نړۍ
امریکا د کتائب حزبالله ډلې مشر یو نړیوال ترورېست ونوماوه
د امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د ایران ملاتړې د کتائب حزبالله ډلې مشر د یوه نړیوال ترورېست په توګه ونوماوه.
دغې ډلې په دې وروستیو کې په عراق کې دېره پر امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو د یو شمېر حملو مسؤلیت اخیستی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې متحده ایالات د دغې ډلې د وسلهوالې څانګې مشر احمد الحمیداوي د ځانګړو نړیوالو ترورېستانو په فهرست کې شامل کړ.
د دغه اقدام له مخې په امریکا کې د هغه شتمني، که وي، کنګل کېږي او ورسره مالي راکړه ورکړه جرم ګڼل کېږي.
د کتائب حزبالله ډله په ۲۰۰۹ م کال یوه ترورېستي ډله نومول شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن د اوکتوبر ۷ پراسراییل د حماس د برید دریمه کلیزه، په اسراییل کې د یادغونډو په جوړولو سره لمانځل کیږي
اسرائیل د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه، د حماس د اکتوبر د اوومې د برید دریمه کلیزه د یاد غونډو په جوړولو سره ونمانځله.
د قربانیانو کورنیو په چوپتیا کې د وژل شویو کسانو یاد ته درناوی وکړ، او ځینو نورو د خپلو عزیزانو د خوښې موسیقۍ په غږولو سره د هغوی یاد تازه کړ.
حماس چې د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ پراسراییل برید وکړچې په نتیجه کې یې په اسراییل کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۱ کسان غزې ته یرغمل یووړل شول. له دغه برید وروسته اسرائیل پر غزې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. په غزه کې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، د اسرائیل په بریدونو کې تر ۷۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په اسراییل کې د دغه برید د دریمې کلیزې د یاد له مراسمو سره په یوه وخت، اسراییل پرغزې تازه بریدونه کړي دي. په غزه کې چارواکي وايي، د شپې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د راپورله مخې د اکتوبر د اوومې د برید د قربانیانو درېیمه کلیزه داسې مهال نمانځل کېږي چې اسرائیل پارلماني ټاکنو ته نږدې شوی او په تېرو درېیو کلونو کې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو کړنې د انتخاباتي سیالیو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
روبیو: آیسلنډ د شمالي امریکا او اروپا په امنیت کې مهم ځای لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن غواړي په ارکتیک یا شمالي قطبي سیمه کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا سیالان او مخالفان لا له وړاندې په دې ستراتیژیکه سیمه کې خپل فعالیتونه پراخوي.
روبیو د ناټو درېیو متحدو هېوادونو ته د سفر په لومړي پړاو کې، د آیسلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې تورګردور کاترین ګونارسدوتیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، آیسلنډ د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله د شمالي امریکا او اروپا په دفاع او امنیت کې مهم ځای لري.
روبیو دا سفر داسې مهال پیل کړی چې د شمالي قطب په سیمه کې د روسیې پوځي او پټ فعالیتونو او هلته د چین مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
روبیو وویل: "آیسلنډ زموږ د ګډې سیمې د امنیت او دفاع په تړاو د ډېرو مهمو مسئلو په مرکز کې دی."
هغه زیاته کړه: " ګواښونه مخ په زیاتېدو دي، له همدې امله په ټوله کې ارکتیک او په ځانګړي ډول آیسلنډ ته پاملرنه خورا مهمه ده."
د امریکا مرستیال ولسمشر: ایران باید د یورانیمو د غني کولو وړتیا د پام وړ راکمه کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس وايي، د ایران حکومت باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا د پام وړ راکمه کړي. هغه ټینګاروکړچې امریکا له ایران سره په خبرو کې یوازې په ژمنو بسنه نه کوي، بلکې له تهران څخه د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.
ونس له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په سهار د تلې پر ۱۵مه خپره شوه، وویل چې امریکا د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په تماس او خبرو کې ده. خو د هغه په وینا، واشنګټن ته لا روښانه نه ده چې دغه دوه ایراني چارواکي د ایران د واک په اوسني جوړښت کې تر کومې کچې د پرېکړو واک لري.
د ونس دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تهران او واشنګټن په وروستیو اوونیو کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره یو بل ته وړاندیزونه کړي دي. خو دواړه لوري لا هم د خبرو د چوکاټ او د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافونه لري.
د کاسوو پارلمان نن نوې ولسمشره وټاکله
د کاسوو پارلمان جسټینا شیروکا پولا د دغه هېواد د نوې ولسمشرې په توګه وټاکله او په دې سره یې د یوه نوي سیاسي کړکېچ او له وخت مخکې انتخاباتو مخه ونیوله.
شیروکا پولا د چهارشنبې په سهار په پارلمان کې د پټې رایې اچونې په لومړي پړاو کې ۸۱ رایې ترلاسه کړې. د ۱۲۰ کسیز پارلمان له خوا د ولسمشر د ټاکلو لپاره لږ تر لږه ۸۰ رایو ته اړتیا وه.
رایه اچونه د ولسمشر د ټاکلو د قانوني ضربالاجل له پای ته رسېدو یوازې شپږ دقیقې مخکې پیل شوه. که پارلمان پر وخت د نوي ولسمشر په ټاکلو نه وای بریالی شوی، پارلمان به منحل او له وخت مخکې انتخابات به ترسره شوي وای.
دا ټاکنه وروسته له هغې ممکنه شوه چې په وروستۍ شېبه یوه سیاسي هوکړه وشوه. د دې هوکړې یوه مهمه برخه په هاګ کې د کاسوو د جګړې د جرمونو د ځانګړې محکمې د واکونو د محدودولو لپاره د قانوني بدلونونو تصویب و.
د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان د توغندیو او ډرون بریدونه کړي
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د یمن د حوثیانو یو بالستیک توغندی یې چې د ریاض پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی.
حوثیانو ویلي چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط د کینګ خالد هوايي اډه یې په توغندیو او ډرونونو ویشتلي دي.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. د فرانسپرس خبري اژانس د سرچینو په وینا، یوازې په یوه ورځ کې د دواړو خواوو تر ۲۷۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.
د جګړې د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د عمران خان پلویانو ته د پاکستان د صدراعظم خبرداری
د پاکستان د پخواني او زنداني صدراعظم عمران خان پلویانو د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له شمال لوېدیځ څخه د اسلاماباد پر لور خپل لاریون پیل کړ او د هغه د خوشې کېدو غوښتنهیې وکړه.
دا لاریون وروسته له هغه پیل شو چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او حکومتي چارواکو ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د عمران خان د خوشې کېدو په هدف څو پړاو خبرې بېنتیجې پای ته ورسېدې.
شهباز شریف خبرداری ورکړ چې د اعتراضونو دوام د هېواد اقتصاد ته زیان رسولای شي او زیاتهیې کړه چې حکومت د خلکو د سر او مال د خوندیتوب مسؤلیت لري.
پاکستاني چارواکي له څو اوونیو راهیسې اسلاماباد ته د معترضانو د احتمالي ننوتلو لپاره چمتووالی نیسي.
عمران خان چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په زندان کې دی، پرې د فساد په ګډون یو شمېر تورونه لګول شوي چې ده او حقوقي ډلې یې رد کړي او هغهیې سیاسي انګېزه بللي دي.
د م. م سرمنشي اسلاماباد ته سفر کې د منځني ختیځ د جګړې د پای غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ګوترېش د سې شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» په اسلاماباد کې خبریالانو ته وویل: "موږ یوازې هیله کولای شو چې د پاکستان هڅې دوام وکړي، بریالۍ شي او په پای کې په منځني ختیځ کې سوله ټینګه شي."
پاکستان په جون میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ په هغې هوکړه کې د منځګړي رول لوبولی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځیې جګړه ودروله.
ګوترېش زیاته کړه: "غواړم ټولو خواوو ته روښانه پیغام ورکړم: جګړه پای ته ورسوئ، ډیپلوماسۍ ته مخه کړئ او د نړیوالو قوانینو له مخې د سمندري تګ راتګ حقونه او ازادۍ په بشپړ ډول بېرته تأمین کړئ."
دغه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له لوري په بریدونو سره پیل شوه، په ټپه درېدلي حالت کې ده.
په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې د ځینو پېښو په تړاو ایران او امریکا د یو بل پر اهدافو د بریدونو راپورونه ورکړي دي.
د فزیک د نوبل جایزه بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن وګټله
بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن د ۲۰۲۶ کال د فزیک د نوبل جایزه وګټله.
د نوبل جایزې د غوراوي کمېټې د سې شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» وویل چې نوموړي دا جایزه د داسې یوه څارونکي مرکز د جوړولو لپاره ترلاسه کړه چې په کایناتو کې د نیوټرینو په نوم د ډېرې لوړې انرژۍ لرونکي واړه ذرات کشفوي او د هغوی د رامنځته کېدو سرچینه معلوموي.
۸۲ کلن هالزن وموندله چې د جنوبي قطب له پاکو او ژورو یخونو څخه د دغو ذراتو د موندلو او څارلو لپاره کار اخیستل کېدای شي.
نیوټرینو ته کله ناکله "اروايي ذرات" هم ویل کېږي، ځکه دا ذرات له ځمکې او حتی د انسان له بدن څخه داسې تېرېږي چې تقریباً هېڅ نښه نهپرېږدي او ډېر کم له نورو موادو سره ټکر یا تعامل کوي.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ ویلي چې د هالزن څېړنو "د کاینات پوهنې یوې نوې بڼې" ته لاره هواره کړې ده.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د طب د نوبل جایزه د امریکا او جرمني درېیو ساینسپوهانو ته د اپټوژنېټیک په برخه کې د هغوی د څېړنو له امله ورکړل شوه.
اپټوژنېټیک هغه تخنیک دی چې د عصبي سېګنالونو د کنټرول لپاره پهکې له رڼا څخه کار اخیستل کېږي.
د نوبل نورې، د کیمیا جایزه به د چهارشنبې او د ادبیاتو د پنجشنبې په ورځو او د نوبل د سولې جایزې ګټونکی به د جمعې په ورځ اعلان شي.
د نوبل د جایزې ګټونکي به د ډسمبر په ۱۰مه په رسمي مراسمو کې خپلې جایزې ترلاسه کړي.
په هره جایزه کې یو ډیپلوم، د سرو زرو مډال او ۱۲ میلیونه سویډني کرون چې شاوخوا ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، شامل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی او تمه ده هلته له لوړپوړو پاکستان چارواکو سره وګوري.
ښاغلی ګوتیریش داسې وخت پاکستان ته تللی چې دا هېواد له یو لړ سیاسي او ټولنیزو فشارونو سره مخ دی.
د پخواني بندي صدراعظم عمران خان لسګونه زرګونه پلویانو مظاهره پیل کړي او اسلام اباد ته روان دي.
اخوا بیا پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه کړې او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو پرلپسې غوښتنې له پامه غورځولي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۶۶ زره افغانان له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي دي.
د امریکا ولسمشر د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنل سه شنبه وختي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پخواني امریکایي پوځي ندال حسن په ۲۰۰۹ کال کې د ټکزاس په فورټ هوډ کې دیارلس پوځیان په ډزو ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.
پرنیل وویل چې د امریکا د دفاع وزیر (جګړې وزیر) پيټ هګسټ په وړاندیز ولسمشر ټرمپ د ندال د اعدام لپاره د ډزو ډلګیو د کارونې امر ورکړ.
د امریکا دفاع وزیر به د ندال حسن د اعدام وخت او ځای ټاکي.
د راپورونو له مخې ندال حسن په عراق او افغانستان د امریکا د بریدونو مخالفه و او د شان پرنیل په خبره د ۱۳ امریکایي پوځیانو د وژنې پر وخت یې د «الله اکبر» نارې وهلې.
په امریکا کې وروستۍ څو لسیزې د ډزو د ډلګیو په وسیله اعدامونه ډېره مخینه نه لري.