د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۸

نړۍ

چارواکي: سرپل کې ۳ ښځې وژل شوي

ارشیف

په سرپل کې په جلا جلا پېښو کې درې ښځې وژل شوي دي.

د سرپل د امنیې قومندان علام جیلاني ابوبکر د پنجشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د سرپل ولایت په پنجشیر کلي کې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خورو ورو ډزو کې له بده مرغه د فرزانې په نوم یوه 17 کلنه نجلۍ وژل شوې ده."

د ښاغلي ابوبکر په وینا یو بله میرمن د سرپل د مرکز اړوند په "بیش باغ " کلي په وهلو ډبولو وژل شوې ده.

همدارنګه د یوې دریېمې میرمنی مړی د "کورک عربیه" په سیمه کې موندل شوی دی.

د سرپل د امنیې قومندان وايي، د دې پېښو په اړه څیړنې دوام لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

مصر کې د حسنې مبارک د جنازې لپاره ځانګړي مراسم جوړېږي

د مصر د پخواني مشر حسنې مبارک جنازه

مصر نن د دې هېواد د پخواني مشر حسنې مبارک د جنازې لپاره ځانګړي پوځي مراسم جوړوي.

د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي حکومت د مبارک د مړینې له کبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

حسنې مبارک د ۹۱ کلونو په عمر پرون د قاهرې په یوه پوځي روغتون کې ومړ. د نوموړي ۳۰ کلنه واکمني په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي له اعتراضونو سره ختمه شوه.

د مصر جنرالان او لوړ رتبه افسران نن په موشیر طنطاوي جومات کې راټول شول.

د مبارک دوه زامن جمال او آلا چې تازه د فساد له تورونو پاک راوتلي هم په دې ډله کې ول.

د حسنې مبارک مړی په یوه هلیکوپټر کې دغه جومات ته ولېږدول شو.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر وژل شوی

د جاوېد الله خان د جنازې مراسم

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو سیمه‌ییز مشر چې د تندلارۍ ضد یوې ډلې غړی هم وو د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې په ډزو ووژل شو.

جاوېد الله خان تېره میاشت د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د اوصاف په نوم یوې ورځپاڼې د مسؤل مدیر په توګه ټاکل شوی وو.

د ده د تره زوی ممتاز خان ازادي راډیو ته ویلي چې دا د یوې کورنۍ ۱۵م غړی وو چې تر ۲۰۰۸ کال راوروسته وژل شوي دي.

ممتاز خان ویلي، "موږ سیاستوال یو او دا د دولت مسؤلیت دی چې زموږ امنیت خوندي کړي."

۳۶ کلن جاوېد الله خان تېره ورځ ناوخته د نامعلومو وسله‌والو تر برید لاندې راغی.

د ده یو ساتونکی پولیس له بریده روغ وتلی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

مودي د هندوانو او اقلیت مسلمانانو ترمنځ د ارامتیا غوښتنه کړې

هند کې اقلیت مسلمانان

د هند صدراعظم نرېندرا مودي په دې هېواد کې د هندوانو او اقلیت مسلمانانو ترمنځ د وروستیو لانجو په تړاو له خلکو د ارامتیا غوښتنه کړې ده.

په دغو لانجو کې په پلازمېنه نوې ډېلي کې لږترلږه ۲۰ کسه وژل شوي دي.

د هند صدراعظم نن چهارشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، "زه په ډېلي کې له خپلو خویندو او وروڼو څخه غواړم چې هر وخت په خپلو کې سوله او ورولي وساتي."

نوموړي دا هم ویلي چې وضعیت په غور سره څاري او پولیس او نورې ادارې د ثبات او ارامتیا د ډاډمنېدو لپاره کار کوي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه په پلازمېنه نوې ډېلي کې دا خونړۍ پېښې د هغو مظاهره کوونکو ترمنځ راپورته شوې چې د هندوستان د تابعیت د نوي جنجالي قانون په اعتراض راوتلي وو.

د نوي قانون له مخې هندوستان هغو کسانو ته تابعیت ورکوي چې مسلمانان نه‌دي او د خپل مذهب په خاطر د ځپنې له وېرې له ۲۰۱۶ کال مخکې هندوستان ته تللي.منتقدین وايي، دا قانون له مسلمانانو سره توپیري چلند کوي، خو حکومت دا خبره ردوي.

قزاقستان، ایران ته خپلې الوتنې ځنډوي

په قزاقستان کې نور سلطان نظربایف هوايي ډګر

قزاقستان ویلي چې په پام کې لري د مارچ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته خپلې الوتنې وځنډوي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت یوه لوړپوړي مسؤل ژانداربیک بیکشین نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا اقدام په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله کېږي.

نوموړي دا هم ویلي چې قزاقستان به جنوبي کوریا او نورو هېوادونو ته چې دغه وایروس ځپلي تګ راتګ کم کړي.

تر اوسه په قزاقستان کې د کرونا وایروس هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.

روسیې خپل وګړي ایټالیا، جنوبي کوریا او ایران ته له سفر منع کړي

د روسیې په یوه هوايي ډګر کې مسافر

روسیې له خپلو وګړو غوښتي چې ایټالیا، جنوبي کوریا او ایران ته چې د کرونا وایروس ځپلي دي، له سفره ‌‌ډډه وکړي.

د روسیې د مصرفوونکو د خوندیتوب ادارې یوه مسؤل نن خبرداری ورکړ چې ترڅو په دغو درېیو هېوادونو کې روغتیایي وضعیت ثبات نه‌وي پیدا کړی، روسي وګړي دې هلته سفر نه‌کوي.

مسکو تر دې وړاندې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې روسیې ته د چینایي وګړو پر ورتلو بندیز لګولی وو.

د دې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې وړاندې په روسیې کې لیدل شوې وې چې یوه‌یې په سایبریا کې په چیتا ښار او بله په تیومن سیمه کې وه. دواړه کسان تر درملنې وروسته له روغتونونو خارج شوي دي.

د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوي

عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس د یوې پېښې تأیید وکړ.

نړۍ ۳۰ هېوادونو راپور ورکړی چې د کرونا وایروس مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

تر چین وروسته چې د دې وایروس د خپرېدو اصلي ځای دی ډېرې پېښې په جاپان، جنوبي کوریا، ایټالیا او ایران کې دي.

عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس یوه پېښع تأیید کړه.

کرونا وایروس په چین کې ۲۷۱۵ کسان مړه کړي او له چین بهر د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی.

په چین کې ۷۸۰۰۰ او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۲۷۰۰ کسان په دې وایروس اخته دي.

په ځینو هېوادونو کې د کرونا وایروس پېښې په هغو کښتیو کې تأیید شوي چې د چین له مسیره تېرې شوې دي.

په اوکراین کې د یوې کښتۍ ۲۵ کارکوونکو د حکومت له‌خوا له کښتۍ د کته کېدو غوښتنه رد کړه.

په دې کښتۍ کې دوه کسان په کرونا وایروس اخته و چې روغتون ته وړل شوي.

ایران سره د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه اتریش کې غونډه کوي

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه جرمني، فرانسه، بریتانیا، چین او روسیه هڅه کوي چې دا تړون خوندي کړي.

له ایران سره د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه نن چهارشنبه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې غونډه کوي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه جرمني، فرانسه، بریتانیا، چین او روسیه هڅه کوي چې دا تړون خوندي کړي.

د ایران استازی هم دې غونډې ته ورځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دا یو چانس دی مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي د کړکېچ مخه به ونیسو.

دا غونډه وروسته له هغه جوړېږي چې جرمني، فرانسې او بریتانیا ځیني جنجال پاروونکي پروسیجرونه منځته ته راوستل چې ښايي پر تهران د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا پیل کړي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره له اټمي تړونه ووته او په ایران‌یې سخت بندیزونه پیل کړل.

ایران هم د دغه تړون له رعایته سرغړونه کړې ده او د یورانیمو بډاینې ته‌یې دوام ورکړی دی.

ایران ویلي که بندیزونه ترې لیرې شي بېرته به د تړون د موادو رعایت ته ورستون شي.

د کويټ هوايي چلند ادارې سينګاپور او جاپان ته الوتنې ځنډولي

په کويټ کې د کرونا ٩ پېښې ثبت شوي.

د کويټ د ملکي هوايي چلند ادارې پرون سې شنبه اعلان وکړ، چې سينګاپور او جاپان ته يې ټولې الوتنې وځنډولې.

د کويټ خبري اژانس کُنا راپور ورکړى، چې دا اقدام د کرونا وايروس د خپرېدو له ویرې اخیستل شوى دى.

اژانس وايي دا بيان د کويټ د روغتيا وزارت له لارښوونې سره سم خپور شوى دى.

کويټ تېره شنبه د کرونا وايروس له کبله خپلې الوتنې جنوبي کوريا، ايران، ټايلنډ، ايټاليا او عراق ته هم وځنډولې.

په کويټ کې د کرونا ٩ پېښې ثبت شوي، چې چارواکي وايي په دې وايروس ټول اخته کسان له ايرانه ورغلي دي.

ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی

په نړۍ کې په دې وژونکي وايروس تر ٨٠زرو ډېر کسان اخته شوي او شاوخوا ٢٧٠٠ کسان يې تر ډېره په چين کې مړه کړي دي.

په ايران کې په کرونا وايروس د ٣ نورو کسانو له مړينې سره په دې وايروس د مړو شمېر ١٦ ته ورسېد.

دا له چين د باندې، چې په دې وژونکي ډېر کسان مړه شوي، د مړينو تر ټولو لوړ شمېر دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته د خبرو پر مهال د ايران له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دې ناروغۍ په اړه حقايق ووايي.

هغه زیاته کړه: "د امريکا متحد ايالاتونه د هغو معلوماتو له کبله سخت اندېښمن دي، چې ښيي د ايران رژيم ښايي په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه مهم جزئيات پټ کړي وي."

مايک پامپيو وويل د ايران په ګډون ټول هېوادونه دې د کرونا وايروس په اړه حقايق ووايي او له نړيوالو مرستندويو سازمانونو سره دې همکاري وکړي.

د کرونا وايروس د خپرېدو په اړه اندېښنې وروسته له هغې زياتې شوې، چې په ايران، ايټاليا او جنوبي کوريا کې په دې ويراوس د خلکو د اخته کېدو تازه پېښې زياتې شوې.

په نړۍ کې په دې وژونکي وايروس تر ٨٠زرو ډېر کسان اخته شوي او شاوخوا ٢٧٠٠ کسان يې تر ډېره په چين کې مړه کړي دي.

جرمني کې ۵۲ کسان ټپیان شوي

د پولیسو په وینا یوه وګړي په هغه ښار کې د خلکو پر یوه کارنیوال یا مېله موټر ور چلولی دی.

د جرمني چارواکي وايي چې ۵۲ تنه نن، د فبرورۍ په ۲۵مه په هېس ښار کې زخمیان شوي دي.

د پولیسو په وینا یوه وګړي په هغه ښار کې د خلکو پر یوه کارنیوال یا مېله موټر ور چلولی دی.

پولیسو ویلي چې ۱۸ تنه په روغتون کې بستر دي.

د پېښې دلیل نه دی څرګند خو پولیسو دا رد کړې چې موټر چلونکي الکول څښلي و.

پولیسو یو وګړی نیولی چې د پېښې ویډيو اخیسته.

د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک ومړ

حسنې مبارک

د مصر له واکه لرې کړای شوی ولسمشر حسنې مبارک مړ شوی دی.

د مصر دولتي ټلوېزیون نن، د فبرورۍ په ۲۵مه د مبارک د مړینې خبر خپور کړ.

مبارک د مرګ په وخت ۹۱ کلن و.

له هغه دوه زامن پاتې دي.

اماراتو د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف ایران ته پروازونه لغوه کړي

ایران تر چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی چې ډېر خلک د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي.

متحده عربي اماراتو د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره ایران ته ټول پروازونه لغوه کړي دي.

ایران تر چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی چې ډېر خلک د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي.

په ایران کې رسمي شمېرې څرګندوي چې ۱۵ تنه مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې ۸۰ زره وګړي په کرونا وایروس اخته شوي او ۲۷۰۰ کسان په دې وایروس مړه شوي چې اکثر په چین کې دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د هغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په وروستیو ۲۴ ساعتونوکې د کرونا وایروس درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

د ایراني لاریون کوونکو د ځپلو په تړاو د بشري حقونو څار سازمان غوښتنه

تېر کال د نومبر په میاشت کې په تهران او د ایران په تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو کې خلک لارو او کوڅو ته راووتل.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو پر کمېسون غږ کړی چې د هغه بندیز په اړه چې تېر کال د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو ولګاوه او هغوي یې وځپل، جدي دریځ خپل کړي.

تېر کال د نومبر په میاشت کې په تهران او د ایران په تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو کې خلک لارو او کوڅو ته راووتل.

هغوی په لومړیو کې د تېلو د نرخ د لوړېدو او اقتصادي کمزورۍ پر ضد یې اعتراضونه پیل کړي و، خو کله چې ځوانو لاریون کوونکو د اسلامي جمهوري د مشرانو د له واکه لیرې کېدو نارې پیل کړې، نو امنیتي ځواکونه ورغلل او هغوی یې وځپل.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې له هغې پېښې درې میاشتې تېرې شوي، خو د ایران چارواکو لا رسماً نه‌ده اعلان کړې چې څومره کسان وژل شوي، نیول شوي او ټپیان دي.

فرانسه اسیې بي بي ته افتخاري تابعیت ورکوي

اسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې له څو مسلمانو ښځو سره تر لانجې وروسته د پنجاب د یوې محکمې له‌خوا په ارتداد محکومه شوه.

په پام کې ده چې د پاریس ښارواله اني هیدالګو پاکستانۍ عیسوۍ مېرمنې اسیې بي بي ته د فرانسې د افتخاري تابعیت سند ورکړي.

مېرمن هیدالګو به دا سند چې په ۲۰۱۴ کال کې چمتو شوی و، نن رسماً نوموړې ته وسپاري.

۴۹ کلنې اسیې بي بي چې د ارتداد په تور یې څو کاله د پاکستان په زندان کې تېر کړل پرون د فبرورۍ په ۲۴مه وویل په فرانسه کې د سیاسي پناه په لټه کې ده.

هغې د فرانسې له راډیو سره په مرکه کې وویل، په فرانسه کې ژوند کول‌یې ستر ارمان و.

اسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې له څو مسلمانو ښځو سره تر لانجې وروسته د پنجاب د یوې محکمې له‌خوا په ارتداد محکومه شوه او تر ۲۰۱۸ کال پورې چې د نړۍ په کچه د هغې د خوشې کېدو لپاره غږونه اوچت شول، په زندان کې وه.

اذربایجان او ارمنیا یو بل د اوربند پر ماتولو تورن کړي

ارشیف

اذربایجان او ارمنیا د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله یو بل د اوربند پر ماتولو تورن کړي دي.

د اذربایجان د پوله‌ساتنې دولتي ادارې د دوشنبې په ورځ وویل د ګزاخ په سیمه کې یو اذربایجاني سرتېری د ارمنیانو په ډزو وژل شوی دی.

د ارمنیا د دفاع وزارت یو ویاند بیا ویلي یو سرتېری یې په جګړه کې برسېرن ټپي شوی دی.

باکو او یرېوان له کلونو راهیسې د اذربایجان څخه د جلا شوې نه‌ګورنو قره‌باغ د سیمې پر سر خپلو کې په کړکېچ کې دي.

د ارمنیا ملاتړ لرونکو بېلتون غوښتونکو دا سیمه چې اکثریت وګړي یې ارمنیان دي د ۱۹۹۰ کلونو په جګړه کې ونیوله. په دې جګړه کې تر ۳۰ زرو زیات کسان ووژل شول.

تر اوسه پورې د دې کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماتیکو هڅو کې ډېر پرمختګ نه‌دی شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG