د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

لیونل مسي د ۲۰۱۹ میلادي کال د غوره ورزشکار جایزه ګټلې


لیونل مسي
لیونل مسي

د بارسلونا کلب او ارجنټاین هېواد د فوټبال ملي لوبډلې تکړه فوټبالر او لوبډلمشر لیونل مسي د ۲۰۱۹ میلادي کال د غوره ورزشکار جایزه وګټله.

دا جایزه د لاروس په نوم یادېږي.

لیونل مسي تېره شپه د دې جایزې له ترلاسه کولو وروسته رسنیو ته وویل خوشحاله دی چې د لومړي ځل لپاره دا جایزه‌یې ترلاسه کړه.

د لاروس دا جایزه تېر کال د نوواک جوکویچ په نوم یوه تکړه او نړیوال ټېنس لوبغاړي ته ورکړل شوې وه.

لیونل مسي تېر ۲۰۱۹ میلادي کال خورا په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.

هغه په تېر کال کي وتوانېد چې شپږم د سرو زرو توپ او شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG