افغان فوتبالر عمران حیدري د پولنډ 'لیخیا گدانسک' ټيم سره یوځای شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې ۲۲ کلن عمران حیدري له دغه ټيم سره دوه نیم کلن تړون کړی.
حیدري په تېر فصل کې د دې هېواد له 'المپیا ګرودزیسک' سره حضور درلود چې په ۲۰ لوبو کې ۱۲ ګلونه ووهل.
د پولنډ 'لیخیا ګدانسک' د پولنډ د غوره لیګ سیالیو د لومړي فصل نیمايي کې ۲۱ لوبو کې د ۳۱ امتیازونو په لرلو سره په ۷ ځای کې دی او یوازې ۱۰ نورو امتیازونو ته اړتیا لري چې لومړی ځای خپل کړي.