د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۲۶

نړۍ

اسټرالیا په کرکټ کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

ټاکل شوې اسټرالیا او نیوزیلنډ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

اسټرالیا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټرالیا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ پرون جمعه پيل شوه، چي په لومړۍ لوبه کې کوربه اسټرالیا د ۷۱ منډو په توپير نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې اسټرالیا او نیوزیلنډ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

د دې دوو هېوادونو ترمنځ پرونۍ لوبه په لوبغالې کې د کرونا وایروس له امله د نندارچیانو پرته ترسره شوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان د امریکايي خبریال په وژنې تورن کس د مرګ سزا ختمه کړه

احمد عمر سعيد شېخ

د پاکستان يوې محکمې د امريکايي خبريال ډېنيېل پرل د وژنې په تور د نيول شوي کس د مرګ سزا ختمه کړې ده.

پر احمد عمر سعيد شېخ تور و چې په ۲۰۰۲م کال کې يې په کراچۍ کې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال ډېنيېل پرل تر تښتولو وروسته وژلی و، خو د سند ایالت سترې محکمې د اپرېل په دوهمه عمر شېخ يوازې د تښتونې په جرم محکوم کړ او د هغه د مرګ سزا يې په اووه کاله بند واړوله.

بل‌خوا محکمې د پرل په وژنه د درېیو نورو تورنو کسانو د خوشې کولو امر هم وکړ.

۳۸ کلن ډېنيېل پرل د امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د سوېلي اسيا څانګې مشر خبريال و.

ډېنيېل پرل
ډېنيېل پرل

نوموړی په امريکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مې تر ترهګریزو بريدونو وروسته کراچۍ ته تللی و. هلته د ۲۰۰۲م کال د جنورۍ پر ۲۳مه وتښتول شو.

تر دې څلور ورځې وروسته "د پاکستان د خپلواکۍ د بحالۍ لپاره ملي خوځښت" په نوم يو تنظيم پيغام خپور کړ چې که په ۲۴ ساعتونو کې په ګوانتانامو کې بند پاکستانيان خوشې نه‌شول او پاکستان ته «اېف-۱۶» ډوله جنګي الوتکې ورنه‌کړل شوې، نو ډېنيېل پرل به ووژني.

تر دې وروسته د ۲۰۰۲م کال د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستاني چارواکو يوه وېډيو تر لاسه کړه چې د پرل وژل په‌کې ريکارډ شوي و.

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نهه‌نیم لکو واوښت

ارشیف، په ایران کې په کرونا ویروس اخته کس

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له نهه نیمو لکو واوښت.

دا تازه شمېر نن د کرونا ویروس د قضیو د ثبتولو یوې وېب‌پاڼې ورلډومېټرس خپور کړی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې بیا ښيي چې نږدې نهه لکه او ۴۲ زره کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دې ډله کې امریکا د مثبتو قضیو له پلوه په لومړي سر کې ده ځکه هلته په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې ۲۱۷ زرو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د مړو شمېر ۵۱۳۷ ښودل شوی.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر ۴۸ زره او د روغو شویو خلکو شمېر له دوو لکو کسانو اوښتی دی.

د امریکا ۴ نورو ایالتونو کې هم ګرځ‌بندیز ولګول شو

نیویارک

د امریکا څلور نور ایالتونه هم د هغو ۳۰ ایالتونو په ډله کې شامل شول چې اوسېدونکو ته‌یې کور کې د پاتې کېدو امر شوی دی.

د فلوریدا، جورجیا، مسيسیپي او نوادا والیانو پرون اعلان وکړ چې دغو ایالتونو کې یې د خلکو په تګ راتګ کلک بندیزونه لګولي دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه امریکا کې ۵۱۱۹ کسان دغه ویروس مړه کړي دي.

امریکا کې تر اوسه څه باندې دوه لکه او ۱۶ زره کسان په کرونا اخته شوي دي.

امریکا هغه هېواد دی چې دا مهال د نړۍ په کچه د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې لري، خو د دغه ویروس د مړینې له اړخه بیا ایټالیا او اسپانیا په لومړي او دوهم کتار کې دي.

ایټالیا کې کرونا تر اوسه څه باندې ۱۳ زره او اسپانیا کې یې نږدې نهه نیم زره خلک مړه کړي دي.

روسیې څخه د طبي وسایلو ډکه الوتکه امریکا ته ورسېده

له روسیې امریکا ته رسېدلې الوتکه

امریکا ومنله چې له روسیې څخه د اخیستل شویو طبي وسایلو الوتکه متحده ایالاتو ته رسېدلې ده.

امریکایي چارواکو تېره اوونۍ د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې له مسکوه طبي تجهیزات اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې طبي تجهیزاتو کې د مصنوعي تنفس الې او له کرونا ویروس د خوندیتوب وسائل شامل دي.

د دغه وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا او روسیې له دې وړاندې هم په کړکېچنو حالاتو کې یو له بل سره بشري مرستې کړي او راتلونکي کې هم داسې همکاري کوي.

امریکایي چارواکو نه‌دي ویلي چې د دغو طبي وساېلو لپاره‌یې روسیې ته څومره پیسې ورکړې دي.

هند کابل کې پر درمسال د برید په اړه تحقیقات کوي

کابل کې د سېکهانو درمسال له برید وروسته

هند په پام کې لري په کابل کې د سېکهانو پر درمسال د برید په اړه تحقیقات وکړي.

هغه برید کې چې تېره اوونۍ په کابل کې وشوه ۲۷ تنه ووژل شول.

اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغه برید مسؤلیت منلی دی.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې برید کوونکی محسن نومېده چې به ابو خالد مشهور وو.

د راپورونو له مخې یاد برید کوونکی د هند د کرالا ایالت وو او دوه کاله وړاندې له اسلامی دولت ډلې سره یوځای شوی وو.

پوتین په روسیه کې د بېړني حالت د اعلان اجازه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر هغه قانون لاسلیک کړ چې حکومت ته اجازه ورکوي په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله بېړنی حالت اعلان کړي.

دغه قانون چې ولادیمیر پوتین پرون د اپرېل لومړۍ نېټه لاسلیک کړ، تر هغه یوه ورځ دمخه د پارلمان له‌خوا تصویب شوی وو.

دا قانون حکومت ته اجازه ورکوي چې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان او د دې وضعیت په ترڅ کې جبري اجرایي مقررات رامنځته کړي.

روسي چارواکي په وروستیو ورځو کې د خلکو پر ګرځېدو لګېدلي محدودیتونه نور هم ډېر وي، په ځانګړي ډول په پلازمېنه مسکو کې چې ۲۱ میلیونه وګړی‌يې د کرونا ویروس د چټک خورېدو له کبله په کورونو کې ایسار شوي دي.

د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې روسي چارواکو د کرونا ویروس ۲۷۷۷ پېښې ثبت کړې دي. له دې ډلې ۲۴ تنه‌یې مړه شوي دي.

ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۳ زرو واوښت

ایران کې د کرونا ویروس له کبله ۳۰۳۶ کسان مړه شوي دي.

ایراني چارواکي وایي په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر درېیو زرو واوښت.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د چهارشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۸ تنه د دې ویروس له کبله مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه د پرون او نن ترمنځ ۱۳۸ ایرانیان چې د (کوویډ-۱۹) له کبله په وروستیو اوونیو کې بستر شوي، مړه شوي. تر اوسه زموږ په هېواد کې د (کوویډ-۱۹) یا کرونا ویروس له کبله ۳۰۳۶ کسان مړه شوي دي."

د جهانپور په خبره په همدې موده کې د ۲۹۸۷ نویو پېښو سره یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۵۹۳ تنو ته لوړ شو.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې کرونا ویروس ډېر ځپلی دی او داسې اندېښنې شته چې په دې هېواد کې په کرونا د اخته کسانو رښتونې شمېره تر دې ډېره لوړه وي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ کابینې ته په وینا کې وویل چې ایرانیانو لوی کار وکړ او د ده په خبره داسې ښکاري چې دغه ناورین په ټولو ولایتونو کې په شاتګ کې دی.

نوموړي په همدې حال کې امریکا تورنه کړې چې پر تهران د بندیزونو د لیرې کولو یو تاریخي فرصت‌یې له لاسه ورکړ.

واشنګټن ټینګار کوي چې درمل او طبي تجهیزات پر ایران د امریکا په بندیزونو کې شامل نه‌دي.

د روانې اوونۍ په سر کې بریتانیا، فرانسې او جرمني د لومړي ځل لپاره له ځانګړو سوداګریزو مېکانیزمونو په استفادې ایران ته طبي تجهیزات واستول، داسې چې پر دې هېواد د امریکا له بندیزونو سرغړونه ونه‌شي.

ایران ته د ډونالد ټرمپ تازه خبرداری

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ایران یا د هغه پلویان په عراق کې پر امریکایي ځواکونو او یا د هغوی پر شتمنیو برید وکړي، لویه بیه به ورکړي.

ډونالد ټرمپ د اپرېل پر لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې وویل چې د معلوماتو او باورونو پر اساس ایران او یا د هغه متحدین په عراق کې پر امریکایي سرتېرو او شتمنیو د برید پلان لري.

ولسمشر ټرمپ زیاتوي: "که دا کار وشي، ایران به ډېره لویه بیه پرې کړي."

دا روښانه نه‌ده چې د ښاغلي ټرمپ هدف به دا وي چې متحده ایالات د داسې یوه پلان په اړه استخباراتي معلومات لري.

تېر کال امریکا په عراق کې د ائتلاف ځواکونو پر مرکزونو او بهرنیو سفارتونو په ځانګړي ډول د امریکا پر سفارت په بریدونو کې ایران پلوه ملېشې تورنې کړې.

د مارچ پر ۱۱مه په عراق کې پر یوه پوځي مرکز راکټي برید وشو، دوه امریکایي او یو بریتانوی سرتېری په‌کې ووژل شول چې ورسره په سیمه کې شخړې ډېرې شوې.

د هغه برید مسؤلیت چا وانه‌خیست، خو امریکا په غبرګون کې پر ایران پلوه کتائب حزب‌الله پر مرکزونو خونړي بریدونه وکړل.

تهران هم ولسمشر ټرمپ ته د خطرناکو اقداماتو پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د بلغاریا پارلمان ټول غړي معاینه کېږي

د بلغاریا پارلمان

د بلغاریا پارلمان ټول غړي د دې لپاره چې معلومه کړي چې د کرونا ویروس لري که نه، معاینه کېږي.

دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د پارلمان یو غړی په کرونا ویروس اخته وپېژندل شو.

د بلغاریا چارواکو ویلي چې د پارلمان ناروغ غړی روغتون ته لېږدول شوی دی.

د دې هېواد د پارلمان د ۲۴۰ نورو غړو معاینه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې کېږي.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون ویلي چې په بلغاریا کې ۱۴۲ کسان په کرونا ویروس اخته دي.

د بین‌الافغاني خبرو پر پیل د ناټو عمومي منشي ټینګار

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عموي منشي ینس سټولټنبرګ نن د اپرېل په لومړۍ، په افغانستان کې له ټولو سیاسي اړخونو او وسله‌والو طالبانو غوښتنه وکړه چې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې تر پېل مخکې خبریالانو ته وویل: "اوسنی وضعیت ډېر پېچلی دی، اوس د دې وخت دی چې طالبان او ټول سیاسي اړخونه خپل رول ولوبوي. ټول باید کار وکړي یوازې د هغوی د تعهد او ډاډ په مټ بین‌الافغاني خبرې پیل کېدلائ شي."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د وېډیو له لارې خبرې کوي.

سټولټنبرګ همداراز وویل چې د دې کال تر دوبي به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ۱۲ زرو ته راکم شي. هغه وویل چې د بهرنیو ځواکونو وتل مشروط کار دی.

صربیا د کوسوو له‌خوا د ۱۰۰ فیصده تعرفې لیرې کول 'جعلي خبر' بولي

د کوسوو او صربیا بیرغونه

د کوسوو حکومت وايي چې د صربیا پر تجارتي مالونو یې ۱۰۰ فیصده تعرفه لیرې کړې، خو د صربیا چارواکو ویلي چې دا فېک‌نیوز یا جعلي خبر دی.

صربیايي چارواکو ادعا کړې چې کوسوو نه‌یوازې دا چې تعرفه‌یې نه‌ده لیرې کړې، بلکې د هغوی د تجارانو لپاره‌یې شرایط لا سخت کړي دي.

د کوسو. صدراعظم البین کورتي پرون د کوسوو په پلازمېنه، پریشتینا کې خبریالانو ته وویل چې د اپرېل له لومړۍ نېټې به ټول هغه مالونه چې له صربیا واردېږي یوازې اسنادو ته اړتیا لري، داسې اسناد چې د کوسوو له اساسي قانون او نورو قوانینو سره برابر وي.

کوسوو له صربیا هم غوښتنه وکړه چې ورته عمل وکړي. هغه وویل چې د تبعیض څخه ستړي دي او غواړي چې صربیا د سیال په توګه مساوي چلند ورسره وکړي.

کوسوو ویلي چې د صربیا پر مالونو سل فیصده تعرفه لیرې کوي، خو په مقابل کې یې له صربیا غواړي چې د هغوی خپلواکي په رسمیت وپېژني.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت تېره اوونۍ پر کوسوو غږ وکړ چې د صربیا پر مالونو لګولې تجارتي تعرفه لیرې کړي.

تاجکستان د ازادي راډیو خبریالانو د کار د اجازې په اړه پرېکړه کوي

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو تاجکي څانګې خبریاله

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت باید نن د اپرېل په لومړۍ نېټه دا زادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکي برخې خبریالانو ته د کار د اجازې ورکولو یا نه‌ورکولو په اړه پرېکړه وکړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر له میاشتې راهیسې، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ۱۸ خبریالانو ته په هغه هېواد کې د کار کولو لپاره د اجازې ورکولو پرېکړه ځنډولې ده.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جیمي فلاي د تاجکستان پر حکومت سخت انتقاد کړی چې د هغو ژرونالېستانو هڅو ته‌یې خنډ پېښ کړی چې هڅه کوي د تاجکستان خلکو ته د کرونا ویروس په اړه معلومات ورکړي.

جیمي فلاي پرون په یوه بیان کې د تاجکستان د حکومت له دې کاره چې په هغه هېواد کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالانو په کار کې لاسوهنه کوي او کار ته‌یې نه‌پرېږدي غصه او مأیوسي څرګنده کړه او پرون‌یې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراج‌الدین مهرالدین ته یو خط ورواستاوه.

جیمي فلاي ویلي چې په تاجکستان کې چارواکي د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له خبریالانو سره خبرې نه‌کوي او هغو غونډو ته‌یې نه‌وربولي چې د کرونا ویروس په اړه روغتیايي معلومات په‌کې شریکېږي؟

له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې 'مېکانیزم' جوړ شو

ارشیف، افغانستان او پاکستان ترمنځ له سوداګریزو توکو ډکې لارۍ

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد او ټرانزیت کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو مېکانیزم جوړ کړ.

دغه مېکانیزم د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا د تېرې ورځې په اختصاصي غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي له لوري وړاندې شو.

ښاغلي احمدي وویل، د دغه مېکانیزم په تطبیق سره له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې برابرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغان سوداګر له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له بلې‌خوا ولسمشر غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت پېشنهادي مېکانیزم تصویب کړ او ويې‌ویل، که په چارو کې د چټکتیا او اسانتیاوو د ایجاد لپاره بودجې ته اړتیا وي، حکومت ورته چمتو دی.

امریکا کې د مړو شمېره له ۴ زرو کسانو واوښته

په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر له ۴۲ زرو اوښتی دی.

په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېره نن چهارشنبه له څلورو زرو کسانو واوښته.

یوه ورځ دمخه امریکایي چارواکو خلکو ته وویل چې د څو "ډېرو دردناکو" اوونیو لپاره تیاری ونیسي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرو په اساس په امریکا کې یو لک او ۹۰ زره کسان کرونا ویروس لري.

په نیویارک ښار کې چې تر نورو سیمو ډېره د کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) ځپلی د ناروغانو د درملنې لپاره په مرکزي پارک او د ټېنس په میدانونو کې موقتي روغتونونه جوړ شوي دي.

د امریکا د عامې روغتیا چارواکو وړاندوینه کړې چې په امریکا کې به په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر دوه لکه او ۴۰ زرو ته ورسېږي.

امریکا په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو د شمېر په لحاظ په لومړي سر کې ده.

دې ویروس په ګرده نړۍ کې تر اته لکه او ۶۰ زره کسان نیولي او د مړو شمېر له ۴۲ زرو اوښتی دی.

ډېر مړي په ایټالیا کې دي چې هلته‌یې شمېر ۱۲ نیمو زرو ته رسېدلی، ورپسې په اسپانیا کې اته نیم زره خلک د کرونا ویروس مړه کړي.

چین کې یو ځل بیا کرونا ویروس په زیاتېدو دی

یو روغتیایي کارکوونکی له یوه کس څخه نمونه اخلي چې د کرونا ویروس لپاره ازمویل کېږي.

چین د سې شنبې په ورځ د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړ.

تر دې مخکې څلور ورځې سر په سر د کرونا مثبتې پېښې په دغه هېواد کې په کمېدو وې.

پیکېنګ دا خبر په داسې وخت کې ورکړی دی چې په نوره نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په زیاتېدو دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې تر بل هر هېواد د کرونا مثبتې پېښې اوس زیاتې دي. په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې تر ۱۷۵۰۰۰ واوښتې او د پرونیو شمېرو له مخې د دې ناروغۍ د قربانیانو شمېر په متحده ایالاتو کې ۳۱۷۰ ته ورسېد.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون پرون د کرونا د نویو ۴۸ پېښو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې دا هغه کسان دي چې له بهره چین ته راغلي دي.

دغه کمېسیون په خپل راپور کې په ووهان کې په هغه ښار کې چې د لومړي ځل لپاره کرونا ناروغي پیدا شوې ده د یوه کس د مړینې خبر ورکړ، خو وایي چې دا ښار چې پخوا بند و اوس پرانیستل شوی دی.

څېړونکي د چین د دغو راپورونو په برخه کې شک لري، ځکه چې په دغه هېواد کې سیمه‌ییزې رسنۍ سختې سانسورېږي.

د امریکا متحده ایالات له اوږدې مودې راهیسې چین کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او تلفاتو په اړه شک څرګندوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG