افغانستان
چارواکي: طالبانو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی
په تخار کې چارواکي وايي وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ورځ تالقان ښار ته څېرمه د یو منځني ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی، خو طالبانو یې ادعا رد کړې.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر پرون ازادي راډیو ته وویل، ښوونځی په بشپړه توګه لهمنځه تللی دی.
هغه زیاته کړه: "طالبانو د ۱۱ بجو شااوخوا د بارک ولسوالۍ او دوهمې حوزې په منځ کې د بودَلې په نوم کلي کې یو منځني ښوونځي ته اور اچولی په دې کې د مکتب ودانۍ، کتابونه، مېز، څوکۍ او ټول وسایل سوځېدلي دي، طالبان له سیمې وتلي او ښوونځی په بشپړه توګه لهمنځه تللی دی."
د چارواکو په وینا دې منځني ښوونځي کې سلګونه انجونو او هلکانو زدهکړې کولې.
د تخار د پولیسو د ویاند په وینا د اور لګېدو پر مهال ښوونځي کې زدهکوونکي یا نور څوک نهو موجود.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپل ټویټر دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي دا سیمه د حکومت تر ولکې لاندې ده او ټینګار یې کړی چې دوی "د ښوونځیو حمایت کوي نه دا چې کوم زیان ورته ورسوي."
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو درې ورځنی نندارتون
د افغاني محصولاتو نندارتون پرون (چهارشنبې) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانیستل شو.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، جلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.
د شانګهای د همکارۍ سارمان د کابل او اسلامباد د شخړو د حل لپاره د منځګړتوب وړاندیز وکړ
د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ویلي چې دا سازمان کولای شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې منځګړیتوب وکړي، خو یوازې هغه وخت چې دواړه خواوې د خبرو اترو لپاره سیاسي اراده وښيي.
نورلان یرميکبایف وویل چې د سازمان غړي هېوادونه کولای شي له موجودو میکانیزمونو څخه د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل د هڅولو لپاره کار واخلي، خو دا به هغه وخت ممکن وي چې دواړه لوري چمتو وي. هغه وویل: «د هر ډول داسې هڅې لپاره اساسي شرط د اړخونو سیاسي اراده ده.»
ده زیاته کړه چې دا سازمان د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې بدلونونه له نژدې څاري او د افغانستان او شاوخوا سیمو ثبات د پراخ سیمهییزې امنیت لپاره ډېر مهم ګڼي.
په ورته وخت کې، یرميکبایف وویل چې تر اوسه نه له اسلاماباده او نه هم له طالبانو څخه کوم رسمي غوښتنلیک ترلاسه شوی چې دا سازمان د منځګړیتوب یا خبرو اترو لپاره رامخکې شي.
یرميکبایف وویل چې دا سازمان د سیمهییزو شخړو د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د حل ملاتړ کوي، او د ملي حاکمیت درناوی او ګډې حللارې مهم اصلونه بولي.
په دې ترڅ کې، روسیې او یو شمېر نورو سیمهییزو هېوادونو مخکې هم چمتووالی ښودلی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان له نوښتونو څخه یو د «شانګهای–افغانستان د تماس ډله» ده، چې د سیمهییز ثبات لپاره د خبرو او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
کرزی: د نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز هیواد کمزوری کوي
نن پنجشنبې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال په داسي حال کې پیلېږي چې د پر له پسې پنځم کال په مخه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې دي.
په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د بندیزونو دوام هېواد کمزوری کوي.
هغه د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له زدهکړو څخه د نجونو محرومول او د ښځو پر کار محدودیتونه د افغانستان ټولنه لا ډېرو ستونزو ته ټېل وهي.
پخواني ولسمشر ویلي چې د دې ډول پالیسیو دوام به د هېواد ثبات او پرمختګ ته نه جبرانېدونکې تاوانونه ولري.
کرزي ټینګار وکړ چې د ټولو ماشومانو لپاره زدهکړه — که نجونې وي او که هلکان — د ملي پرمختګ، ځان بسیاینې او عزتمن ژوند لپاره ضروري ده.
هغه وغوښتل چې ښوونځي او پوهنتونونه دې نجونو ته بېرته پرانستل شي او ښځو ته دې اجازه ورکړل شي چې کار وکړي او په ټولنه کې بشپړ ګډون ولري.
ښاغلي کرزي د نوي تعلیمي کال پیل ته په اشارې، د ښوونځي د زنګ غږ «د نوې هیلې ژمنه» وبلله او له زدهکوونکو یې وغوښتل چې د لوړو زدهکړو لپاره هڅه وکړي.
په هلمند کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه مړه شول
د سخت باران له امله په هلمند ولایت کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) د سنګین ولسوالي په کارېز کلي کې وشوه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د کور د چت د نړېدو علت سخت باران ښودل شوی دی.
همداراز، شپږ نور کسان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي او د درملنې لپاره سیمهییز روغتون ته وړل شوي دي.
پاکستان د کډوالو د ستنولو لپاره تورخم په جزوي ډول پرانیزي
د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د تورخم دروازه په جزوي ډول بېرته پرانیزي، څو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر اسانه شي.
د تورخم او سپین بولدک د دوو مهمو لارو په شمول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو لارو بندېدو نه یوازې سوداګري ګډه وډه کړې، بلکې د دیورند کرښې د دواړو غاړو د خلکو تګ راتګ یې هم اغېزمن کړ.
پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې د تورخم او سپین بولدک لارې به یوازې د افغان کډوالود بېرته ستنولو لپاره پرانیستل شي.
پاکستان سلګونه زره افغان کډوال چې د دغه هیواد د چارواکو په وینا بې اسناده وو او همداراز د «افغان تابعیت لرونکي» بېرته ستنېدو ته اړ کړي دي.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اختر له له پای ته رسېدو وروسته، د خیبر پښتونخوا په کچه د بېاسناده افغان کډوالو پر ضد عملیات چټکېږي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د اختر په ورځو کې د نیونو بهیر په موقتي ډول درول شوی و. اوس باور د پاکستان د قانون پلي کوونکې ادارې غواړي سخت اقدامات بېرته پیل کړي، او هغه کسان ونیسي چې قانوني اسناد نه لري.
د نهو افغان کډوالو د کمپونو د تړلو بهیر، چې د رخصتیو په لړ کې ځنډول شوی و، ډېر ژر بیا پیلېږي.
جنوبي وزيرستان کې د يوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
په جنوبي وزيرستان کې ناپېژاندو وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.
د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه پرون (د مارچ پر ۲۴مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ملک سردار علي د کورنۍ غړي دي.
هغه زیاته کړه چې پولیسو په اعظم ورسک کې د مشکوکو کسانو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو،شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو د تښتونې پیښې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره وايي ، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان اوخیبر پښتونخوا کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.
په ۲۱ولایتونو کې د وروښتونو خبرداری ورکړل شوی
د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ریاست نن چهارشنبې د افغانستان په ۲۱ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست په فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندی، غزنی، بامیان، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، کابل، پروان او ننګرهار ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.
له دې سره همهاله، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د روانې میاشتې تر پایه د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د وروښتونو اټکل کړی چې د دې ادارې په خبره، د کرنې په برخه کې به له کروندګرو سره لویه مرسته وکړي.
دغې ادارې د وروښتونو له کبله د سیلابونو خبرداری هم ورکړی دی.
نن چهارشنبې په لندن کې د طالبانو د مخالفو څیرو د ناستې دویمه ورځ ده
نن چهارشنبې په لندن کې د طالبانو د مخالفو څیرو د ناستې دویمه ورځ ده.
دغه ناسته چې د "اتفاق او باور جوړونې " تر نامه لاندې پیل شوې له څه باندې ۴۰ د سیاسي ګوندونو، بهیرونو، مدني ټولنو غړو، رسنیو او خبریالانو په کې ګډون کړی دی.
"د افغانستان لپاره د ښځو" په نوم یو بنسټ د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي،" د لندن د ناستې موخه د افغانستان د مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي".
له دې مخکې د طالبانو مخالفو څیرو د تیرکال په میزان میاشت کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ورته ناسته جوړه کړې وه.
د طالبانو حکومت یو امریکايي تبعه دینس کویل خوشې کړ
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې کویل د اختر په مناسبت خوشې شوی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کویل د افغانستان د نافذو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوی و، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو له سفیر او د دینس کویل د کورنۍ له یوه غړي سره ولیدل.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، کویل شاوخوا یو کال پخوا په افغانستان کې نیول شوی و.
د روغتیا نړیوال سازمان، نری رنځ د افغانانو لپاره یو جدي روغتیايي ګواښ بولي
د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیواېچاو) وایي چې د نري رنځ ناروغي لا هم په افغانستان کې یو جدي روغتیايي ګواښ دی.
دې سازمان نن د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د خپل استازي اېډوېن سېنېزا سلوادور له قوله په اېکسپاڼه کې لیکلي چې هر کال زرګونه کسان په افغانستان کې پر توبرکلوز اخته کېږي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د نري رنځ ډېرې پېښې نه تشخیص کېږي.
په خبر کې دا هم ویل شوي چې پر وخت د نري رنځ د تشخیص لپاره او دا چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅوک له پامه نه غورځول کېږي، ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ده.
د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، د دې ساري ناروغۍ له کبله په ۲۰۲۴ کال کې د یو میلیون او ۲۳ زره کسانو مړینې ثبت شوې وې.