندان هم ورته په پام کې نیول کېږي، نو هېڅڅوک نور نهشي کولای چې نرخونه بېځایه یا بېمورده لوړ کړي."
د ننګرهار چارواکي وایي، تر دې دمهیې د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د اوړو ځينې هټۍ چې نرخونه پهکې لوړ شوي وو، وتړلې، مالونهیې ضبط شول او مالکانیې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تېره ورځ د مارچ په ۱۶مه د تورخم لویه لاره د هر ډول خلکو او بار وړونکو موټرو پر مخ وټړله چې ورسره په ننګرهار او ځينو نورو ولایتونو کې د خوراکي توکو په تېره د اوړو په بیو کې د پام وړ لوړوالی راغی.
د یادونې وړ ده چې د ځينو لویو لارو له بندېدو سره په ننګرهار کې د اوړو په یوه بورۍ کې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې لوړوالی راغلی و چې د خلکو ستونزې ورسره زیاتې شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي
د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن جمعه د (لړم لومړۍ نېټه) د درې اړخیزې سیالۍ پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.
لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د کابل په وخت مازیګر څلور بجې پیلېږي.
تر دې مخکې افغانستان په دغو سیالیو کې له زېمبابوې او بنګلهدېش څخه خپلې دوه لوبې په لوی توپیر ګټلې دي.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجې ښارونو کې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانستان د ایران له لارې ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره کړه
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران له لارې ترکیې ته د ۶۰۰ ټنه پنبې د صادرولو خبر ورکوي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د پنجشنبې په ورځ «تلې ۳۰مه» په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دغه محموله د خواف-هرات اوسپنیزې لارې له مسیر څخه د ایران د رېلګاډي د شبکې په لار صادره شوې ده.
افغان سوداګرو په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې څه د پاسه یو کال کېږي چې تړل شوې دي، د منځنۍ اسیا او ایران لارو او بندرونو ته مخه کړې ده.
پنبه د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه ده.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تېره زمري میاشت کې ویلي و چې د افغانستان ۱۰ زره ټنه پخته په ازمایشي ډول ازبکستان ته صادره شوې او اوس دغه هېواد ژمنه کړې چې ۱۰۰ زره ټنه نوره پخته هم وپېري.
د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې ۹ افغانان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوي
د ایران په سیستان – بلوچستان ولایت کې لږ تر لږه ۹ افغان کډوال او یو ایرانی موټر چلوونکی په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوي.
د ایران دولتي رسنیو د سیستان بلوچستان د لارو د پولیسو د قومندان مهدي خمر په حواله تایید کړې چې د کډوالو موټر د میزان اته ویشتمې د شپې په یوه نیمه بجه له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
حالوش د ایران د بشري حقونو یوه مدافع سازمان هم د دې پېښې اړوند یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو موټر له ټکر وروسته اور اخیستی دی.
ایران کې مخکې هم د افغان کډوالو د موټرو د ټکر مرګونې پېښې شوي.
اکثر قاچاقبران په داسې پېښو کې ګرم بلل کېږي چې کډوال له خرابو لارو یا په ډېر سرعت لیږدوي او لازم احتیاط نه کوي.
افغان لوبډلې بنګله دیش په لوی توپیر مات کړ او پایلوبه زیمبابوې سره کوي
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه سبا جمعه د درې اړخیز ټورنمنټ پایلوبه کوي.
دا لوبه به په شارجې کې مازیګر څلور بجې پیل شي.
افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش د یو ورځنیو نړیوالو لوبو درې اړخیز ټورنمنټ د افغانستان په کوربه توب جوړ شوی.
افغانستان لومړۍ دوه لوبې له زیمبابوې او بنګله دیش په لوی توپير وګټلې.
له بنګله دیش سره لوبه د چهارشنبې په ماښام وشوه چې پکې بنګله دیش په ۴۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې.
افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپاچوونکی و.
رحمت شاه د ۶۷، حشمتالله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.
ترکمنستان د ټاپي نللیکې له لارې افغانستان ته د ګازو لېږد پیلوي
د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت «ترکمنګاز» مشر مقصد بابایف ویلي چې هېواد یې پلان لري په ۲۰۲۶ کال کې د ټاپي نللیکې له لارې افغانستان ته د طبیعي ګازو لېږد پیل کړي.
د ترکمنستان رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سرحداباد او هرات ترمنځ د نللیکې د جوړولو چارې روانې دي او د دې نللیکې د لېږد کلنۍ وړتیا ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز ده.
بابایف ویلي، د ټاپي پروژه به د انرژۍ د لېږد ترڅنګ د سیمهییزو اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.
د ترکمنستان او افغانستان د ګازو دولتي شرکتونو هم هرات ته د ګازو د لېږد په برخه کې د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړی دی.
بابایف همداراز ویلي، ترکمنستان د ګازو د صادراتو د لارو د پراخولو، د تولیدي ټکنالوژۍ د عصري کولو او د میتان ګازو د خپرېدو د کمولو هڅې هم کوي.
د افغانستان کرکټ بریالۍ ورځ؛ ملي ټیم او تر ۱۹ کلونو کشر ټیم بنګلهدېش مات کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په دوهمه لوبه کې بنګلهدېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې تهیې لار وموندله.
بنګلهدېش په ۴۱.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.
افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپاچوونکی و.
رحمت شاه د ۶۷، حشمتالله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.
افغانستان چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه، د اکټوبر په ۲۳مه به د دغو سیالیو په پایلوبه کې یو ځل بیا له زېمبابوې سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې هم پرون د بنګلهدېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.
په دې ۵۰ اوره سیالۍ کې افغان لوبډلې، خپل سیال ټیم ته ۲۳۸ منډې هدف ټاکلی و، بنګالي لوبغاړو په پیل کې ډېر ښه بېټنګ وکړ او تر ډېرو برلاسي ښکارېدل، خو د لوبې په وروستیو اورونو کې د افغان باولرانو ښه توپ اچونه سبب شوه چې بنګالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېږي.
تر دې وړاندې لومړۍ ۵۰ اوره سیالي بنګلهدېش ګټلې وه، خو دوهمه مساوي شوې وه.
په افغانستان کې د پولیو ۶ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا د ګوزڼ د شپږو نویو پیښو خبر ورکوي.
د دې سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه ییز دفتر پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې دغه نوې پیښې روانه اونۍ رپوټ شوي چې درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې دي.
له دغو نویو پیښو سره سږکال په افغانستان کې د پولیو د پیښو شمیر ۴۲ ته ورسید.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په ټوله کې سږ ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه د پولیو ۴۸ پیښې ثبت شوي چې ۴۲ په افغانستان او ۶ پاکستان کې دي.
په تیر ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۵۲ موارد ثبت شوي وو چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ پاکستان کې و.
افغانستان او پاکستان د نړۍ په سطحه هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایروس په کې تراوسه له مینځه نه دی وړل شوی.
پولیو یا ګوزڼ ځانګړې درملنه نلري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.
روسیې او ازبکستان افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي
د ازبکستان دفاع وزارت له روسیې سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیلیدو خبر ورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ د دغه هېواد د حکومت پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د " ۲۰۲۶ همکارۍ" په نوم دغه ګډ پوځي تمرینونه د سې شنبې په ورځ د ازبکستان د ترمذ په پوځي تمریناتي ډګر کې پیل شوي او یوه اونۍ به دوام وکړي.
د روسیې دفاع وزارت هم په خپل رسمي ټلېګرام چینل کې ویلي چې روسي ځواکونه په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته استول شوي دي.
خو دواړو هېوادونو په دغو تمرینونو کې د ګډون کوونکو روسي او ازبیک ځواکونو د شمېر او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د ازبیکستان او روسیې چارواکو وخت ناوخت د دغې پولې په اوږدو کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو او د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه؛ د مرستو پر دوام ټینګار وشو
قطر د افغانستان لپاره د خپلو بشري او پرمختایي مرستو پر دوام ټینګار کوي.
د نړیوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند دا خبره د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ د ډلې د دوه ورځنۍ غونډې پیل کې وکړه.
هغې وویل "د موږ هدف دا دی چې د ښځو او ځوانانو په شمول د اړمنو خلکو لاسنیوی ځکه وکړو چې دوی د هېواد په اقتصادي او ټولنیزه راتلونکې کې مهم رول لري".
د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، مېرمن المسند ټینګار کړی چې افغانستان اوسمهال دوامدار نړیوال تعامل، د څرګندو اولویتونو ټاکنې او عملي همکارۍ ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان د همغږۍ ډله (اېسيجي) د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو او مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې.
افغان کرکټ ملي ټیم د زېمبابوې له ماتولو وروسته له بنګلهدېش سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د درې اړخیزو سیالیو په دوام د چهارشنبې په ورځ بنګلهدېش سره لوبه کوي.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د زېمبابوې په وړاندې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته ۲۹۵ منډې هدف ټاکلی و، خو سیاله لوبډله په ۱۳۶ منډو له لوبو ووته.
راشد خان په دې لوبه کې د څلورو وېکټو او فضلالحق فاروقي د دوو وېکټو په اخیستو سره د افغان لوبډلې په بریا کې وتلی رول ولوباوه.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجه کې په دغې درې اړخیزه سیالیو کې چې د اکټوبر په ۱۹مه پیل او تر ۲۳مې دوام کوي، د افغانستان، بنګلهدېش او زېمبابوې ټیمونه ګډون لري.