د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۳۷

خبرونه

ولادیمیر پوتین نعمه یساکر وبخښله

په روسیه کې بندي د اسرائیل او امریکا تابعیت لرونکې نعمه یساکر.

د روسیې ولسمشر ۲۷ کلنه نعمه یساکر چې هم د اسرائیل او هم د امریکا تابعیت لري، وبخښله او له زندانه‎یې خوشې کړه.

دا نجلۍ د مخدره موادو د قاچاق په تور په اووه نیم کاله بند محکومه وه.

په هغه بیان کې چې پرون خپور شو او ولسمشر ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، په‎کې راغلي دي چې د بشري خواخوږۍ له مخې یې دا نجلۍ بخښلې ده.

ایساکر د اپرېل په میاشت کې له هنده اسرائیل ته روانه وه چې په مسکو کې ونیول شوه. پولیسو له دې سره نهه ګرامه مروانا موندلي وو.

ولسمشر پوتین تېره اوونۍ، پنجشبه د اسرائیل د رسمي سفر پر مهال د دې نجلۍ له مور سره لیدلي و او له هغې سره‎یې ژمنه کړې وه چې دا نجلۍ به له زندانه خوشې کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چارواکي: نورستان کې د کچالو حاصل ۲۰ سلنه زیات شوی

ارشیف، د افغانستان کچالو

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، روان کال په نورستان کې د کچالو په حاصل کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، تېر کال په دغه ولایت کې په ۲۰۰ هکتاره ځمکه کې کچالو کرل شوي وو چې نږدې څلور زره مټریک ټنه کچالو یې کړي وو.

د نوموړي په وینا، روان کال په دغه ولایت کې په ۲۳۰ هکتاره ځمکه کې کچالو کرل شوي و چې څلور زره ۶۰۰ مټریک ټنه کچالو یې کړي، زیاتره ځمکه په مرکز پارون کې کرل شوې ده.

ښاغلی رستمي زیاتوي چې دا شمېرې ښکاره کوي چې د تېر کال پرتله ورکې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، د کچالو کښت ته د بزګرانو لېواتیا، کچالو لپاره د مناسب بازار او بزګرانو سره فني او مسلکي مرستې هغه عمده لاملونه دي چې په نورستان کې د کچالو په حاصل کې زیاتوالی راوستی.

افغانستان: بېلابېلو هېوادونو ته صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

ارشیف، له کابل هوايي ډګره صادریدونکي توکي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته په صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې د سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني له قوله ویل شوي چې روان کال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د صادراتو د زیاتوالي او سوداګریزو چارو د سمون لپاره څو تړونونه لاسلیک شوي وو چې ورسره د سبزیو او مېوو په صارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د غوریاني په خبره وچه مېوه او زعفران د افغانستان له عمده صادراتي توکو حسابېږي او د اینجې 'هېنګ' بوټي د پروسس او بسته بندي او د صادارتو د څرنګوالي په موخه له څو خصوصي او دولتي بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه تر لاس لاندې دي.

د صنعت وزارت وايي، ټاکل شوې چې د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې ډېر ژر یو شپږ میاشتنی نړیوال نندارتون هم جوړ شي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې دغه نندارتون کې د افغاني توکو د ګډون او نندارې ته د اېښودلو لپاره چمتوالی روان دی.

ولسمشر غني ایران ته ولاړ

ارشیف، ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) سهار ایران ته روان شو.

نوموړی به تهران کې د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او له ایراني چارواکو سره به جلا جلا لیده کاته هم ولري.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې یو ورځني سفر کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نور چارواکي د ولسمشر ملګرتیا کوي.

ښاغلي رییسي د سې شنبې په ورځ هم د تحلیف یو لړ مراسم ترسره کړل، خو نننۍ مراسم یې د ایران په پارلمان کې ترسره کېږي.

امریکا: ایران هغه بېړۍ یرغمل کړې وه چې د پاناما بیرغ پرې رپېده 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

امریکایي چارواکي ګمان کوي چې عمان خلیج کې ایراني ځواکونو هغه بېړۍ یرغمل کړې وه چې د پاناما بیرغ پرې رپېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، هغه کسان چې دا بیړۍ یې پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه برمته کړې وه ایرانیان و، خو په خبره یې سملاسي داسې حالت کې نه دي چې دا خبره تایید کړي.

د بریتانیا سمندري ځواکونو پرون وویل، د متحده عربي اماراتو ساحل ته نژدې دا بېړۍ چې قیر په کې بار و، له برمته کېدو وروسته بېرته خوشې شوې ده.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب بیا ویلي، دوی دې پېښه کې لاس نه لري.

روسیه کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړل شوي

کرملین ماڼۍ

د روسیې د رسنیو چارواکو دغه هېواد کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړلي دي.

د 'Open Media' او 'MBKH' په نوم دغو چینلونو پرون وویل چې کاروونکي یې د دوی وېب پاڼو ته لاس رسی نه لري.

دوی ویلي، تراوسه یې د چارواکو له خوا هېڅ داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي چې وښيي، ولې یې د دوی رسنۍ تړلې دي.

د ازادو رسنیو پر وړاندې د روسیې دا تازه ګام داسې مهال پورته کېږي چې دغه هېواد کې راتلونکې سېپټمبر میاشت پارلماني ټاکنې کېږي.

دا دوه خبري چینلونه د کرملین د منتقد میخایل خودورکوسکي له خوا حمایه کېږي، نوموړی روسیه کې له لس کلن زندان وروسته لندن ته تللی دی.

راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غږیږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

تمه ده چې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

ځینو ډپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې ښایي دا غونډه د شنبې یا یکشنبې په ورځ وشي.

د افغانستان حکومت د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ د داسې یوې غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې شخړې کمې کړي. د امنیت شورا په بیان کې پر اوربند هم ټینګار وشو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې د تېرکال همدې مودې پرتله ملکي تلفات اووه څلوېښت په سلو کې زیات شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه ژوره اندېښنه وښوده

د اسلامي همکاریو سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د دې سازمان عمومي مشر یوسف بن احمد العثیمین په یوه بیان کې چې د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ خپور شو، وویل چې په افغانستان کې د وروستیو شخړو د قربانیانو له کورنیو سره او د افغانستان له حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.

په دې بیان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار شوی دی او هر راز ترورېزم غندل شوی دی.

نی: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لسګونه رسنۍ فعالیت نه کوي

ارشیف

په هغو سیمو کې چې طالبانو په وروستیو کې نیولي دي د لسګونو راډیوګانو او ټلوېزیونونو خپرونې بندې شوي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وایي چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو د نیولو او په ولایتونو کې د جګړو له شدت سره یو پنځوس رسنۍ د اپریل له میاشتې راهیسې فعالیت نه کوي.

د نی په باور د دې رسنیو د بندېدو له امله تر زرو ډېرخبریالان او د رسنیو کار کوونکي بې کاره شوي دي.

د طالبانو د رژیم په وخت یوازې شریعت غږ راډیو خپرونې کولې او په دوه زره لومړي کال کې د دوی د رژیم له ماتې را وروسته په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یو سل او اویا راډیوګانو او لسګونو ټلویزیونونو خپرونې پيل کړي دي.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي چې د وروستیو امنیتي ستونزو له امله تر سلو ډېرو خبریالانو له ولایتونو کابل ته پناه راوړې ده.

د هرات په لسګونو مېرمنو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې را واخیستې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هرات په لسګونو مېرمنو په سمبولیک ډول پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) وسلې را واخېستې او په دې ډول یې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ څرګند کړ.

دا مېرمنې د هرات د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په کور کې راغوندې شوې وې او ویل یې چې دوی دې ته چمتو دي چې د نارینه وو ترڅنګ د هرات د ښار دفاع وکړي.

د دې مېرمنو له ډلې، رقیې او سوسن ازادي راډیو ته وویل: "غواړم دښمن ته دا څرګنده کړم چې زموږ هېواد او خلک یوازې نه دي، موږ ټول سره متحد یوو، طالبان به له هېواده وشړو.

-موږ د امیر صاحب اسماعیل خان ملاتړ کوو، ما له پرون راهیسې د خپل هېواد د یو نیم زر کسانو لپاره ډوډۍ پخه کړې ده."

اسماعیل خان تردې مخکې د هرات له استوګنو غوښتي وو چې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره منظم شي.

د هرات ښار له امنیتي کمربندونو سره د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د بلاروس لوبغاړې 'کرستینا' له جاپانه پولنډ ته ورسېده

د بلاروس لوبغاړې کرستینا څیما نوسکایا

د بلاروس لوبغاړې کرستینا څیما نوسکایا له توکیو څخه پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) د ډپلوماټیکو هڅو په ترڅ کې وارسا ته ورسېده.

د ځغاستې دې لوبغاړې د امنیتي ستونزو له امله ونه غوښتل چې خپل هېواد ته ستنه شي.

د دې لوبغاړې دې پېښې یو ځل بیا د نړیوالو پاملرنه د بلاروس د مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا ناوړه چلند ته واړوله چې د خپل هېواد له سیاسي مخالفانو او د رسنیو له فعالانو سره یې کوي.

په بلاروس کې تېرکال د اګسټ په میاشت کې انتخابات وشول چې په کې لوکاشینکا ځان بریالی اعلان کړ، سیاسي مخالفانو دا نتیجه ونه منله او له دې سره په دې هېواد کې سیاسي کړکېچ رامنځته شو.

څیمانوسکایا د دوشنبې په ورځ په توکیو کې د پولنډ سفارت ته پناه ور وړې وه.

چارواکي: زابل او ننګرهار کې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

افغان امنیتي چارواکي وايي، په زابل او ننګرهار کې یې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ ۲۰ تنه مخالف وسله‌وال د زابل ولایت مرکز ته څېرمه په ترنَک او جلدک سیمو کې په نښه کړل چې ۸ یې ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

له بلې‌خوا د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۶ وسله‌وال طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې نښته کې دوه سرتېري هم وژل شوي او یو ټپي دی.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې حمله کې ۸ تنه وژل شوي

د کابل شېرپور سیمه کې د موټربم او وسله‌وال برید سیمه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، په شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې ۸ تنه وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن/ چهارشنبه وویل چې اکثره وژل شوي ملکي وګړي دي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي: "د کابل په شېرپور سیمه کې د وحشي ترهګرو د حملې په نتیجه کې ۸ تنه شهیدان شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. اکثره شهیدان او ټپیان ملکي وګړي دي. د حمله کوونکو شمېر ۵ تنه و چې په ۵ ساعتونو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې له لوري ووژل شول."

وسله‌والو طالبانو د دې موټربم او وسله‌وال برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دوی کسانو د تېرې شپې حمله کړې ځکه چې د برید په ځای کې مهمه غونډه روانه وه.

د ۲۰۹م شاهین قول اردو: د بامیانو لپاره د طالبانو والي وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د بامیانو ولایت

د افغانستان شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د بامیان ولایت لپاره یې د وسله والو طالبانو ځانبولی والي وژلی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې مولوي انس د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شو.

د ده په ادعا په دې برید کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مولوي انس وژل کېدا رد کړې ده.

امریکا: د ایران اټمي موافقې په اړه د خبرو ۷م پړاو کې ګډون ته چمتو یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن تیار دی چې په ویانا کې د ایران د اټمي موافقې په اړه د خبرو اترو په اووم پړاو کې ګډون وکړي.

د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، په زغرده یې ویلي چې لا هم په دې باور دی چې د تل لپاره او په حقیقي معنی د اټمي وسلې له ترلاسه کولو د ایران راګرځول یې په ګټه دي او خبرې اترې په دې برخه کې تر ټولو اغېزمنه لار ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ایران حکومت باید په خپل سیستم کې دننه پرېکړه وکړي چې کومه لار غوره کوي؟

ده دا هم وویل چې ټول په دې سره سلا دي چې ایران باید هېڅکله اټمي وسله ترلاسه نه کړي.

بریتانیا: عمان خلیج کې بېړۍ تښتونکي له یوې بېړۍ وتلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بریتانیا سمندري ځواک ویلي چې په عمان خلیج کې د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نژدې بېړۍ تښتونکي له یوې بېړۍ وتلي دي.

هغوی وروسته له دې ووتل چې د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د امنیت ادارې تېره شپه د بیړۍ تښتول کېدو د احتمال خبر ورکړ.

لوېډ لېست او دریاد ګلوبل شرکتونو ویلي چې تښتونکو غوښتل چې هغه بېړۍ وتښتوي چې قیر په کې بار وو او د پاناما بیرغ پرې ځوړند و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG