د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ارټ نیوز: د سرخ کوتل غلا شوې مجسمه بېرته افغانستان ته سپارل کېږي


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان انتخاباتو او په دې هېواد کې د سولې بهیر ته پام کړی دی.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یوه میاشت وروسته د چهارشنبې په ورځ د خپل کار پای ته رسولو پرېکړه اعلان کړه.

د دې کمېسیون د پرېکړې یوه مهمه برخه ۳ لکه جنجالي رايې دي چې برخلیک‌یې بیا شمېرنه ټاکل شوې.

اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دنده لري چې د رایو محلونو د بیا شمېرنې او پلټنو بهیر پیل کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، ډېری څېړونکي بېره لري چې د رایو د پلټنې بهیر به څو اوونۍ نور هم دوام وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه د ولسمشر غني مخالف کاندیدان پر کمېسیون تور پورې کوي چې د ولسمشر پلوي کوي.

ورځپاڼه لیکي، خو د ولسمشر غني پلویان پر مخالفو کاندیدانو د تخریبوونکې لوبې تور پوري کوي چې د دوی په وینا هدف‌یې د ولسمشر له ننګونو سره مخامخ کول او په راتلونکي حکومت کې برخه ترلاسه کول دي.

نیویارک ټایمز لیکلي، دا سیاسي بحران د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر مهال رامنځته شوی دی.

ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې ورځې خبرو ته هم اشاره کړې ده.

ټرمپ د امریکا کانګرس ته وینا کې وویل، د افغانستان ۸۱ کلنې جګړې ته د پای ټکی ایښودو او د امریکايي ځواکونو بېرته کور ته د راستنولو په هدف د سولې پر موافقه‌لیک کار کوي.

د افغانستان د نظامي او امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستاني وايي، د ټرمپ خبرې کولای شي افغان حکومت ته یو خبرداری وي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته چمتووالی ونیسي.

ښاغلي کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، امریکا له افغانستان نه د یو شمېر ځواکونو ایستل غواړي، د ټولو نه.

اوس‌مهال امریکا تر ۱۳ زرو سرتېرو په افغانستان کې لري.

  • ارټ نیوز

په افغانستان کې له یوه عبادت ځایه غلا شوې لرغونې مجسمه به چې د بریتانیا د پولیسو لاس ته ورغلې، بېرته افغانستان ته وسپارل شي.

دا د ارټ نیوز خپرونې د مقالې عنوان دی.

خپرونې لیکلي، د سرخ کوتل د عبادت ځای مجسمه شااوخوا ۳۰ کاله مخکې د افغانستان له ملي موزیم څخه غلا شوې وه.

په مقاله کې راغلي، دا لرغونی اثر په ۱۹۵۰م کال کې د فرانسې لرغون‌پوهانو په سرخ کوتل سیمه کې کشف کړی وو.

دا د دوو خواوو مجسمه روښانه ژړ رنګ لري او اوس‌مهال د لندن په موزیم کې نندارې ته ايښودل شوې ده.

ټاکل شوې ده د روان کال په پای کې د کابل ملي موزیم ته انتقال شي.

په بریتانیا کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد د دې مجسمې د کشف کولو په خاطر د بریتانیا پولیس وستایل.

XS
SM
MD
LG