د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله.

غني ګټونکی اعلان شو، عبدالله جلا حکومت جوړوي

دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل: "محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړي او د افغانستان د راتلونکي جمهور رئیس په توګه اعلان شو."

د مېرمن نورستانۍ په خبره عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دوهم او ګلبدین حکمتیار د ۳،۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په درېیم ځای کې راغلي دي.

۲۱:۲۸ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډ ولسمشرۍ ټاکنو باورلیک ترلاسه کړ.

ښاغلي غني دغه باورلیک چهارشنبه ماښام «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۳۰» په ټاکنو کمېسیون کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دغه کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ له‌خوا ترلاسه کړ.

ښاغلي غني په دغې غونډه کې له ټولو هغو کسانو چې د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې ګډون کړی وو مننه وکړه او ویې‌ویل د خلکو خدمت ته ژمن دي.

ولسمشر غني د باورلیک ترلاسه کولو غونډې ته د وینا پر مهال.
ولسمشر غني د باورلیک ترلاسه کولو غونډې ته د وینا پر مهال.

ښاغلي غني زیاته کړه: "نه وېش ته راغلي یو نه د تصفیې لپاره، خلکو ته د خدمت لپاره ژمن یو."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په دغې غونډه کې وویل چې "ولسمشرۍ ټاکنې یې په سختو شرایطو او د اساسي قانون او انتخاباتي قانون په چوکاټ کې ترسره کړې دي".

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ ولسمشر غني ته د باورلیک ورکولو غونډې ته د وینا پر مهال.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ ولسمشر غني ته د باورلیک ورکولو غونډې ته د وینا پر مهال.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې له نږدې ۵ میاشتو ځنډ وروسته اعلان کړې.

دغه کمېسیون محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی او د افغانستان "منتخب ولسمشر" اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلان پر بنسټ د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دوهم او د "سولې او اسلامي عدالت" ډلې مشر ګلبدین حکمتیار په درېیم ځای کې راغلي دي.

ولسمشر غني ته د باورلیک ورکولو غونډه.
ولسمشر غني ته د باورلیک ورکولو غونډه.

خو د ولسمشر غني سیال عبدالله عبدالله دا اعلان ناقانونه وباله او د یوه "ټول‌شموله حکومت" د جوړولو اعلان‌یې وکړ.

۱۷:۰۲ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو په برخه کې د عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ وکړ.

ښاغلي دوستم په جوزجان کې یوې غونډې ته وویل، د ټاکنو وروستۍ پایلې چې ترڅ کې یې محمد اشرف غني بریالی اعلان شوی، په رسمیت نه‌پېژني.

هغه زیاته کړه: "زه ستاسې د مشر په توګه، په ټول زړه او ځان د ډاکتر عبدالله د بېګاني اعلان ملاتړ کوم، موږ د ټاکنو تقلبي اعلان چې ټاکنیزه کودتا یې بولي، په رسمیت نه‌پېژنو."

عبدالرشید دوستم له دې وړاندې خبرداری ورکړی و که ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړي، دی به شمال کې موازې حکومت رامنځته کړي.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله تېره شپه اعلان وکړ چې د دوی ټیم د ټاکنو ګټونکی دی.

دغو دریځونو له خلکو سره اندېښنې هم پيدا کړې دي.

۱۷:۰۲ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸

ارګ: له دې وروسته د اجرائیه ریاست په نوم جوړښت نه‌شته

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د ممنوع‌الخروجۍ په برخه کې د عبدالله عبدالله حکم له نافذه قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د چارواکو د ممنوع‌الخروجۍ واک یوازې لویې څارنوالۍ سره دی.

ښاغلی صدیقي وایي، اوس هېواد منتخب ولسمشر لري او له دې وروسته د اجرائیه ریاست په نوم کوم جوړښت نه‌شته.

هغه زیاته کړه: "د محمد اشرف غني د ټاکنو تګلاره او ژمنه همدا وه چې د ملي یووالي حکومت جوړښت به دوام نه‌کوي، خلکو هم په همدې هدف ښاغلي غني ته رایه ورکړه، پرون رسماً د ټاکنو بهیر پای ته ورسېد، منتخب ولسمشر وټاکل شو، طبعاً چې نور به اجرائيه ریاست موجود نه‌وي."

صدیقي وایي، ټاکل شوې محمد اشرف غني په څو ساعتونو کې د ټاکنو کمېسیون له‌خوا وثیقه ترلاسه کړي.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله پرون وویل چې د محمد اشرف غني بریا نه‌مني او د خپل ټيم د بریا اعلان‌یې کړی دی.

ښاغلي عبدالله په یوه حکم کې د ټاکنو کمېسیون ټول کمېشنران او د دارالانشا مشران ممنوع‌الخروج کړي او له کورنیو چارو وزارت نه‌یې د دې امر د پلي کولو غوښتنه کړې.

۱۲:۴۱ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸

د ملي یووالي حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله چې ټاکنو کې نه دی بریالی شوی، د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران، غړي او د دارالانشا رییسان ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

ښاغلي عبدالله په یوه لیکلي حکم کې له کورنیو چارو وزارته غوښتي چې دغو کسانو ته د سفر اجازه ورنه کړي او کنه هر ډول غفلت به یې له بل قانوني اقدام سره مخ شي.

کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي عبدالله پرون وروسته تر دې چې ټاکنو کمېسیون د ده سر سخته سیال محمد اشرف غني منتخب ولسمشر اعلان کړ، د ټاکنو پایله رد او د خپل ټیم د بریا اعلان یې وکړ.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسئولینو له دې وړاندې ویلي، خپلې پرېکړې د نافذه قوانینو او د خلکو د رایو پر بنسټ کوي او د هېچا تر فشار لاندې نه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG