د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۱۰

خبرونه

په بغلان کې د طالبانو يو سرګروپ نيول شوى

د بغلان امنيه قومانداني وايي د وسلوالو طالبانو هغه سرګروپ نيول شوى، چې څو کاله يې په دغه ولايت کې تروريستي فعاليتونه کول.

چارواکي وايي نيول شوى سرګروپ سرور نومېږي چې په کاروان مشهور و او په بغلان کې يې پر افغان قواوو په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت نن جمعه رسنيو ته په يوه ويډيويي کليپ کې وويل، دغه کس له پاکستانه راروان و، چې ونيول شو:

”دى څو مياشتې په پاکستان کې و، چې بغلان ته راستنېده، د لويې لارې په اوږدو کې د بغلان د امنيې قوماندانۍ د ټروريزم ضد مديريت د کارکوونکو له خوا نيول شوى او پر خپل جرم يې اعتراف کړى دى.“

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي د وسلوالو طالبانو نيول شوي سرګروپ په مرکزي بغلان کې تروريستي فعاليتونه کول.

وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کوفي: د ښځو د حقونو له خوندیتوب پرته سوله له ناکامۍ سره مخ کیږي

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وایي چې د ښځو د حقونو او شته لاسته راوړنو له خوندیتوب او درناوي پرته د سولې له ناکامۍ سره مخ کېږي.

مېرمن کوفي دا خبره پرون جمعه(د لیندۍ ۷) د اسلام اباد د څېړنو د انسټیټوټ په یوه وېبينار یا انلاین غونډه کې وکړه.

نوموړې وويل: "د پروسې پر مهال که وګورو چې د خبرو د ښکېلو لورو له خوا د ښځو د حقونو خوندیتوب نه یقیني کېږي او د افغانستان لاسته راوړنو، بشري حقونو، تنوع او ټول شمولیت ته درناوی نه کېږي هغه به داسې یو وخت وي چې دا پروسه به نه کامیابیږي."

په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل هم ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي.

هغې زیاته کړه چې ښځې د ټولنیزې پخلاینې په برخه کې تر ټولو مهم رول ادا کوي.

د کرکټ ۴ افغان لوبغاړي 'بېګ باش' کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته لاړل

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کرکټ څلور ملي لوبغاړي په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته ولاړل.

محمد نبي پرون په خپل ټوېټر لیکلي چې له ځوانانو سره بېګ باش یا د اسټرالیا د کرکټ غوره لیګ ته روان شو.

محمد نبي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او نوراحمد لکڼوال په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته تللي.

تر دې مخکې راشد خان د هند د کرکټ له غوره لیګ څخه مستقیماً د بېګ باش سیالیو لپاره اسټرالیا ته تللی دی.

د اسټرالیا د کرکټ د شل اوریزو سیالیو غوره لیګ بېګ باش د ډسمبر له لسمې پيلیږي.

ننګرهار کې نږدې سل کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د دوو جلا جلا عملياتو په نتيجه کې نژدې سل کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول.

لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په اچين ولسوالۍ کې وکړل، په نتيجه کې يې ۸ کيلوګرامه هيروئين او ۸۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، دوهم عمليات په غني خېلو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر يوه زېرمه وشول، د دې عملياتو په نتيجه کې ۶۰ کيلوګرامه چرس، پنځه کيلوګرامه ښيښه، نژدې پنځه کيلوګرامه تارياک او څه اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

هندي پولیسو پر معترضو بزګرو اوبه او اوښلن ګاز کارولې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د هند پولیس وايي چې پلازمېنې ته پر لار د معترضو بزګرو سره په لانجو کې له اوښکې بهوونکو ګازونو او اوبو کار اخېستی.

هندي بزګرو د دغه هېواد د کرنې په سکتور کې د نویو اصلاحاتو پر ضد مظاهره کړه ځکه ډاریږي چې ګواکې دا اصلاحات به دوی په لویو شرکتونو پورې وتړي.

له لانجو وروسته چارواکو بلآخره بزګر پلازمېنې نوې ډیلي ته پرېښودل خو پولیس پرې څار لري.

یوې محکمې د ډونالډ ټرمپ د کمپاین مخه نیولې ده

ولسمشر ټرمپ

یوې فدرالي استیناف محکمې د امریکا د برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاین مخه نیولې ده.

ولسمشر ټرمپ غوښتل چې په پنسلوانیا کې د منتخب ولسمشر جوبایډن د بریا د اعلان مخه ونیسي.

د محکمې دا اقدام به ټرمپ ته چې غواړي په دې ایالت کې د نوومبر درېیمې ولسمشرۍ ټاکنو پایله بدله کړي، یو ګوزار ورکړي.

د ولسمشر ټرمپ ټاکنیز کمپاین د همدې نومبر میاشت په پیل کې ځکه محکمې ته مراجعه کړې وه چې ویل یې د پنسلوانیا ایالت د ټاکنو سیمه ییزو چارواکو د پوستي رایو په شمېر کې دقت نه دی کړی او باید محکمه یې پایله ونه مني، خو پرون د نومبر په ۲۷مه قاضي سټیفانوس بایباس د درې ګونه قاضیانو د پلاوي په استازیتوب وویل چې هر ډول تور خاصې ادعا او مشخصو اسنادو ته اړتیا لري چې د ده په خبره دلته یو هم نه دی موجود.

موضوع دلته نه ختمیږي ښايي دا قضیه د امریکا سترې محکمې ته هم وړاندې شي.

هرات کې لسګونه ټنه الکولي توکي وسوځول شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په هرات ولايت کې لسګونه ټنه کېمياوي او الکولي مواد وسوځول شول.

په دې اړه د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته وويل، د هرات له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو او نورو امنيتي ځواکونو ۶۵۴ لېټره شراب او پريکرسرونه، دغه ډول ۳۶۲۴۹ کيلوګرامه سوډيم کلورايډ وسوځول.

د يادونې وړ ده چې پولیسو دا مواد په تېرو دوو وروستیو کلونو کې په هرات ښار او ولسوالیو کې د عملياتو په نتيجه کې نيولي وو.

د دې موادو د قاچاقو په تور د څلورو بهرنيانو په ګډون ۴۳۵ تنه هم نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا مجازات شوي دي.

شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ ۴ کار کوونکي وژل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان د پوځ د انجینرۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایي، دغه کسان پرون له کاره کور ته روان و چې د میرعلي له څلور لارې لږ ها خوا یې وسله والو مخه ونیوله او ډزې ېې پرې وکړې.

د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې یو د اېبټ اباد، بل د ډېره اسماعیل خان، یو د ګوجرانوالې او یو د شمالي وزیرستان اوسېدونکی و.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

د پیښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دفاع وزارت: د بادغیس د ابکمري لپاره طالب ولسوال وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د بادغیس ولایت

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د بادغیس ابکمري ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ملا امین الله چې په خادم مشهور و، تېره شپه له ۷ ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې پر همدې ولسوالۍ یې د برید نیت درلود.

دفاع وزارت ویلي، د دغو عملیاتو پر مهال له هوایي ځواکه هم کار اخېستل شوی دی.

طالبانو تراوسه د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

بلجیم کې د یوه ایراني دیپلومات او ۳ نورو کسانو د محاکمې غونډه جوړیږي

آرشیف

په بلجیم کې نن جمعه(د لېندۍ ۷مه) د یوه ایراني دیپلومات او درې نورو کسانو د محاکمې غونډه جوړیږي.

پر ديپلومات اسدالله اسدي او درې نورو تورنو کسانو شک دی چې ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې پاریس کې د مجاهدین خلق په یوه غونډه کې د ماین چاودنه پلان کړې وه.

اسدي په اتریش کې د ایران سفارت درېیم مرستیال و چې جرمني ته د یوه سفر پر مهال ونیول شو.

د بلجیم لویې څارنوالۍ دوه میاشتې وړاندې اسدي او درې نور کسان ترهګریزو چارو کې په لاس لرلو تورن کړل.

د ایران د مقاومت ملي شورا چې د مجاهدین خلق سازمان یې یوه لویه برخه ده ویلي، داسې شواهد لري چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي پاریس کې د دوه کاله مخکې دغه برید امر ورکړی دی.

خو ایران دغې پیښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د قزاقستان سوسیال دیموکرات ګوند راتلونکې پارلماني ټاکنې تحریموي

د قزاقستان ملي بیرغ

د قزاقستان سوسیال دیموکرات ګوند اعلان کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې تحریموي.

د دغه ګوند مشر اشقت رحیم ژانوف چې ځان د قزاقستان د رژیم مخالف بولي وایي، د ګوند نوماندان یې د راتلونکي کال د جنورۍ لسمې ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د قزاقستان د سوسیال دیموکرات ګوند اکثرو غړو نن جمعه (د لېندۍ ۷مه) په خپلمنځي غونډه کې دې ته رایه ورکړه چې دا ټاکنې چې یو نیمه میاشت وروسته کېږي باید تحریم شي.

په قزاقستان کې دا مهال پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربایف چې تېره مارچ میاشت کې له واکه لېرې شو، پیاوړې سیاسي څېره ده.

دا مهال د ده ګوند د پارلمان د ۱۰۷ څوکیو له ډلې ۸۴ هغه له ځان سره لري.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر داسې کمولو ټینګار وکړ چې اوربند ته لاره هواره کړي.

محمد حنیف اتمر او شاه محمود قریشي نن ( جمعه) د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې چې نایجر کې جوړه شوې، دا خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د قریشي په حواله ویلي، کابل ته د صدر اعظم عمران خان دسفر پر مهال داسې ګډ لیدلوری رامنځته شوی چې سولې ته په رسېدو کې مرسته کوي.

بل لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وایي، ښاغلی اتمر دغې دوه ورځنۍ غونډې ته د جمهوري نظام او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ملاتړ جلبولو په هدف تللی.

ښاغلی تهذیب زیاتوي: "دغه کانفرانس کې زموږ پيغام واضح دی، هغه دا چې افغانستان کې جګړه ناروا ده، د اسلامي هېوادونو ټولنه دې د جګړې د ناروا بللو ترڅنګ له داسې نظام او سولې ملاتړ وکړي چې هغه کې د جمهوریت او مدني حقونو په ګډون د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې تضمین شي."

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۷مه غونډه نن او سبا د نایجر په نیامي ښار کې ترسره کېږي.

کورنیو چارو وزارت د خورشید ټلوېزیون د پخواني کارکوونکي د مړینې پېښه څیړي

د خورشید ټلوېزیون د خپرونو پخوانی رئیس رفیع الله صدیقي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د خورشید ټلوېزیون د پخواني کارکوونکي او د یوې همکارۍ د مړینې( مرموزه) پېښه یې تر څیړنې لاندې ده.

د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، هر کله چې پرمختګ وشي، دوی به یې له خلکو سره شریک کړي.

د خورشید ټلوېزیون د خپرونو پخوانی رئیس رفیع الله صدیقي او د هغې د یوې همکارې فهیمې فیض مړی پرون د کابل په استالف ولسوالۍ کې وموندل شو.

کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې دغه کسان د ګاز نېونې له کبله مړه شوي دي، خو نا تایید شوي راپورونه بیا د دوی د مسمومېدو خبره کوي.

رفیع صدیقي پر خورشید ټلوېزیون سربیره د یوه څه مودې لپاره د ټاکنو کمېسیون او کانونو وزارت د ویاند په توګه هم پاتې شوی دی.

ازبکستان له یوې کمپنۍ سره هوکړې کړې چې هېواد کې یې طبي بنګ وکري

ازبکستان د مالټا له یوې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ چې د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې طبي بنګ وکري.

د دې قرارداد پر اساس به د مالټا میلابیس (Melabis) شرکت د ازبکستان د سیردریا ولایت په سردابه ولسوالۍ کې پر ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه بنګ وکري.

دا لومړی ځل دی چې ازبکستان داسې یو قرارداد لاسلیکوي. په دغه هېواد کې مخدر مواد منع دي.

د ازبکستان د ځايي رسنیو د راپور له مخې، له بنګو څخه به یوازې په طبي درملو کې کار اخېستل کېږي او ورڅخه جوړ شوي درمل به بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

اسټرالیا او بریتانیا د ایران له لوري د مورګیلبریټ د خلاصون هرکلی وکړ

د اسټرالیايي- بریتانیايي څېړونکې کایلي مورګیلبریټ

د اسټرالیا او بریتانیا چارواکو د ایران له لوري د اسټرالیايي- بریتانیايي څېړونکې کایلي مورګیلبریټ د خلاصون هرکلی وکړ.

نوموړې ایران ته د سفر په ترڅ کې نیول شوې وه.

ایراني رسنۍ وايي چې کایلي مورګیلبریټ اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه او د درېيو ایراني سوداګرو د خلاصون په بدل کې خوشې شوه.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پاین په یوه بیان کې ویلي چې د نوموړې خلاصون د اسټرالیا د حکومت لپاره یو لومړیتوب و.

د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر دومنیک راب هم په یوه ټویټ کې د کایلي مور ګیلبریټ د خلاصون او اسټرالیا ته د هغې د ستنېدو هرکلی کړی دی.

روسیه لوېدیځ د بېلاروس په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (چپ) د الکساندر لوکاشینکو سره

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لوېدیځ د بېلاروس په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.

سرګي لاوروف دا تور په مېنسک کې د بېلاروس له باندنیو چارو وزیر الکساندر لوکاشینکا سره په کتنه کې ولګاوه.

په دې هېواد کې د اګسټ د میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په اعتراض کې مظاهرې روانې دي.

زرګونه مظاهره چیان د اګسټ له ۹مې نېټې راپه دې خوا د هرې اوونۍ په پای کې واټونو ته راوځي او د الکساندر لوکاشینکو د استعفا غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکي باور لري چې د اپوزیسیون ۳۸ کلنه کاندیده سسفیاتلانا څیخانوسکایا (Svyatlana Tsikhanouskaya) د انتخاباتو اصلي ګټونکې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG