د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

ډیفنس ون: لا وختي ده چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له منګولو د څه باندې ۶۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خوشې کولو ته توجه کړې ده.

دغه سرتېري سې شنبه د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو او بهرنیو عسکرو په ګډو عملیاتو کې خوشې شول.

د بادغیس د والي ویاند نجم‌الدین برهاني ازادي راډیو ته وویل چې دغه ځواکونه له یو کال راهیسې د طالبانو په بند کې ول.

ورځپاڼې د ډیموکراسیو د دفاع بنسټ د یوه لوړپوړي شنونکي بل روګیو په حواله لیکلي دا عملیات ښيي چې د افغان خاصو ځوکونو د عملیاتي وړتیاوو سطحه ښه شوې ده.

بل روګیو ویلي داسې عملیات په تېرو درې څلورو کلونو کې نه‌و شوي.

واشنګتن پوسټ د روګیو په حواله زیاته کړي چې د داسې عملیاتو بریا بیا هم ستونزه نه‌شي هوارولی، بلکې اصلي ستونزه د نیول شویو سیمو په بیا ساتلو کې ده.

ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د ډسمبر میاشتې راپور ته هم اشاره کړې ده.

په دې راپور کې راغلي چې ترهګرې ډلې لا هم افغان او بهرني عسکر له لویو ننګونو سره مخ کوي.

د افغانستان د سیاسي مسایلو شنونکي عزیز رفیعي ازادي راډيو ته ویلي چې په افغان جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې ستړې شوې دي.

ښاغلي رفیعي هیله ښودلې چې دا ستړیا دې د اوربند د ټینګښت پلمه وګرځي.

  • ډیفنس ون

ډیفنس ون په نوم د امریکا یوې شنونکې خپرونې لیکلي لا وختي ده چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره امریکايي پوځیان له دې هېواده ووځي.

دې شنونکې خپرونې د افغان سولې د خبرو په اړه په افغانستان کې د امریکا د یوې پخوانۍ لوړپوړې ډیپلوماتې ان فورزایمر مقاله خپره کړې ده.

مېرمن فورزایمر د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکا د سفارت مرستیاله وه او له هغه راوروسته د ۲۰۱۹ کال تر وروستیو د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د برخې د مرستیالۍ دنده مخته وړې.

ډیفنس ون د ان فورزایمر په حواله لیکلي چې له افغانستانه د امریکا یو دمي وتل به هغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي چې له ۲۰۰۱ کاله راهیسې د امریکا په همکارۍ ترلاسه شوي.

ان فورزایمر ویلي د یوې ډیپلوماتې په توګه پوهېږي چې له افغانستانه وتل د جګړې د پای ته رسولو سمه لار ده، خو باید دا لار داسې وي چې پرې بیا ورتګ ته ضرورت پېښ نه‌شي.

د مېرمن فورزایمر په حواله وړاندې راغلي له دې سره چې د سولې په خبرو کې یو ګام پرمختګ شوی او افغان متحدین په خپله جګړه مخته وړي په افغانستان کې د امریکا نه‌ختمېدونکې جګړه هم په پای ته رسېدو ده.

هغې بیا ټینګار کړی چې له دې ټولو سره سره امریکا باید په افغانستان کې پاتې وي او د دغه هېواد د ثبات په ټینګښت کې همکاري وکړي.

دې پخوانۍ لوړپوړې امریکايي ډیپلوماتې داسې وخت د افغان سولې د بهیر او تر هغه وروسته په افغانستان کې د امریکا د همکاریو په دوام ټینګار کړی چې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکا مرکچي پلاوی له طالبانو سره په وقفه‌يي شکل د سولې خبرې مخته وړي.

خلیل‌زاد او د طالبانو سیاسي مشرتابه وروستی وار د جنورۍ په ۲۰مه په دوحه کې ناست و او تر هغه مخکې داسې راپورونه و چې د دوی ترمنځ به د لنډمهالي اوربند یا د تاوتریخوالي د کمښت کوم تړون لاسلیکېږي.

XS
SM
MD
LG