د دوو امریکايي سرتېرو د مړو د ترلاسه کېدو وروسته چې په غزني ولایت کې د دوشنبې په ورځ په هوايي پېښه کې ووژل شول، دې پېښې د یو شمېر رسنیو پام جلب کړی دی.
- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، الوتکه په داسې حال کې لوېدلې چې د امریکا او طالبانو مذاکره کوونکو ترمنځ خبرې ځنډېدلې پاتې دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، امریکا د رسمي خبرو تر بېرته پیلېدو مخکې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کوي.
په مقاله کې راغلي چې د طالبانو مشرانو د روانې میاشتې په لومړیو کې د تاوتریخوالي د کمولو وړانديز کړی وو، خو دې ډلې د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې امریکايي الوتکهیې ویشتلې ده.
د امریکا پوځ وايي، هېڅ نښهیې نهده ترلاسه کړې چې د طالبانو ادعا ثابته کړي.
پنټاګون په یوه اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ وویل، هغه دستګاه چې د الوتکې د تور بکس ته ورته ده، د امریکا د پوځ لاس ته رسېدلې او تحقیق ورباندې روان دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د سولې خبرو د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه هم زیاته کړې ده ځکه دواړه غواړي په جګړه کې برلاسي واوسي.
ورځپاڼې د بېلګې په توګه تر ۲۰۱۴م کال وروسته ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو لپاره تر ټولو مرګونی کال یاد کړی دی.
تېر کال په افغانستان کې په ټوله کې ۲۰ امریکايي نظامیان ووژل شول.
- وال سټريټ ژورنال
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د امریکا پوځ یوازې د دوو وګړو مړي چې په غزني ولایت کې وژل شوي وو، ترلاسه کړي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، د دې اندېښنې له کبله چې ښايي د الوتکې پاته برخه او د نورو قربانیانو مړي له جګړهمارانو سره وي، د لټون او ژغورلو عملیات ځنډېدلي دي.
په مقاله کې راغلي چې طالبانو د الوتکې د رالوېدو خبره په خوشحالۍ ولمانځله، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت وال سټريټ ژورنال ته ویلي، هېڅ شواهد یې نهدي ترلاسه کړي چې ثابته کړي الوتکه د دښمن لهخوا د ویشتل کېدو په نتيجه کې لوېدلې وي.
د ورځپاڼې په لیکنه، د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، فني عوارض د الوتکې د لوېدو لامل وو. د دې چارواکي په وینا لوېدلې الوتکه په کندهار ولایت کې د دېره امریکايي هوايي ځواکونو اړوند ده.