د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

واشنګټن پوسټ: داسې ښکاري چې هم طالبان او هم افغان حکومت تر زیات فشار لاندې دي


یو شمېر نړۍوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړۍوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو باندې یوه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د یادو دواړو خواو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت موافقه چې بالاخره به د افغانستان د حکومت او طالبانو مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي ممکن په څو راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

دا خبرې واشنګټن پوسټ له طالبانو سره د امریکا د روانو خبرو له جزئیاتو د با خبره چارواکو په حواله لیکلې دي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا متحده ایالات او طالبان دا اوونۍ په خپلو بحثونو کې د تاوتریخوالي د کمښت په ابعادو چې تمه کېږي اووه ورځې وي، وروستۍ پرېکړه کوي.

د واشنګتن پوسټ په دې مقاله کې راغلي داسې ښکاري چې هم طالبان او هم افغان حکومت تر زیات فشار لاندې دي چې د سولې لپاره چمتووالی ونیسي.

د یوه افغان چارواکي په حواله هم لیکل شوي چې متحده ایالات، طالبان او افغان حکومت غواړي له پسرلي مخکې یوه تړون ته ورسېږي.

طالبان معمولاً په پسرلي کې جنګ پیلوي.

یوې موافقې ته د امریکا او طالبانو رسېدل ناټو ته هم زیات اهمیت لري.

د افغانستان لپاره د ناټو سازمان لوړپوړي ملکي استازي نیکولاس کې پنجشنبه ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د موافقې لاسلیک ځکه مهم دی چې بین‌الافغاني خبرو ته لار پرانیزي.

طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره څو واره وړاندیزونه رد کړي دي.

  • د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) په یوه تازه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د جنسي تېریو عاملان نه‌مجازات کېږي.

راپور د بېلګې په توګه د افغان ښځينه فوټبالرانو او د لوګر د ځینو زده‌کوونکو د جنسي ځورونو تورونو ته اشاره کړې ده.

د بشر حقونو د څار سازمان لیکي دا قضیې ښکاروي چې چارواکي د جنسي تېریو پېښو ته په رسیدګي کې ناکامه دي.

راپور د بشر حقونو د څار سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پټرېشیا ګاسمن په حواله لیکلي په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي څېړنه هغه هم چې عاملان‌يې زورور وي ډېره ستونزمنه ده.

فوټبال د چې وکړ شکایت فوټبالرانو ښځینه افغان ځینو کال ۲۰۱۸ وړم ځورونو جنسي له وار وار په لوري له کریم الدین کرام مشر مخکیني فدراسیوندي. شوې مخ سره

وړم ۲۰۱۸ کال ځینو افغان ښځینه فوټبالرانو شکایت وکړ چې د فوټبال فدراسیون مخکېني مشر کرام‌الدین کریم له لوري په وار وار له جنسي ځورونو سره مخ شوي دي.

کرام‌الدین کریم تر دې شکایتونو وروسته له دندې لیرې او درنه جریمه پرې ولګېده، خو پولیس‌يې لا هم په نیولو نه‌دي برلاسي شوي.

په لوګر کې هم مدني فعال موسی محمودي د ځینو ښوونځیو په شاوخوا ۵۰۰ نارینه زده‌کوونکو د جنسي تېریو د تورونو په اړه د څېړنو پایلې خپرې کړې چې ډېرې لانجې یې وپارولې.

د افغانستان لویه څارنوالي د بشري حقونو د څار سازمان راپور چې ګواکې د جنسي ځورونو په قضیو کې چارواکي ناکامه دي ردوي او وايي چې د کرام‌الدین کریم دوسیه محکمې ته استول شوې او د نیولو حکم‌يې صادر شوی. د لوګر د قضیې په اړه هم څارنوالي د څېړنو د دوام خبره کوي.

XS
SM
MD
LG