د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۵۳

نړۍ

یوې مسافر وړونکې الوتکې سوریه کې بېړنۍ ناسته کړې

نږدې وه چې دغه الوتکه د سوریې هوايي دفاعي ځواک یې هدف وګرځوي.

یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۱۷۲ مسافر پکې سپاره وو، د سوریې په حمیمم هوايي ډګر کې بیړنۍ ناسته کړې ده.

نږدې وه چې دغه الوتکه د سوریې هوايي دفاعي ځواک یې هدف وګرځوي.

دا هوايي اډه د سوریې په لاذقیه ولایت کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د روسیې خبري اژانسونو د دې هېواد د دفاع وزارت د ویاند ایګور کناشینکوف له قوله راپور ورکړی چې وايي، د سوريې هوايي دفاعي ځواکونو هڅه کوله چې دمشق ته نږدې د اسرائيل حمله دفع کړي.

د ده په وینا، د اسرايل F16 جټ الوتکو د سپېدو له دوو بجو وروسته پرته له دې چې د سوريې هوايي حریم ته ننوځي، د دمشق ښار د حومه سیمې پر لور له مځکې هوا ته اته راکټونه وویشتل.

کناشینکوف وویل چې یاده مسافر وړونکې الوتکه چې له تهرانه دمشق ته روانه وه د برید پر مهال کیناسته.

تر اوسه نه دي ویل شوي چې دا الوتکه د کومو هوايي لیکو سره تړاو لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: شمالي کوریا د اټومي وسلې د جوړولو پروګرام پراخ کړی

ارشیف

د ملګرو ملتونو د یوه نوي پټ راپور له مخې شمالي کوریا د اټومي وسلې د جوړولو لپاره خپل پروګرام پراخ کړی او ځینې هېوادونه باور لري چې پیونګ یانګ کوچنۍ اټومي وسلې جوړې کړې دي.

د دې راپور له مخې چې د څېړونکو یوې خپلواکې ډلې برابر کړی او په موقتي ډول پټ یا محرم بلل شوی، شمالي کوریا احتمالا داسې واړه اټومي بمونه جوړ کړي چې د بالستیک توغندیو په سروکو کې ځایېدای شي.

رویټرز او د جرمني خبري آژانسونو چې لومړی یې د دې څېړنې خبر ورکړی وايي، دا راپور پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته چې پنځلس غړي لري وړاندې شوی او څېړنې یې د دې شورا د یوه غړي هېواد د اطلاعاتو پر بنسټ ولاړې دي.

شمالي کوریا تر اوسه شپږ اټومي ازموینې کړي چې وروستۍ یې د ۲۰۱۷ کال په سېپټېمبر میاشت کې وه.

ملګرو ملتونو له ۲۰۰۶میلادي کال راهیسې د اټومي فعالیتونو په خاطر پر شمالي کوریا څو ځلې بندیزونه لګولي دي.

ټرمپ: ممکن افغانستان کې نږدې ۵۰۰۰ پورې خپل سرتېري راکم کړو

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي احتمالاً تر نومبر میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د څلوروزرو او پنځو زرو ترمنځ شمېر ته راکم شي.

ډونالډ ټرمپ له اکسیوز خبري شبکې سره په هغه مرکه چې پرون له ایچ. بي. او خپره شوه وویل: "په لنډه موده کې به زموږ د پوځیانو شمېر ۸۰۰۰ ته راکم شي، بیا به دا شمېر څلورو زرو ته راکم شي، دا مهال پر دې موضوع په خبرو اترو بوخت یو، موږ د ۱۹ کلونو لپاره په افغانستان کې وو."

کله چې خبریال پوښتنه وکړه، په نومبر میاشت کې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر به دقیقاً څو ته راکم شي؟

ولسمشر ټرمپ وویل، چې احتمالاً دغه شمېر به د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ ته راکم شوی وي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر مخکې ۱۲۰۰۰ ښوول شوی و، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر په کمېدو دی.

یوه امریکايي جنرال په جون میاشت کې ویلي وو، د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شوی دی.

چین د ټیک ټاک اپلکېشن پېرلو لپاره د امریکا هڅې 'څرګنده سرزوري' بولي

د چین بیرغ

چین، د ټیک ټاک اپلکېشن د رانیولو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو هڅې یوه "څرګنده سرزوري" بللې ده.

دغه اپلکېشن د یوه چینايي شرکت دی، چې د لنډو ویډیوګانو د کتلو لپاره کارول کېږي، خو په وروستیو کې په امریکا کې د ملي امنیت د ملحوظاتو له مخې له څېړنو سره مخامخ دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغه شرکت د کاروونکو پټ معلومات د چین له دولت سره شریکوي، خو ټیک ټاک دا موضوع ردوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ټیک ټاک لپاره د شپږو اوونیو مهلت وټاکه، چې د امریکا د برخې فعالیتونه وپلوري.

ولسمشر ټرمپ ویلي، د امریکایي شرکت مایکروسافټ له خوا د دغه اپلکېشن د رانیولو مخالف نه دی.

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ وینبین نن په پیکنګ کې وویل، د امریکا دا اقدام د نړيوال تجارتي سازمان له اصولو سره په ټکر کې دی.

ایسایس توپان به د امریکا شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونه سخت وځپي

د امریکا بیرغ

تمه ده چې د ایسایس سمندري توپان خطرناکه سیلۍ او درانه ورښتونه به د امریکا د شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونه سخت وځپي.

دا توپان اوس‌مهال د متحده ایالاتو د ختیځو سمندري سواحلو خوا ته روان دی.

د امریکا د هریکان یا سمندري توپانونو مرکز پرون د اګسټ په ۳مه نېټه د دواړو ایالتونو په ساحلي سیمو کې دېره خلکو ته د سیلۍ او ورښتونو خبرداری ورکړ.

د ایسایس توپان زور د کارابین سمندرګي له ځپلو وروسته راکم شو. دې توپان په دې سیمه کې دوه تنه ووژل، خو پرون‌یې یو ځل بیا زور واخیست او د باد چټکوالی یې په ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره ته لوړ شو.

د هُریکان ملي اداره وايي چې ښايي د دې توپان له کبله سخت ورښتونه د سېلابونو د راوتلو باعث شي.

شمالي کوریا د اټمي وسلې د جوړولو لپاره خپل پروګرام پراخ کړی

ارشیف

د ملګرو ملتونو د یوه نوي محرم راپور له مخې شمالي کوریا د اټمي وسلې د جوړولو لپاره خپل پروګرام پراخ کړی او ځیني هېوادونه باور لري چې پیونګ یانګ کوچنۍ اټمي وسلې جوړې کړې دي.

د دې راپور له مخې چې د څېړونکو یوې خپلواکې ډلې برابر کړی دی او په موقتي ډول محرم بلل شوی، شمالي کوریا احتمالاً داسې واړه اټمي بمونه جوړ کړي دي چې د بالستیک توغندیو په سروکو کې یې ځایېدای شي.

روېټرز او اژانسونو چې لومړی یې د دې څېړنې خبر ورکړی وايي، دا راپور پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته چې ۱۵ غړي لري وړاندې شوی او څېړنې یې د دې شورا د یوه غړي هېواد د اطلاعاتو پر بنسټ ولاړې دي.

شمالي کوریا تر اوسه شپږ اټمي ازموینې کړې دي چې وروستۍ یې د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر میاشت کې وه. ملګرو ملتونو له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اټمي فعالیتونو په خاطر پر شمالي کوریا څو ځلې بندیزونه لګولي دي.

د مسکو مټروګانو کې ماسک او دستکشې نه‌کاروونکي جریمه کېږي

ارشیف

د مسکو پولیسو د هغو کسانو جریمه کول پیل کړي چې د ښار په مترو ګانو کې ماسک او دستکش نه‌اغوندي.

د روسیې پولیسو د ښار په عامه ټرانسپورت د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه څارنې ډېرې کړې دي.

د روسیې تاس خبري اژانس د قانون د تنفیذ د یوې سرچینې په حواله دا راپور ورکړی دی.

په دغه هېواد کې د مې له ۱۲مې څخه په عامه ټرانسپورټ کې د ماسک او دستکشو اغوستل جبري شول.

د هغو کسانو لپاره چې له دې مقررې سرغړونه کوي ۵،۰۰۰ روبله چې د ۶۸ ډالرو معادل دي، جریمه ټاکل شوې.

د ورلډومېټرز د شمېرو له مخې په روسیه کې دا مهال څه باندې ۸۵۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او له دې ناروغۍ څخه څه باندې ۱۴ زره او ۲۰۰ کسان مړه شوي دي.

راپورونه: ایران د کرونا ویروس اړوند پېښو او مړینو معلومات پټ کړي

د ایران په روغتون کې په کرونا د اخته شوې مېرمن درملنه

تازه راپورونه ښیي چې د ایران حکومت د کرونا ویروس اړوند پېښو او مړینو په اړه معلومات پټ کړي دي.

بي بي سي ته په دې وروستیو کې په دې اړه د یوې بې‌نومه سرچینې له‌خوا د ایران د حکومت شمېرې استول شوې دي.

دا نوې شمېرې ښیي د جولای تر ۲۰مي پورې په ایران کې د کرونا ویروس له کبله نږدې ۴۲ زره کسان مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت دا شمېرې ۱۴ زره او ۴۰۵ ښودلې وې.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د کرونا وبا د خپرېدو په لومړیو میاشتو کې یادې ناروغۍ ډېر ځپلی دی. له وړاندې هم د ایران پر حکومت انتقادونه کېدل چې رښتونې شمېرې پټوي.

ټرمپ یوې امریکایي کمپنۍ ته د ټیک ټاک د اخیستو لپاره وخت ټاکلی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې امریکایي کمپنۍ لپاره د سپټمبر ۱۵مه نېټه وخت ټاکلی چې د چین ټیک ټاک کمپنۍ واخلي.

ولسمشر ټرمپ د اګسټ پر درېیمه وویل چې د امریکا د مایکروسافت کمپنۍ سره د ټیک ټاک په رانیولو کې مخالفت نه‌لري.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د مایکروسافت کمپنۍ له اجرائیوي مشر ساتیا نادیلا سره‌یې د دغه احتمالي اقدام په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ په متحده ایالاتو کې پر ټیک ټاک بندیز ولګاوه او تور یې پورې کړ چې دا ټولنیزه رسنۍ ښایي د چین له‌خوا د استخباراتي وسیلې په توګه وکارول شي.

ټیک ټاک په ټوله نړۍ کې شااوخوا یو میلیارد کاروونکي لري.

د بیلاروس ولسمشر د پارلمان فوق العاده غونډه ورغوښتې

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په منسک کې د پارلمان فوق العاده غونډه ورغوښتې.

لوکاشینکا دا اقدام څو ورځې مخکې له هغه کړی چې ټاکل شوې ده د اګست میاشتې په نهمه نېټه په دې هېواد کې ولسمشريزي ټاکنې وشي.

لوکاشینکا هڅه کوي یو ځل بیا دغه ټاکنې وګټي.

دی له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې په بیلاروس کې قدرت په لاس کې لري.

د لوکاشینکا ویاندې ناتالي ایسمانت د اګست په دوهمه نېټه وویل چې لوکاشینکا به د اګست په څلورمه نېټه پارلمان ته وینا وکړي.

تېره اوونۍ سیاسي مخالفانو د لوکاشینکا پر یوه لسیزه واکمنۍ انتقادونه وکړل.

د جرمني په "میکلن بورګ ورپومیرن" کې ښوونځي پرانیستل شول

جرمني کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي، نن د اګست په درېيمه نېټه د جرمني په شمالي ایالت کې لسګونو زره زده کوونکي بېرته ښوونځو ته روان شول.

میکلن بورګ ورپومیرن د جرمني له شپاړسو ایالتونو لومړی دی چې د مارچ میاشتې راهیسې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته یې ښوونځي پرانیستي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینز سپان اعلان کړی چې د کویډ۱۹ له خطر سره له مخامخ هېوادونو څخه جرمني ته ورتلونکي مسافر باید د کویډ۱۹ معاینات وکړي.

د اګست په لومړۍ نېټه په برلین کې د کرونا ویروس په خاطر د بندیزونو پر وړاندې لاریونونه وشول.

پولیسو ویلي په دغو لاریونو کې ۱۷۰۰۰ کسانو ګدون کړی وو.

د سږني حج مراسم بشپړ شول

د سږني حج مراسم

په سعودي عربستان کې ډېر محدود شمېر حاجیانو د سږني حج مراسم پرون بشپړ کړل.

سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو له وېرې شاوخوا زرو کسانو د حج مراسمو کې ګډون درلود، خو نورو کلونو کې به د ۱۸۰ هېوادونو څه باندې دوه میلیونه مسلمانان حج ته تلل.

پرون د حج په وروستۍ ورځ حاجیانو چې ماسکونه‌یې تړلي وو، مکې معظمې ته نږدې په مېنا کې د جمرات یا شیطان ویشتلو رکن پر ځای کړ.

له دې وروسته حاجیان مکي حرم ته راغلل او د وداع یا خدای پامانۍ طواف‌یې وکړ.

په حج کې سږ کال زیارت کوونکو ټولنیز واټن مراعات کړی و او دې چارې لپاره د حج مسؤلینو ښې اسانتیاوې هم برابرې کړې وې.

د سعودي د روغتیا مسئولینو ویلي، د حج مراسمو کې د کرونا د کومې پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دوه امریکايي ستورمزلي د مکسیکو په خلیج کې کوز شول

فراشوت کې کوز شوي ستورمزلي

امریکایي ستورمزلي ډَګ هَرلي او باب بینکین پرون یکشنبه له نړیوال فضايي سټېشنه د مکسیکو په خلیج کې کوز شول.

دا لومړی وار و چې په ۴۵ کلونو کې ستورمزلو په اوبو کې په بریالي توګه د فراشوټ په وسیله ناسته وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل ټويټر کې لیکلي چې ستورمزلو د ۴۵ کلونو کې لومړی وار د فراشوت په وسیله ناسته ترسره کړه.

ناسا د مې په ۳۱مه د ایلون ماسک کمپنۍ د سپېس اېکس پروژې په همکارۍ دوه ستورمزلي نړیوال فضايي سټېشن ته ولېږل چې لومړی وار و یوه شخصي کمپنۍ فضا ته ستورمزلي استوي.

د امریکا د موټرسایکلونو کلني فستیوال کې ۲۵۰ زره کسان برخه اخلي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د کرونا ویروس د ګواښونو سره سره سږکال د امریکا د موټرسایکلونو په کلني فستیوال کې دوه نیم لکه کسان برخه اخلي.

د موټرسایکل چلولو دا ننداره په جَنوبي دکوتا ایالت کې له پنجشنې پیلېږي او د اګسټ تر ۱۶مې دوام کوي.

که څه هم په یوه ټولپوښتنه کې د دکوتا خلکو د کرونا ویروس د خپرېدو د ګواښونو په خاطر د دغه کلني فستیوال د ځنډولو غوښتنه کړې، خو یو شمېر نورو کاروباریانو د عوایدو د ټولولو په خاطر د دې کار ملاتړ کړی دی.

ایراني چارواکي: د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیول شوي

علي ذوالقدري

ایراني چارواکو ویلي د تهران په ملت پارک کې یې د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیولي.

د ایران دولتي اژانسونو له هغې ډلې ایسنا او مهرنیوز پرون یکشنبه د تهران د عامه امنیت د پولیسو د مشر علي ذوالقدري په حواله لیکلي چې یوه ډله افغانانو د تهران په ملت پارک کې د ده په خبره د یوې ترورېستي ډلګۍ [طالبانو] بیرغ پورته کړی و او د دې غونډې عکسونه هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي و.

ذوالقدري ویلي تر دې پېښې وروسته‌یې د طالب پلویو کسانو د عکسونو خپروونکي نیولي او قضیه تر تعقیب لاندې ده.

د ټولنیزو شبکو یوه افغان فعال عارف احمدي چې په تهران کې اوسي جمعه په خپل فېس‌بوک له ملت پارکه د هغو خلکو عکسونه خپاره کړي و چې د طالبانو بیرغ‌یې پورته کړی و.

یوه ایراني خبري اژانس انصاف نیوز بیا یکشنبه ناوخته د احمدي په حواله لیکلي چې رسنیو د ده عکسونه له فېس‌بوکه بې له اجازې خپاره کړي و او دی په خپل کار پښېمانه دی.

افغان حکومت تر اوسه پورې له دې چې په تهران کې یوه ډله خلکو د دوی د وسله‌والې مخالفې ډلې طالبانو بیرغ پورته کړی څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین سید عباس عراقچي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې افغانستان ته په سفر کې ویلي و چې طالبان په ایران کې کوم مرکز یا فعالیت نه‌لري، خو د ده په خبره ښايي د ګڼو نورو افغانانو ترڅنګ د طالبانو پلویان هم دغه هېواد ته تګ راتګ کوي.

ایران کې په یوه میاشت کې نن د کرونا ویروس تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه

ایران کې په کرونا ویروس اخته مېرمن

ایراني چارواکي وايي چې نن‌یې په دې هېواد کې په نږدې یوه میاشت کې په یوه ورځ د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

فرانسپرس خبري اژانس نن د اګسټ په دوهمه نېټه د روغتیا وزارت د ویاندې له قوله راپور ورکړی چې نوموړې وايي، په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲،۶۸۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې د جولای له اتمې په راوروسته موده کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

سیما سادات لاري له ۳۱ څخه په ۲۵ ولایتونو کې د کرونا وبا وضعیت د اندېښنې وړ وباله. په ایران کې له ۳۰۶ زرو زیات کسان په کرونا اخته دي. دا هېواد د ناروغانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې په نهم ځای کې دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG