د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۷

نړۍ

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر 'منظور پشتین' خوشې کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د ژر تر ژره او بې‌قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، منظور پشتین د بیان ازادۍ له حقه دفاع کوله او بې‌موجبه نیول شوی دی.

منظور پشتین تېره شپه په پېښور کې له یوه کوره پولیسو نیولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ په سلیقوي چلند تورن کړی او ویلي دي چې دغه پوځ ځیني کسان نیسي، خو د هغو ډلو ملاتړ کوي چې افغانستان کې جنګېږي.

پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځله‌یې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد پراخ اعتراضونه رهبري کړي دي.

له دې وړاندې افغان حکومت او امریکا هم د پاکستان په حکومت نیوکې کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ځایي حرکت دی چې د پاکستان په حکومت تندې نیوکې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د روسیې سان پیټرسبورګ ښار کې د کرونا له امله بندیزونه سختېږي

سینټ پیټرسبرګ ښار

د روسیې د دویم لوی ښار سان پیټرسبورګ چارواکي وایي، دغلته د کرونا وبا د مخنیوي لپاره بندیزونه سختوي.

د دې بندیزونو له ډلې به یو دا وي چې که څوک له ګڼې ګوڼې ډکو مناسبتونو یا غونډو کې ګډون کوي، باید روغتیایي اجازه لیک له ځان سره ولري.

فرهنګي او ورزشي غونډو کې د ګډون دا محدودیت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته لګول کېږي او د سان پیټرسبورګ د مرستیال واليبوریس پیوتروفسکي په خبره، هغه وخت اجازه لیک ته اړتیا پېښېږي چې د ګډونوالو شمېر له ۴۰ زیات شي.

غونډو کې د ګډون دا اجازه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د کرونا ضد بشپړ واکسین یې ترلاسه کړی وي او یا یې هم د کرونا معاینه منفي ثابته شي.

د بندیزونو دا خبر وروسته تر دې خپریږي چې روسیه کې یو ځل بیا په کرونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر لوړې کچې ته رسیدلی دی.

یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې نژدې څلور دیرش نیم زره کسان دغه هېواد کې په کرونا اخته شوي دي.

شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی ازمایلی

ارشیف؛ شمالي کوریا توغندی ازمایي

شمالي کوریا څو ساعته وروسته له هغه یو بالستیک توغندی و ازمایه چې امریکا وویل، له دغه هېواد سره د ډپلوماسۍ په لټه کې ده.

سمندر ته د شمالي کوریا د دغه توغندي د توغولو خبر نن د جنوبي کوریا پوځ ورکړی دی.

د جاپان د سمندر غاړې ساتونکو هم ویلي چې د شمالي کوریا له خوا یې د توغندي توغول کشف کړي دي.

له شااوخوا یوې میاشتۍ کرارۍ وروسته شمالي کوریا د تېرې سپتمبر میاشتې له پيله د وسلو ازمایلو ته زور ورکړی دی.

شمالي کوریا نننۍ توغندی داسې مهال و ازمایه چې د دغه هېواد لپاره د امریکا ځانګړي استازي واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، واشنګټن له پیوینګ یانګ سره د ډپلوماسۍ په لټه کې دی.

اروپايي ټولنه: پر اټمي پروګرام له ایران سره ناسته نه ترسره کیږي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل

اروپايي ټولنه په پام کې نه لري چې پنجشنبه په بروکسل کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

مخکې ایران ویلي و چې د پنجشنبې لپاره خبرې پلان شوي، خو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل پرون د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو سره تر غونډې وروسته وویل چې له ایران سره ناسته نه ترسره کېږي.

هغه ویلي، ایران ته یې په ډاګه کړې چې ښه ده ژر د خبرو میز ته حاضر شي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي و چې د ایران د اټمي چارو مخکښ مرکچي علي باقري پنجشنبه له اروپايي ټولنې سره د خبرو لپاره بروکسل ته ځي.

له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ لویو قدرتونو اټمي تړون لاسلیک کړ او په اساس یې باید ایران خپلې اټمي چارې او فعالیتونه محدود او سوله ییز کړي وای.

خو د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال له دې تړونه ووت او په ایران یې سخت بندیزونه پيل کړل.

دې کار ایران ته وپاراوه او ورځ تر بلې یې په اټمي تړون کې خپلې ژمنې ماتې کړې او په خطرناکه کچه د یورانیمو بډاینې ته یې مخه کړه.

اروپايي ټولنې له ډېره وخته دا هڅه کوي چې دواړه خواوې تهران او واشنګتن بېرته د خبرو میز ته راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول د کرونا له امله مړ شو

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول نن د ۸۴ کلونو په عمر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په پایله کې په حق ورسېد.

د نوموړي د کورنۍ له‌خوا پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره شوي بیان کې د پاول د مړینې خبر تأیید شوی او ویل شوي دي چې هغه د کرونا ویروس پر وړاندې پوره واکسین شوی و.

پاول د متحده ایالاتو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هم پاتې شوی او د دواړو ډیموکرات او جمهوري‌پال ګوندونو له څلورو ولسمشرانو سره‌یې پر بېلابېلو دندو کار کړی او د بېلابېلو جګړو له اتلانو څخه شمېرل کېږي.

پاول به له خپل مسلکي کرکټر سره سره، د ۲۰۰۳ کال په فبروري میاشت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې، د عراق د ډله‌ییز تخریب د وسلو د ادعاوو په اړه د وینا په خاطر هم هېر نه‌شي ځکه دا وسلې هېڅکله ونه‌موندل شوې.

د اروپايي ټولنې ډيپلوماتان د اټمي موافقې په اړه خپلو ایراني سیالانو سره ګوري

(ښی-کین) د ایران او اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل وايي دی هیله‌من دی چې په راروانو ورځو کې به د دې ټولنې ډيپلوماتان، د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې له خپلو ایراني سیالانو سره وګوري.

ښاغلي بورېل نن د تلې په ۲۶مه په لوکزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل چې دی اوس تر پخوا زیات هیله‌من دی.

بورېل دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د ایران د پارلمان یوه غړي احمد علي رضا بیګي د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله وویل چې له بریتانیا، چین، فرانسې، روسیې او جرمني سره مذاکرات به د تلې په ۲۰مه نېټه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شي.

بورېل وویل که څه هم وروستی تأیید تراوسه نه‌دی شوی، خو چارې ښې پر مخ ځي او دی هیله‌من دی چې په راروانو ورځو کې به د بروکسل د مذاکراتو لپاره مقدماتي غونډې پیل شي.

پولنډ کې سلګونه کسانو د کډوالو په ملاتړ لاریون وکړ

د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوی ښار کراکوف کې لاریون

سلګونه کسانو پرون یکشنبه د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوی ښار کراکوف کې د هغو کډوالو په ملاتړ مظاهره وکړه چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تلو په هدف د بلاروس له خاورې دې هېواد ته ننوځي.

معترضان په پلازمېنه وارسا کې د ولسي جرګې مخې ته راټول شول او شعارونه‌یې ورکول چې په سرحد کې د کډوالو شکنجه بنده کړئ.

دوی له پولنډ څخه د دې کډوالو د ایستلو د بهیر د بندېدو غوښتنه کوله.

دا مظاهره وروسته له هغه کېږي چې د پولنډ حکومت دې هېواد ته د کډوالو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او سخت اقدامات‌یې وضع کړي دي.

جرمني چارواکو هم شکایت کړی چې له بلاروس او پولنډ څخه د کډوالو له یوې لویې څپې سره مخامخ دی.

اکثراً دا کډوال له عراق، سوریې، یمن او ایران څخه بلاروس ته او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ننوځي.

د تورسمندرګي غاړې هېوادونو ته امریکا دفاع وزیر سفر؛ استېن ګرجستان ته ورسېد

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن د تورسمندرګي د غاړې درې هېوادونو ته د سفر په لومړي پړاو کې نن د ګرجستان پلازمېنې تبلیسي ته ورسېد.

نوموړی به په دې سفر کې له خپلو دغو متحدو او شریکانو سره چې د روسیې له تېري سره مخامخ دي، خپل ملاتړ څرګند کړي.

دا له ۲۰۱۴م کال راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا یو دفاع وزیر ګرجستان ته ځي.

استېن به وروسته اوکرائین او رومانیا ته لاړ شي او د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه به په پروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت اړوند یوې رسنۍ د دې وزارت د یوه چارواکي له قوله ويلي چې متحده ایالات به د هغو هېوادونو چې د روسیې د یرغل په لومړۍ کرښه کې پراته دي، پر ملي حاکمیت د ټینګار ترڅنګ هغوی ته د ملاتړ ډاډ ورکړي.

ګرجستان چې په اوس وخت کې د ناټو د شریک موقف لري، هڅه کوي چې د دې ټړون غړی شي.

د امریکا دفاع وزیر د تورسمندرګي سیمې هېوادونو ته سفر کوي

د امریکا دفاع وزیر

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن دا اوونۍ د تورسمندرګي د سیمې هېوادونو ته سفر لري څو د خپلو همکاریو ډاډ ورکړي.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر ښاغلی استېن جورجیا، اوکرائین او رومانیا ته ورځي او تر هغه وروسته به د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې برخه واخلي.

رومانیا د ناټو غړې ده او جورجیا او اوکرائین هم په دې لټه کې دي چې د ناټو غړیتوب خپل کړي هغه څه چې روسیه ورته د یوې سرې کرښې په توګه ګوري.

د امریکا په دفاع وزارت کې یوه چارواکي پرون ویلي موږ د هغو هېوادونو له خپلواکۍ ملاتړ کوو او ډاډمنوو یې چې د روسیې د تېري په لومړۍ کرښه پراته دي.

روسيه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۴ زیات کسان په کرونا اخته او ۹۹۹ نور مړه شوي

روسیه کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان

روسي چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۳۴ زره ۳۰۳ مثبتې پېښې او د ۹۹۹ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

روسیه نن سبا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له دوامداره زیاتوالي سره مخامخ دی.

کرملېن د کرونا د پیل په څېر په وروستیو کې د کرونا ویروس له کبله په ملي سطحه ټولبند اعلان نه‌کړ.

په روسیه کې په کرونا ویروس د مړینو او د خلکو د اخته کېدو شمېر په داسې حال کې زیات شوی چې د خلکو د واکسین پروګرام ورو مخ­ته روان دی او لا هم ګڼ کسان واکسین شوي نه‌دي.

که څه هم روسي چارواکو واکسین ته د خلکو د هڅولو لپاره ځینې هڅې کړي، خو شمېرې ښيي چې د روسیې نیمايي وګړي نه‌غواړي واکسین ولګوي.

روسیه کې د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان ونیول شول

ارشیف، روسي پولیس د ځینو کسانو د نیولو پر مهال

روسي چارواکو د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان نیولي دي.

دغه ۱۸ کسان تېره اوونۍ په یکاتیرینبرګ ښار کې د منع شویو الکولو له څښلو وروسته مړه شول.

د روسیې تحقیقاتي کمېټې پرون ویلي، دغه جنايي قضیه د هغو الکولو د څښلو په اړه ده چې بوتلونو ته اچول شوي وو او بې له دې چې د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیول شي، د ښار په یوه مارکېټ کې خرڅېدل.

د تحقیقاتو پر مهال هڅه کېږي چې د دغو منع شویو الکولو د خرڅولو اصلي عاملان پیدا شي او د تحقیقاتي کمېټې د اعلامیې له مخې عاملان ښايي د ۱۰ کلونو د بند له سزا سره مخامخ شي.

د دوه فلم جوړوونکو لېږدوونکی فضايي کپسول د ځمکې په لور راروان دی

مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو

هغه فضايي کپسول چې یو ستورمزلی او دوه روسي فلم جوړوونکي په‌کې سپاره وو، په نړیوال فضايي تم‌ځای کې جلا شو او اوس د ځمکې په لور راروان دی.

کپسول نن (یکشنبه) سهار وختي جلا شو.

مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو نړیوال فضايي تم‌ځای ته د اکټوبر په ۵مه رسېدلي وو چې هلته په ۱۲ ورځو کې د چلېنج په نوم د یوې ډرامې د یوې برخې فلم واخلي.

په نړیوال فضايي تم‌ځای کې ۷ ستورمزلي پاتې دي چې دوه روسان، درې امریکایان، یو اروپايي او یو جاپانی دی.

کوسوو کې نن د ښاروالیو انتخابات ترسره کېږي

ارشیف، کوسوو کې د انتخاباتو یو مرکز کې د رأی ورکونې لپاره ولاړ خلک

په کوسوو کې نن خلک د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي.

څه باندې یو ملیون او ۸ لکه تنه د رایو په شرایطو برابر دي.

رأی ورکوونکي ۲۷ ښاروالان او د ښاروالیو لپاره ۸۰۰ استازي غوره کوي.

دا انتخابات په داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په کوسوو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې زیاتې شوې دي.

د کوسوو د عامې روغتیا انستیتیوت سپارښتنه کړې وه چې انتخابات دې وځنډول شي، خو ولسمشر ویوسا عثماني د تېرې اوونۍ په پیل کې وویل چې ممکن د سیاسي ګوندونو مشران دا سپارښتنه ونه‌مني.

شمالي مقدونیه کې نن خلک انتخاباتو کې ګډون کوي

ارشیف، شمالي مقدونیه کې انتخابات

په شمالي مقدونیه کې نن خلک په سیمه‌ییزو انتخاباتو کې ګډون کوي.

دا انتخابات د صدراعظم زوران زاییف د واکمن سوسیال ډیموکرات ګوند لپاره له پارلماني انتخاباتو وروسته لومړنۍ ازموینه ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د شمالي مقدونیې سوسیال ډیموکرات ګوند په لږ توپیر پارلماني انتخابات ګټلي و.

په شمالي مقدونیه کې د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر نږدې یو ملیون او ۸ لکو ته رسېږي.

دوی د ۸۰ ښاروالیو د استازو د انتخابولو لپاره رایې ورکوي.

د ایران یوې محکمې د زاغري د بند پر سزا د یو بل کال زیاتولو حکم تأیید کړ

د نازنین زاغري راتکلیف لور د خپلې مور د خوشې کولو لپاره په یوه اعتراضیه لاریون کې

د ایران د استېناف یوې محکمې هغه حکم تأیید کړ چې پر اساس‌یې د یوې ایراني‌الاصله بریتانوۍ د بند پر سزا یو بل کال ورزیاتوي.

د نازنین زاغفري راتکلیف د مدافع وکیل په وینا، د هغه مؤکلې په ایران کې پنځه کاله بند تېر کړی دی.

د محکمې د لومړني حکم له مخې مېرمن راتکلیف د یوه کال لپاره سفر هم نه‌شي کولای، معنی دا چې له ایرانه نه‌شي وتلی.

نازنین زاغري راتکلیف چې د ۲۰۱۶م کال په اپرېل میاشت کې په ایران کې د خپلو خپلوانو تر کتنې وروسته بریتانیا ته په ستنېدو وه چې د تهران په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شوه.

پر هغې د ایران د حکومت د نسکورولو د توطئې تور لګېدلی او د پنځو کلونو د بند سزا ورکړل شوه. هغې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

امریکا د روسیې د قلمرو اوبو ته د خپلې یوې پوځي کښتۍ د ننوتلو ادعا رد کړه

د یو اېس، اېس چیفي (USS Chafee) په نوم یوه امریکايي کښتۍ

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک د مسکو هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې و، د جاپان په سمندرګي کې یوې امریکايي کښتۍ، د چین او روسیې د سمندري تطبیقاتو پر مهال د روسیې د قلمرو اوبو ته د ننوتلو هڅه کړې ده.

په ارام سمندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندانۍ پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د روسیې د دفاع وزارت دا ادعا چې د امریکا کومه کښتۍ دې د دوی د سمندري ځواکونو د کښتیو مخې ته ورغلې وي، ناسمه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د یو اېس، اېس چیفي (USS Chafee) په نوم امریکايي کښتۍ د اکټوبر میاشتې پر ۱۵مه د جاپان د سمندر په نړیوالو اوبو کې په عادي عملیاتو بوخته وه چې د روسیې یوه جنګي کښتۍ یې ۶۰ مترۍ ته ورنږدې شوه.

د امریکا سمندري ځواک دغه تعامل یو خوندي او مسلکي بللی او ویلي یې دي، امریکايي کښتۍ له نړیوالو اصولو سره سم خپل عملیات ترسره کړل.

خو د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د روسیې ادمیرال تریبیوتس په نوم کښتۍ ځکه امریکايي کښتۍ ته ځان نږدې کړ چې هغې له سیمې د وتلو لپاره د دوی خبرداری له پامه وغورځاوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG