د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

شنونکي په مهمو غونډو کې د امرالله صالح ګډون سیاسي مانور بولي


د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم مرستیال امرالله صالح
د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم مرستیال امرالله صالح

د ولسي جرګې ځينې غړي او د سیاسي چارو یو شمېر پوهان مونیخ امنیتي غونډه کې د ولسمشر غنې تر څنګ د امرالله صالح ګډون دهغه استخباراتي شالید او د سیالو ټاکنیزو ډلو پر وړاندې سیاسي مانور ګڼي.

د مونیخ امینتي غونډه کې د ولسمشر غنې تر څنګ د دولت ساز ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال شتون د یو شمېر سیاسي شنونکو او د ولسي جرګې د ځینو غړو تر منځ پوښتنې را پیدا کړي دي.

د ولسي جرګې ځیني غړي په دې باور دي چې ولسمشر غنې مونیخ غونډه کې د امرالله صالح په ګډون سیالو ټاکنیزو ډلو ته خپل سیاسي مانور وښود او د صالح ګډون د دې ښکاروندوي کوي چې قومي انډول برابر دی او دغه شان د هغه له استخباراتي تجربو استفاده کوي.

محمد عارف رحماني د ولسي جرګې استازی وایي، هېڅ کوم قانون کې نه دي راغلي چې د یو ټاکنیز ټیم غړی دې رسمي غونډو کې ګډون وکړي او دا کار د منلو وړ نه دی.

هغه زیاتوي: "دوه دلیلونه کولی شې دې سفر ته توجیه ورکړي، البته سیاسي نه خو حقوقي، یو دا چي هغه په امنیتي چارو پوه کس دی او دویم دا چې د قومي انډول په پام کې نیول ښیي، او په دې کار هغه غواړي له دې باره ځان خلاص کړي، خو ویلی شو چې د ولسمشر غني سره د امرالله صالح دا سفر ډیر قانوني اړخ نه لري، د قانون په هېڅ ځای کې نه دي راغلي چې کوم کس چې د ټاکنیز ټیکټ غړی وي په کورني او بهرني سفرونو کې ګډون وکړي، ښکاره خبره ده چې د ښاغلي غني دا کار خپلو سیالیو ټاکنیزو ټیکټونو ته د یو ډول سیاسي مانور ښکاره کول دي."

له دې مخکې هم د ولسمشرۍ ماڼۍ او د امنیت شورا ځینو غونډو کې د امرالله صالح ګډون د ځینو سیاسي کارپوهانو او ټاکنیز ډلو غبرګونونه راپارولي و.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دې نیوکو په ځواب کې ډیر کله ویلي دي چې امرالله صالح یوه پېژندل شوې سیاسي څېره ده نو کولی شي دې غونډو کې ګډون وکړي.

د ولسمشر تر څنګ د امرالله صالح ګډون د خوشې کېدونکو طالب زندانیان د نوملړ اعلانولو پر مهال، د امنیت شورا ځینې غونډو او په کابل کې د نړیوالي ټولنې له یو شمېر استازو د لیدلو پر مهال هغه موارد دي چې د سیاسي کارپوهانو او سیاسي ګوندونو نیوکې یې له ځانه سره درلودې.

ځینې حقوقي کارپوهان بیا وایي د امرالله صالح دا سفر له حقوقي پلوه د توجیه وړ نه دی.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو پوه نصرالله ستانکزی هم په همدې نظر دی.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو پوه نصرالله ستانکزی
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو پوه نصرالله ستانکزی

هغه زیاتوي: د پرنسیب پر بنسټ امرالله صالح دولت کې هېڅ ډول موقف نه لري، د ډیپلوماټیک پروتوکول په پام کې نیول سره پوهېږم کله چې د چارواکو سره په رسمي توګه مذاکرات پیلېږي، هغوی د ښاغلي صالح سره د کوم موقف خبرې کوي؟ زما په نظر که دا سفر د یو شخص له انده عادي سفر وي بیا سمه ده خو د دې سربېره دا سفر د رسمي اړخه مانا نه لري نو لاسته راوړنه به هم و نه لري.

د سیاسي چارو یو بل پوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی وایي ولسمشر د خپل ټاکنیز ټیم مهم غړی باید سفرونو ته له ځانه سره بونځي، خو په خبره یې که داسې کوي نو باید خلکو ته د دې سپیناوی ورکړي چې دا خلک له کوم ادرسه ورسره یو ځای سفر ته ځي.

د سیاسي چارو پوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی
د سیاسي چارو پوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه: ولسمشر حق لري چې په سفرونو کې هر هغه څوک چې غواړي له ځانه سره بوځي، خو دې برخه کې توپیر کوي ځکه چې ښاغلی صالح د دولت ساز ټاکنیز ټیم مهم غړی دی، په دې حال کې چې د ټاکنو پیچلی حالت روان دی یا دې د خپل ټاکنیز ټیکټ هېڅ څوک سفرونو کې نه شاملوي او که شاملوي یې نو خلکو ته دې وضاحت ورکړي.

امرالله صالح له دې مخکې د ملي امنیت مشر او اوس د دولت ساز ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال په توګه د ولسمشر غني تر څنګ ولاړ دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر واخلو خو له پرله پسې هڅو سره سره د ولسمشرۍ ماڼۍ هیڅ یو ویاند حاضر نشو چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې د امرالله صالح د ګډون په اړه توضیحات ورکړي.

XS
SM
MD
LG