په کابل کې د معلولو لوبغاړو د ویلچر باسکټبال یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان د معلولینو فدراسیون رئیس کبیر خوشبین نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۶ لوبغاړو ګډون کړی وو.
نوموړي وویل، چې دغه لوبې د لوبغاړو د روزلو او پیاوړتیا په هدف ترسره شوي دي.