د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ایا د افغان سولې په اړه اسلام‌اباد او کابل تر اوسه پر یو بل بې‌باوره دي؟


(ښی-کین) د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه یوې غونډه کې د ګډون پر مهال.
(ښی-کین) د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه یوې غونډه کې د ګډون پر مهال.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي تر هغو چې طالبان په پاکستان کې خوندي پټن‌‌ځایونه ولري او د افغان کډوالو له کمپونو د جلب‌وجذب لپاره کار واخلي، افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی.

خو د پاکستان صدراعظم عمران خان ټینګار کوي چې هېواد یې نور د سخت دریځو پناه ځای نه‌دی او اداره‌یې بشپړ د افغان سولې ملاتړ کوي.

عمران خان دغه‌راز وویل چې که وضعیت پخوا هر ډول وو، خو اوس دی ویلی شي چې یوازنی شی چې اداره‌یې غواړي هغه په افغانستان کې سوله ده.

دواړو مشرانو دغه څرګندونې نن په اسلام‌اباد کې په هغه نړیوال کنفرانس کې وکړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د ۴۰ کلنۍ په مناسبت جوړ شوی دی.

په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز له مرستیال مشر حکمت اعظمي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې د پاکستان صدراعظم د دې هېواد په خاوره کې د سخت دریځود پناه‌ځایونو خبره ردوي، خو د افغان ولسمشر دوهم مرستیال بیا تور پورې کوي چې اسلام‌اباد تر اوسه د طالبانو له ملاتړه لاس نه‌دی اخیستی، ایا د دواړو جګپوړو چارواکو دغه څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې د افغان سولې په اړه اسلام‌اباد او کابل تر اوسه پر یو بل بې‌باوره دي؟

ښاغلي اعظمي په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG