د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

لاس انجلس ټایمز: ډونالد ټرمپ د امریکايي سرتېرو د ورستنولو په پروګرام قمار وهي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي ډونالد ټرمپ د امریکا تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې کور ته د یو شمېر امریکايي سرتېرو د ورستنولو په پروګرام قمار وهي.

د ورځپاڼې په لیکنه ټرمپ د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د موافقې پرېکړه کړې، خو د لیکوال په باور له شنبې د تاوتریخوالي د کمښت پیل شوې پروسه له داسې موانعو ډکه ده چې کړکېچ د پای ته رسولو پر ځای لا اوږدولای شي.

په دوام کې راغلي له دې چې طالبان د اوربند مخالف و د تاوتریخوالي د کمښت پروسه پيل شوه.

له دې سره سره که چېرته د تاوتریخوالي د کمښت پروسه کامیابه وارزول شي امریکا او طالبان به راتلونکې شنبه یعنې د فبرورۍ په ۲۹مه تړون لاسلیک کړي.

لاس انجلس ټایمز لیکلي په راتلونکي پړاو کې لويې موانع شته چې پروسه لا پېچلې کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه د خبرو مېز ته له افغان حکومت او نورو کورنیو خواوو سره د طالبانو راوستل یوه لویه ننګونه یادېږي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې له امریکا سره تر تړون وروسته به د افغانستان له یوه پلاوي سره چې ټولې خواوې په‌کې وي، خبرې وکړي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) یوه پخواني افسر په حواله لاس انجلس ټایمز لیکلي چې ډونالد ټرمپ جداً غواړي په انتخاباتو کې بریالی شي، نو ځکه هوډ لري چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

ځیني منتقدین باورمن دي چې ټرمپ غواړي د امریکا په انتخاباتو کې خپله بریا تضمین کړي او له افغانستانه پوځیان وروبولي، خو د دوی په باور دا کار د ترورېزم ضد ډلو په وړاندې عملیات او د مدني حقونو مبارزه له ناکامۍ سره مخ کوي.

  • سټارز اېند سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي وروسته له هغه چې په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړۍ مثبته پېښه تأیید شوه امریکايي ځواکونه دا وضعه له نږدې څاري.

ورځپاڼې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت یوې اعلامیې ته اشاره کړې چې لیکلي یې دي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو روغتیا او خوندیتوب د دوی یو اصلي لومړیتوب دی.

په مقاله کې لیکل شوي چې ناټو د ناروغیو د مخنیوي د لارښوونو په تطبیق سره د خپلو عسکرو د فعاله پاتې کېدو په اړه ځان ډاډمنوي څو وکولای شي له خپلو افغان ملګرو سره چې د وایروس د مخنیوي هڅه کوي همکاري وکړي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز دوشنبه د هغو څېړنو نتیجه خپره کړه چې په کرونا وایروس د اخته درېیو مشکوکو کسانو د وینې په سمپلونو شوې وه.

هغه تأیید کړه له دې ډلې یو کس چې د ایران له قُم د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات ته راغلی و په کرونا وایروس اخته دی.

سټارز اېنډ سټرایپس امریکايي ورځپاڼه چې اکثر په پوځي مسایلو تمرکز کوي په دې مقاله کې لیکلي چې په هرات کې د ناټو ځواکونو یوه اډه موجوده ده چې په‌کې ایټالویان او د نورو هېوادونو عسکر مېشت دي.

د مقالې له مخې د ناټو ګڼ شمېر پوځیان د افغانستان په ختیځ او لوېدیځ کې دېره دي.

امریکايي ځواکونو په سیمه کې له هغې ډلې په بحرین کې هم له کرونا وایروس د خپلو عسکرو د خوندیتوب لپاره ځینې سپارښتنې په پام کې نیولې دي.

د سیمې ځینو دغو هېوادونو ته کرونا وایروس له ایران انتقال شوی چېرته چې د راپورونو په اساس تر دوشنبې ۵۰ کسان مړه شوي که څه هم ایراني چارواکي یوازې د ۱۲ کسانو مړینه تأیید کړه.

په قُم کې چې نږدې ټول وژل شوي هلته دي د خلکو یوه استازي ویلي د ۴۰ مړو شویو کسانو نومونه‌یې روغتیا وزارت ته سپارلي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې د ایران قُم ته ښايي کرونا وایروس د هغو چینايي کارګرو له لارې انتقال شوی وي چې هلته د سولر انرژۍ له یوه شرکت سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG