د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۱

خبرونه

د کندوز په يوه مدرسه کې چاودنې ٥ ماشومان وژلي

کندوز ښار

د کندوز ولايت په يوه ديني مدرسه کې د ماين چاودنې ٥ ماشومان وژلي دي.

د والي وياند وايي چاودنه پرون مازيګر د دشت ارچي ولسوالۍ په عبدالواحد قُرچي ديني مدرسه کې شوې ده.

عصمت الله مرادي نن ازادۍ راډيو ته وويل:

”د ماين د چاودنې په نتيجه کې د مدرسې ٥ کسان وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي. دا ماين خپله طالب وسلوالو مدرسې ته انتقال کړى و. د مدرسې شاګردانو له يوه ځايه بل ځاى ته انتقالاوه، چې چاودلى دى.“

د والي وياند وايي وژل شوي قربانيان له ١٢ تر ١٣ کلونو پورې عمرونه لري.

په دې اړه چې وسلوالو طالبانو دغه ماين څنګه مدرسې ته وړى و، چارواکو نور جزئيات نه دي ورکړي.

د دې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سولې ولسي حرکت د تاوتريخوالي کمولو د اوونۍ هرکلى وکړ

د سولې ولسي حرکت انځور

د سولې ولسي حرکت په بېلابېلو ولايتونو کې د تاوتريخوالي کمولو د اوونۍ هرکلى وکړ.

دغه حرکت وايي ملاتړو يې په هرات، هلمند، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، کابل، بغلان، کندز، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او خوست ولایتونو کې لاريونونه کړي دي.

د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست نن په دې اړه رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "د لاريونونو پر مهال يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې په جديت دغه پروسه وساتي، دغه راز يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړو چې وخت يې راغلى دوى د تاوتريخوالي کموالى په دايمي اوربند واړوي."

د سولې ولسي حرکت وايي دوى د لاريون پر مهال له ولسونو هم غوښتنه وکړه، چې دوى هم د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راولي، څو د تاوتريخوالي کمېدل په دايمي اوربند واړوي.

د امریکا او وسلوالو طالبانو د پرېکړې پر اساس، له تېرې شنبې د راتلونکې شنبې تر ورځې باید تاوتریخوالی تر ډېره حده کم شي.

د تاوتریخوالي د کمېدو یوه اوونۍ د وسله والو طالبانو لپاره جدي ازموینه بلل شوې، چې ثابته کړي د سولې او خبرو لپاره حقیقي ژمنتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ وویل که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه په مناسب ډول عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

اردوغان راتلونکې د سوریې په تړاو د فرانسې او جرمني مشرانو سره ګوري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکيې ولسمشر وايي، د فرانسې او جرمني له مشرانو سره به راتلونکې مياشت په يوه سرمشريزه کې وګوري.

د دې سرمشريزې هدف په سوريه او د ياغيانو تر ولکې لاندې ادلب کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه ده.

رجب طيب اردوغان دا اعلان پرون وکړ او ويې ويل چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين ورته د مارچ پر پنځمه په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د روسيې ځواکونه د ادلب په شاوخوا کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي.

تر اوسه کرملين په دې غونډه کې د پوتين د ګډون خبر نه دى تائيد کړى.

په همدې حال کې د جرمني د صدراعظمې انګيلا مېرکل دفتر دوې ورځې مخکې په يوه اعلاميه کې ويلي و، چې مېرکل او د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د جګړې د سمدستي پاى ته رسېدو او د اړو انسانانو د بشر دوستانه لاسنيوي غوښتنه کړې ده.

هغې ويلي چې په پام کې لري له اردوغان او پوتين سره د دې تاوتريخوالي د مخنيوي په نيت وګوري.

د سوريې له ادلب ولايت څخه نږدې يو مليون کسان د جګړو له کبله له خپلو کورونو بېځايه کېدو ته مجبوره شوي دي.

ارګ: په نږدې ورځو کې د ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

تمه کېږي، په څو ورځو کې محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دوا خان مينه پال نن ازادۍ راډيو ته وويل ځانګړى کمېسيون به د دغو مراسمو د وخت او ځاى په اړه پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړه: "په نږدې ورځو کې د لوړې مراسم ترسره کېږي، د نېټې په اړه به يې کمېسيون خپله رسمي اعلان وکړي، دوى نن جلسه درلوده او د نېټې او ګډونوالو په اړه به يې له تاسو سره وروسته جزئيات شريک شي."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره سې شنبه د سلواغې ٢٩مه اعلان وکړ، چې د دولت جوړونکې ډلې مشر محمد اشرف غني د ٥٠ اعشاريه ٦٤ فيصده رايو په خپلولو سره د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو ګټونکى دى.

د کمېسيون په حواله، د ثبات او همپالنې د ډلې مشر عبدالله عبدالله د ٣٩ اعشاريه ٥٢ فيصده رايو په ګټلو سره په دوهم کتار کې راغلى دى.

خو عبدالله عبدالله د انتخاباتو نتيجه نه ده منلې او ويلي يې دي، چې يو ټولشموله حکومت به جوړوي.

هلمند کې د جوارو حاصلاتو کې ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی راغلی

د هلمند جوار په هېواد کې د ننه پراخ بازار لري.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د تېرکال په پرتله د دې ولایت د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل، سږ کال د دې ولایت په ۳۸ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوې وه، چې ۱۹۰ زره ټنه حاصل ورڅخه ترلاسه شوی دی.

خو نوموړي وویل، چې تېر کال د 180 زره ټنو شاوخوا حاصلات درلودل.

د ښاغلي الکو په خبره د روان کال د حاصلاتو د زیاتېدو لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېش، د جوارو کرکېلې ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل دي.

د هلمند جوار په هېواد کې د ننه پراخ بازار لري.

مسوولین وايي، له هلمند څخه هره ورځ له ۵۰۰ تر ۹۰۰ مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوی، بولدک، او ننګرهار ته صادرېږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړيو د جوړولو ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي.

د تاوتریخوالي کمښت پانګې اچونې ته هیلې زیاتې کړي

ارشیف- کابل کې د اوسپې د ویلي کولو فابریکه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د تاوتریخوالي د راکمېدو په اعلان سره د سوداګرو له لوري پانګونې ته هیلې زیاتې شوې دي.

د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، د تاوتریخوالي کمښت به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.

هغه زیاتوي: “له نیکه مرغه د نسبي اوربند په ټینګښت سره دا مهال د سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې او غواړي چې په افغانستان کې پاتي شي او پانګونه وکړي، هیله مند یو چې دغه اوربند دایمي شي.”

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر سوداګر اړ شوي وو چې د نا امنیو او هدفي وژنو له امله خپلې پانګې له هېواد نه بهر انتقال کړي.

خوست کې د ښې حکومتولۍ د مرکز پرانېسته

د خوست والي سره له خپلو همکارانو د ښې حکومتولۍ مرکز پرانېستلو پرمهال.

د خوست چارواکي وايي، تر دې وروسته خلک اړ نه دي، چې د خپلو کارونو د خلاصولو لپاره په ساعتونو او ورځو ورځو په تمه پاتې شي.

دوی زیاتوي، اوس ټول مراجعین یو ځانګړي ادرس ته خپلې عریضې ورکوي او په څو دقیقو کې تر یو چتر لاندې د دې عریضو اداري پروسیجر بشپړیږي او بېرته ورسپارل کېږي.

په خوست کې د ښې حکومتولۍ د خدمتونو مرکز د ولایت مقام په یو لوی سالون کې جوړ شوی او د ولایت مقام ټول مامورین او مسوولین په کې د یو چتر لاندې کار کوي.

د دې سالون د سټیج لپاره جوړ شوي ځای کې د خوست والي او د هغه د مرستیال مېزونه ايښي دي.

په لاندې برخه کې د ولایت مقام د څلورو ریاستونو دفتر ریاست، مالي او اداري ریاست، د بشري سرچینو او سکټوري ریاستونو مسوولینو او مامورینو ته په ترتیب سره مېزونه او چوکۍ کېښودل شوي دي.

خوست والي محمد حلیم فدايي د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال مشال راډیو ته وویل، پخوا دوی د تشکیل کمښت لاره، خو د دې پروګرام په پلي کېدو سره یو شمېر مامورین له شته تشکیله ډېر شوي دي.

هغه وویل: "په خوست کې د لومړي ځل لپاره د ښې حکومتوالۍ د خدمتونو مرکز تر یو چتر لاندې پرانيستلو او د دې اساسي هدف دادی، چې ولس ته شفاف، چټک، پر وخت، ځواب ویونکي، خدمات وړاندې کړي او د خلکو عریضو ته په ورځو او ساعتونو انتظار ختم او د دوی ستونز نهایت له لسو نه تر شلو دقیقو پورې حل شي."

د خوست چارواکي وايي، په دې ولایت کې به ډېر ژر د اسان خدمت مرکز هم پرانيستل شي، چې هغه به هم تر یو چتر لاندې د کمپیوټري تذکرې، پاسپورټ او د ګاډو جواز سیر او لیسنس په ګډون خپلو مشتریانو ته په چټک ډول بيلابيل ټولیز خدمتونه وړاندې کوي.

دوی وايي، اوس چې کمپیوټري پاسپورټ په اخيستلو تر یوې میاشتې وخت تيريږي، د دې مرکز په پرانیستې سره به مشتریان په دریو ورځو کې خپل پاسپورټونه ترلاسه کوي.

ایټالیا د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ ده

د ایټالیا حکومت پرون وویل، هغو ښارونو ته تګ راتګ ډېر محدودوي چې د کرونا ویروس په کې دی.

د اروپا په کچه ایټالیا د کرونا ویروس له ډېر ګواښ سره مخامخ ده.

د راپورونو پر بنسټ تراوسه دوه کسان په ایټالیا کې د دې ویروس له امله مړه شوي او څه باندې ۵۰ تنه پرې اخته شوي دي.

د ایټالیا حکومت پرون وویل، هغو ښارونو ته تګ راتګ ډېر محدودوي چې د کرونا ویروس په کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، په اروپا کې ایټالیا د کرونا تر ټولو ډېرې پېښې لري.

له دې ورهاخوا جرمني او فرانسه دوه نور اروپایي هېوادونه دي چې په یوه کې د کروناویروس ۱۶ او دویم هغه کې ۱۲ پيښې ثبت شوې دي.

په چین کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۷۶ زرو ته پورته شوی او له دې امله د مړو شویو شمېر هم تر دوه زره او درې سوو ۲۳۰۰ اوښتی دی.

د شمالي مقدونیې پولیسو د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي

راپورونه وایي، موټر چلونکی د پولیسو له لېدو سره سم تښتېدلی او پلټنه یې روانه ده.

د شمالي مقدونیې پولیسو په یوه باروړونکي موټر کې د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي دي.

راپورونه وایي چې دغه شمېر پناغوښتونکي وړمه شپه د بلغاریا او یونان په سرحدي سیمو کې پولیسو ته په لاس روغلي دي.

دغو پنا غوښتونکو کې پر افغانانو سربیره د عراق او پاکستان اتباع شامل دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

راپورونه وایي، موټر چلونکی د پولیسو له لېدو سره سم تښتېدلی او پلټنه یې روانه ده.

د شمالي مقدونیې چارواکي وایي، دغه کسان له یونانه د دوی خاورې ته ورغلي او بېرته به یې یونان ته سپاري.

شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې هم د شمالي مقدونیې پولیسو ۵۳ پناغوښتونکي په یوه ورته پېښه کې نیولي و چې ۳۷ یې افغانان وو.

امریکا: روسیه د ټرمپ د بیا ټاکل کېدو کمپاین سره مرسته نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، هېڅ داسې استخباراتي معلومات نه ویني چې وښيي، روسیه د ډونالد ټرمپ د بیا ټاکل کېدو په کمپاین کې مرسته کوي.

رابرټ اوبراین دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې یو شمېر رسنیو پرون وویل، د امریکا استخباراتي ادارې د استازو جرګې غړو ته ویلي چې مسکو د ډونالد ټرمپ او ډیموکراټو د مخکښ نوماند سناتور "بیرني سنډرز" د بیا ټاکل کېدو کمپیان ته هڅې ګړندۍ کړي.

ټرمپ په غصې سره دغه راپورونه غندلي او په کانګرس کې یې د ډیموکراټانو بله له معلوماتو خالي هڅه بللې ده.

بیرني سنډرز هم دا راپورونه رد کړي او روسیې ته یې خبر داری ورکړی چې د امریکا له ټاکنو دې لرې اوسېږي.

امریکا د ایران پارلماني ټاکنې د شرم وړ بللي

هڅه کېږي څو د نن ورځې تر پایه د ایران د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شي.

ټاکل شوې د ایران د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې نن اعلان شي.

ګمان کېږي چې محافظه کاره او سخت دریځه نوماندان به د دغو ټاکنو ګټونکي وي، دغو ټاکنو کې د خلکو ګډون په بې ساري ډول کم ښودل شوی او امریکا دا ټاکنې د شرم وړ بللي دي.

د ایران د ټاکنو کمېسیون پرون ناوخته وویل چې د رایې ورکونې د ۲۰۸ مرکزونو له ډلې یې د ۷۱ هغو رایې شمېرلي دي.

د دغه کمېسیون ویاند اسماعیل موسوي ویلي، دوی هڅه کوي چې د نن ورځې تر پایه پایلې اعلان کړي.

په هغو ټاکنیزو حوزو کې به په اپریل میاشت کې بیا ټاکنې کېږي چې نوماندانو په کې د اچول شویو رایو ۲۰ فیصده نه دې خپلې کړي.

د ایران کورنیو چارو وزارت ویلي، محافظه کاره نوماندان چې مشري یې محمد باقر قالیباف کوي، تر نورو مخکې دي او اټکل دا دی چې خپله قالیباف به د ایران د پارلمان، چې ۳۰ څوکۍ لري، مشر شي.

قزاقستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان نیول شوي

د رپوټونو په حواله، پولیسو یو شمېر عادي خلک هم له لارو نیولي دي.

د قزاقستان په الماتا او یو شمېر نورو ښارونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان چې غوښتل يې د حکومت د سیاسي مخالفانو په یوه لاریون ګډون وکړي، نیول شوي دي.

په قزاقستان کې ډيموکرات ګوند چې له حکومت سره نه دی ثبت شوی، پرون د فبرورۍ په ۲۲مه وویل چې پولیسو يې پلویان چې د ازادۍ شعارونه یې ورکول، نیولي دي.

د قزاقستان په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو کې له پرون سهار راهیسې پولیس په لویو لارو او میدانونو کې ولاړ دي.

د رپوټونو په حواله، پولیسو یو شمېر عادي خلک هم له لارو نیولي دي.

د قزاقستان پر حکومت مکرراً نیوکه کېږي چې پر سوله‌ییزو اعتراضونو او مظاهرو بندیز لګوي.

په قزاقستان کې ۳۰ کاله نورسلطان نظربایف ولسمشر و او په ۲۰۱۹ میلادي کې بلاخره قدرت نوي ولسمشر قاسم جومارت توقایف ته ورسېد.

پکتیا کې د تاوتریخوالي کمښت له اوونۍ ملاتړ وشو

دوی وایي سولې ته تر بل هر وخت ښه فرصت رامنځته شوی او دواړه لوري باید له دې فرصته سمه ګټه پورته کړي.

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو د یوه سوله ییز لاریون پر مهال د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ څخه هرکلی وکړ او د جګړې له ښکېلوو خواو یې وغوښتل، چې یاده موده وغځوي او د دایمي اوربند او بین افغاني سولې لپاره هڅې وکړي.

د پکتیا د مرکز ګردېز په مرکزي چوک کې د تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ څخه د هرکلي په موخه ددې ولایت اوسېدونکو لاریون ترسره کړ.

دوی وایي سولې ته تر بل هر وخت ښه فرصت رامنځته شوی او دواړه لوري باید له دې فرصته سمه ګټه پورته کړي.

د لاریون یو تن ګډونوال وویل: "واجب ده په نن شرایطو کې چې دا په دایمي اوربند باندې بدل شي او موږ او تاسې ټول په یوه غږ باید دا اواز اوچت کړو، چې اوربند غواړو، سوله غواړو او امن دې دایمي شي."

په پکتیا کې د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ په داسې حال کې هرکلی کېږي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې شاوخوا یو نیم ساعت یې دوام وکړ.

د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل، چې په دې برید کې یو تن وسله وال طالب وژل شوی.

که څه هم د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د ولسمشر له هدایت سره سم یې دفاعي حالت غوره کړی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته بیا په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوکړې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضا د برابرولو په هدف دوی په افغان او بهرنیو امنیتي مرکزونو بریدونه نه کوي.

خو وایي، که بیا هم د دوی له لوري برید کېږي، نو دا باید سرغړونه ونه بلل شي او په وینا یې دا عام اوربند نه دی.

د تاوتریخوالي د کمښت دا اوونۍ چې له تېرې شپې پیل شوه د روانې فبروري میاشتې تر ۲۹ مې به دوام وکړي.

د جګړې د ښکېلوو خواوو دغه ګام نه یوازې په پکتیا بلکې، په پکتیکا لوګر او خوست کې هم د خلکو له تودهر کلي سره مخ شو.

د ایران په پارلماني ټاکنو کې سخت دریځي کاندیدان مخکې دي

محافظه کار کاندید محمد باقر قالیباف په تهران کې د ۳۰ چوکیو لپاره په ټاکنیزه مبارزه کې تر نورو مخکې شوی دی.

په ایران کې د پارلماني ټاکنو په لومړنیو پایلو کې څرګنده شوې چې محافظه کار او سخت دریځي کاندیدان په ټاکنو کې مخکې دي.

په ایران کې پارلماني ټاکنې د شنبې په ورځ وشوې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون د فبرورۍ په ۲۲ مه وویل چې محافظه کار کاندید محمد باقر قالیباف په تهران کې د ۳۰ چوکیو لپاره په ټاکنیزه مبارزه کې تر نورو مخکې شوی دی.

قالیباف مخکې د تهران والي و.

هغه همدا راز د ایران د قدس ځواک د هوايي قواوو قومانداني هم کړې ده.

داسې اټکل کېږې چې قالیباف به دایران د پارلمان مشر هم وټاکل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت چې د ټاکنو څارنه کوي، تر اوسه نه دي ویلي چې څومره کسانو رایې اچولې دي.

خو په ایران کې ۵۸ ملیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

چارواکو د ټاکنو په ورځ درې وارې د راېې اچولو وخت تمدید کړ.

داسې اټکل شوی چې نن به د ایران د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

خوست کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلانه هرکلی شوی

ولسي خلکو له غونډې وروسته سوله ییز لاریون کې پر عبدالله غږ وکړ چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له اشرف غني سره همکاري وکړي.

په خوست کې یو شمېر خلکو په ولسي غونډه کې جمهوري ریاست ته پر ټولو کاندیدانو غږ وکړ چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې پایلې ومني او د سولې د ټینګولو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې انتخابات محمد اشرف غني په ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصده رایو ګټلي دي.

خو د هغه یو شمېر رقیبو کاندیدانو د کمېسیون د پرېکړې له منلو ډډه کړې ده.

په ټاکنو کې د اشرف غني لوي سیال عبدالله عبدالله ځان بریالی اعلان کړ او ویې ویل چې خپل حکومت به جوړ کړي.

په خوست کې پرونۍ ولسي غونډه چې وروسته یې ګډونوالو سوله ییز لاریون هم وکړ پر عبدالله عبدالله غږ وکړ چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له اشرف غني سره همکاري وکړي.

د لاریون یوه ګډونوال او مدني فعال نظیر روښان د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "هغه کاندیدان چې د ولسمشر په وړاندې ولاړ و، باید د زغم فرهنګ پر ځان عملي کړي، ولسمشر ته دي مبارکي ورکړي او د اپوزېسیون په توګه دي په راتلونکې کې بیا ځان کاندید کړي.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې تېره اوونۍ یو شمېر خلکو د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې په پلوي هم سوله‌یېز لاریونونه وکړل.

د سیمه‌یېزو ارګانونو اداره: د سرپل والي خپل کار ته دوام ورکوي

د ولسمشر غني له لوري ټاکل شوی والي عبدالقادر اشنا

د افغانستان د سیمه‌یېزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې په سرپل کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حکم ټاکل شوی والي پر خپله چوکۍ ناست دی او د خبرو له لارې د ستونزو د حل هڅې کوي.

د دې ادارې ویاند سید شاه سقیم پرون د فبرورۍ په ۲۲مه، ازادي راډیوته وویل چې د سرپل والي خپل کار کوي او هلته د پېښو شوو ستونزو د حل لپاره له ولسونو سره په خبرو بوخت دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ انتخاباتي ډلې، ثبات او همپالنې ویاند پرون ازادي راډیو ته وویل چې سرپل ته یې نوی والي ټاکلی او په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ورته اقدام پلان لري.

خو د سیمه‌ېیزو ارګانونو دخپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم وویل: "دا یوازې د یوې ډلې کار نه دی، د کوېټې شورا هم د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو لپاره والیان لري، هغوي ټاکلي او ګمارلي دي، دا خبره هېڅ ارزښت نه لري دا کار یوازې ځیني کسانو د خپلو محرومیتونو د پټولو او ارمانونو د پورته کولو لپاره کړی دی."

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي دفتر یوناما هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې په زور د حکومتي چارواکو ځاي پر ځاي کول د جدي اندېښنې وړ خبره ده.

په بیان کې لیکل شوي چې په داسې وخت کې چې د تاوتریخوالي د کمېدو پرېکړه عملي کېږي او خلک تمه لري چې بین الافغاني خبرو ته به لاره خلاصه شي، په زور یا له بلې غیر قانوني لارې د حکومتي چارواکو ځاي پر ځاي کول د سولې لپاره د خلکو هېلې شنډولای شي.

یوناما ویلي چې پر ټولو خواوو غږ کوي چې له زغمه کار واخلي، د اساسي قانون اصول مراعت کړي او خپل شکایتونه دخبرو له لارې حل کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG