خبرونه
سعودي کې د کرونا ویروس له ویرې نندارچیان لوبغالو ته نه ځي
په سعودي عربستان کې کرونا ویروس د خپرېدو له امله ټولې ورزشي لوبې له نندارچیانو پرته ترسره کېږي.
د عربستان د الریاضیه ورځپاڼې د راپور پربننسټ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف پرېکړه شوې چې لوبې له ننداچیانو پرته ترسره شي.
د راپورونو پر بنسټ د سعودي عربستان ورزش وزارت د فوټبال غوره لیک ته هم خپله پرېکړه اورولې او تمه ده چې د لسو ورځو په اوږدو کې خلکو ته د ټکټ پیسې هم بېرته ورکړل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ترمپ: له ایران سره په جګړه کې د امریکا هدف بشپړه بری دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن ښار کې د امریکا د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مراسمو کې وویل، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د «بشپړې سوبې» غوښتونکې ده.
ټرمپ زیاته کړه، د امریکا د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو بیارغونه ښايي ۲۵ کاله وخت ونیسي. هغه همداراز وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له ۱۹۷۹ کال راهیسې له امریکا سره په جګړه کې دی.
ټرمپ په وروستیو ورځو کې پر ایران د پراخو پوځي بریدونو پر ځای د سمندري کلابندۍ او اقتصادي فشارونو دوام غوره بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه فشارونه اغېزمن بللي دي.
په همدې حال کې، په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور پیاوړی شوی او قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د «نه جګړې، نه سولې» د وضعیت دوام د کښتۍ چلونې، د انرژۍ د تولید او د سیمې د زیربناوو د بیارغونې پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي.
د ایران د بندرونو سمندري کلابندي د چنګاښ له ۲۳مې او له اقتصادي پلوه د دغه هېواد د «ځپلو» عملیات د وږي له درېیمې راهیسې روان دي. د دغو اقداماتو هدف د ایران د تېلو د صادراتو او مالي سرچینو محدودول دي.
د عراق پارلمان د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق ادعا څېړي
د عراق پارلمان د هغو استخباراتي راپورونو د څېړلو لپاره لنډمهاله کمېټه جوړه کړې چې له مخې یې د کرکوک او کوردستان سیمې تېل د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.
عرافي رسنیو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پارلمان رئیس هیبت الحلبوسي د امنیتي ادارو او د تېلو وزارت د کړنو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پاتې راتګ اندېښنه ښودلې ده.
عراقي چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې څومره تېل قاچاق شوي، څوک په کې ښکېل دي او ایا افغانستان ته رسېدلي دي که نه. په دې تړاو د کوردستان سیمهییز حکومت او کوم ځانګړي چارواکي یا شرکتونه هم په رسمي ډول نه دي تورن شوي.
په کوهاټ کې د پولیسو پر کاروان برید؛ ۱۰ پولیس او ۱۸ وسلهوال وژل شوي
د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د سرو زرو د ناقانونه ایستلو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو پر کاروان د وسلهوالو په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د نښتو په ترڅ کې ۱۸ وسلهوال هم وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د یوه سیمهییز جګپوړي اداري چارواکي له قوله راپور ورکړی چې بریدګرو د پولیسو دوه موټر سوځولي او د پولیسو دوه نور موټرونه یې له یوه شخصي موټر سره تښتولي دي.
د پاکستان پولیسو ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د ګمبت په سیمه کې د پولیسو پر کاروان په ګډون د څو بریدونو مسوولیت منلی دی. پولیسو همداراز ویلي چې په یوه جلا پېښه کې د اورکزو په سیمه کې د دې ډلې ۱۰ غړي وژل شوي دي.
خپلواکو سرچینو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
قالیباف: امریکا ته مو روښانه ځواب ورکړی، خو واشنګټن لا رسمي ځواب نه دی رالېږلی
د ایران د پارلمان رئیس او د دغه هېواد د مرکچي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف وايي، تهران امریکا ته روښانه او څرګند ځواب ورکړی، خو واشنګټن لا هم په دې اړه رسمي او مشخص ځواب نه دی وړاندې کړی.
قالیباف د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۲۰مه، له الجزیرې تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل او له امریکا سره د خبرو اترو بیا پیل د ایران د شرطونو منلو ته د واشنګټن په چمتووالي پورې تړلي دي.
د ازادي راډیو د ایران څانګې د راپور له مخې، قالیباف د تهران او واشنګټن ترمنځ بېباوري او د ده په وینا، د امریکا له خوا د «زیاتو غوښتنو مطرح کول» د هوکړې پر وړاندې خنډونه بللي دي. خو نوموړي ویلي، که امریکا پخوانیو هوکړو ته ژمنه پاتې شي، نو یوې موافقې ته رسېدل شوني دي.
قالیباف دا ادعا هم کړې چې امریکا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې له ایران سره د مستقیمو خبرو د اسانتیا لپاره منځګړیتوب وکړي.
د ایران حکومت وايي، ښايي په ټولو ولایتونو کې د ګازو پرچاوي پیل کړي
د ایران حکومت خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله د ګازو د پروسس د تاسیساتو د زیانمنېدو له کبله ښايي په راتلونکي ژمي کې په دغه هېواد کې د ګازو کمښت نور هم زیات شي او ان تهران هم د ګازو له پرچاوۍ سره مخ شي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، که د ګازو مصرف لوړ وي، د پلازمېنې تهران په ګډون په ټول هېواد کې د ګاز رسولو بهیر بندېدی شي.
د نوموړې په وینا، تمه ده چې سږ کال په ایران کې د ګازو کمښت ۴۳۰ میلیون متر مکعب ته ورسېږي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دا کچه شاوخوا ۳۰۰ میلیون متر مکعب وه. د ایران د ګازو ملي شرکت وايي، د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د ګازو د پروسس څلور تاسیسات زیانمن شوي دي.
دغه شرکت خبرداری ورکړی چې د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه ۱۱ به په ژمي کې د ګازو له کمښت سره مخ شي. ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د ګازو مصرف لس سلنه راکم کړي.
یونسکو: پر زدهکړو بندیز افغانستان د مسلکي کادرونو له یوه نسله بېبرخې کوي
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز دوام وکړي، دغه هېواد به د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له یوه بشپړ نسله بېبرخې شي.
د یونسکو د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان امریکا غږ ته ویلي چې افغانستان د زدهکړو د یوه بل نسل د له لاسه ورکولو توان نهلري او لازمه ده چې نجونې او ښځې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ومومي.
د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د راپور له مخې، اوسمهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته نهده شامله شوې.
جابریان ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل باید لومړیتوب وي، ځکه د زدهکړو بدیلې لارې د رسمي ښوونځیو ځای نهشي نیولی.
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله د اسیا جام نیمه پایلوبې ته ورسېده
د بنګلهدېش او پاکستان او د افغانستان او هند تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د اسیايي جام د ۱۹ کلونو جام په نیمه پایلوبه کې مخامخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې د بنګلهدېش او پاکستان لوبډلې سبا لومړۍ نیمه پایلوبه وکړي.
دوهمه نیمه پایلوبه به د افغانستان او هند ترمنځ د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) وي.
افغانستان د «بي» ګروپ د جدول د لومړي ټیم په توګه او پاکستان د «اې» ګروپ د لومړي ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وتلي دي.
افغانستان په دې سیالیو کې د خپل ګروپ درې واړو لوبډلو ته په لوی توپیر ماتې ورکړې ده.
له بلې خوا په پام کې ده چې د افغانستان او زېمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ په شارجه کې پیل شي.
د دوی لومړۍ ټېسټ لوبه د دوشنبې په ورځ بېنتیجې پای ته ورسېده.
له لیبیا څخه ۲۲ افغان بندیان خوشې او خپل هېواد ته ستانه شوي
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس پرون (چهارشنبه) وویل، په لیبیا کې لږ تر لږه ۲۲ افغان بندیان د قاهرې په ښار کې د طالبانو د سفارت په همکارۍ خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، هڅې روانې دي چې په لیبیا کې نور نیول شوي افغانان هم خوشې شي، خو د طالبانو چارواکو د خوشې شویو کسانو هویت او په دغه هېواد کې د پاتې افغان بندیانو شمېر نهدی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا ختیځې ادارې د اکټوبر په ۲۸مه د افغانانو او ایرانیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د هغو کسانو د ایستلو اعلانیې وکړ چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په لیبیا کې کډوال له خپلسرو نیونو، شکنجې، انساني قاچاق او نورو جدي سرغړونو سره مخ دي.
رحمت شاه د ټېسټ کرکټ د توپوهونکو د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته ورسېد
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربهکار توپوهونکی رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په تازه درجهبندۍ کې په لومړي ځل د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته داخل شوی دی.
رحمت شاه د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دوو ټېسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې.
نوموړي په دې لوبه کې خپله پنځمه ټېسټ سلیزه ووهله.
دغه لوبه د دواړو لوبډلو د لوړو منډو له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.
د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر د ۱۱مې د تازه درجهبندۍ له مخې، رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.
د ایران پر فعالیتونو د «جي۷» ډلې اندېښنه
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (جي۷) د ایران د حکومت له لوري د غړو هېوادونو په خاوره کې د تاوتریخوالي د پلان شویو فعالیتونو په تړاو «سخته اندېښنه» څرګنده کړې ده.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د بریتانیا د هغو ارزونو ملاتړ شوی چې ایرانیې د سپټمبر په ۲۷مه د دغه هېواد د فېرفورډ پوځي هوايي اډې له پېښې سره تړلی بولي.
تهران په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
«جي۷» ډلې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د ایران او شمالي کوریا پوځي مرستې هم غندلي او له تهرانیې غوښتي چې په سیمه کې د وسلهوالو ډلو ملاتړ ودروي او د خپل اټمي پروګرام په اړه د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.
دې ډلې همداراز د هرمز تنګي له لارې د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډولو او پر ملکي بېړیو د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د اوکراین لپارهیې د ۲۰۲۷ کال او تر هغه وروسته د اوږدمهالو مالي مرستو پر برابرولو ټینګار کړی دی.