د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

نیویارک ټایمز: که طالبان خپله ژمنه عملي کړي امریکا به موافقه لاسلیک کړي


بهرنۍ ورځپانې
بهرنۍ ورځپانې
  • واشنګټن پوست

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده "پومپیو ادعا کړې چې له طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سې شنبې په ماښام ناوخته ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر غني پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي پومپیو ورته د طالبانو له‌خوا په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي د وړاندیز په اړه خبر ورکړ.

افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پر ټویټر له پامپیو سره د ټیلیفوني خبرو په اړه لیکلي چې پامپیو خوشبیني څرګنده کړې چې د روانو مذاکراتو په پای کې به توافق ترلاسه شي او بین‌الافغاني مذاکراتو ته به لاره پرانیستل شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، یوه امریکايي چارواکي چې د دې ټیلیفوني خبرو له جزئیاتو خبر دی، تأیيد کړې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې د یوه موافقه‌لیک د لاسلیک خبره مخکې له مخکې منلې، که د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې د طالبانو وړاندېز اغېزمن ثابت شي.

د افغانستان د سیاسي چارو پوه محمد شفیق امین وايي، که امریکا د پرمختګ خبره کوي، په دې معنی ده چې د طالبانو ډله یوه ازمایښتي پړاو ته ننوتلې.

ښاغلي امین له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې که دا ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړای شي، د سولې موافقه‌لیک ته لاره پرانیستل کېږي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، که طالبان د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي امریکا به موافقه‌لیک لاسلیک کړي چې له مخې به‌یې په تدریجي توګه امریکايي سرتېري له افغانستانه وځي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په واشنګټن کې یوه لوړپوړي ډیپلومات ویلي، په اصول کې د موافقه‌لیک پر ۹۵ فیصده برخه توافق ترلاسه شوی دی.

خو دغه ډیپلومات چې نوم‌یې نه‌دی ذکر شوی وايي، د موافقه‌لیک د بشپړېدو احتمال به په راتلونکو څو اوونیو کې روښانه شي.

اوس‌مهال شااوخوا ۱۳ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري.

نیویارک ټایمز لیکلي، د توافق په صورت کې بل ګام د طالبانو او افغان مشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل دی چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه به بحث کوي.

په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه څومره ګډ دریځونه شته؟

په لندن کې د افغانستان د سیاسي چارو پوه ولي اریا وايي چې ښاغلی غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې اړه یو لیدلوری نه‌لري.

ښاغلي اریا ازادي راډیو ته وویل، دې ستونزې د افغانستان د دولت دریځ ضعیفه کړی دی.

XS
SM
MD
LG