د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک شو

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.​​

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

۱۷:۳۶ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دوحه کې د وینا پر مهال: د افغانستان راتلونکې د دغه هېواد په خلکو پورې تړلې، افغانان د سوله‌ییز ژوند حق‌دار دي.

۱۷:۲۹ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول مشروط او په شرایطو پورې تړلی دی، امریکا به له افغانستان سره خپله دوامداره اړیکه وساتي.

۱۷:۱۱ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني: زموږ پلاوی به ټول شموله وي، ټول ولس دایمي اوربند او سولې ته سترګې په لار دي. د امریکا او طالبانو د هوکړې ټول موارد مشروط دي.

۱۷:۰۶ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني: نن ګډه اعلامیه خپروو، د دغې اعلامیې په خپرولو سره به په افغانستان کې سولې ته لار اواره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG