د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۵

افغانستان

افغان او سعودي چارواکي په ترهګریزو شبکو او سولې غږیدلي

سعودي عربستان چې له پاکستان سره نږدې اړیکې او پر طالب مشرانو اغېز لري.

افغان او سعودي چارواکي خپلو کې د سیمه ایزو ترهګرو شبکو په اړه د معلوماتو په شریکولو او د افغان سولې په برخه کې د سعودي پر هڅو غږیدلي دي.

ارګ وايي، په دې مسئلو پرون (پنجشنبه) د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود تر منځ لیدنه کې خبرې وشوې.

د ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې په وینا "دواوړ لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د سولې په پروسه کې د علماو د رول د پیاوړتیا په برخه کې د هیوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د هڅو" او د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو "په ځانګړي ډول د سیمه ییزو تروریستي شبکو اړوند معلوماتو شریکولو او سیمه کې د شخړو راکمولو په اړه" خبرې وکړې.

سعودي عربستان چې له پاکستان سره نږدې اړیکې او پر طالب مشرانو اغېز لري، افغان دولت یې تل د افغانستان په سوله کې رول مهم بللی او د افغانستان د سولې په چارو کې یې پرلپسې د سعودي چارواکو د همکارۍ غوښتنه کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ پیل شوه

ارشیف، افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستې

د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ نن پیل شوه.

د دغه ټولنې ویاند نوراغا صاحب‌زاده ازادي راډیو ته وویل چې په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د سرې میاشتې نړیوالې کمېتې، نړیوال فدراسیون، د ترکیې، ناروې او قطر هېوادونو استازو او د دوی رضاکارانو ګډون کړی و.

د ښاغلي صاحب‌زاده په خبره، د دغې اوونۍ د نماځلو هدف یادې ټولنې ته د مرستو راټولول دي: ​"د ځانګړې اوونۍ له نماځلو څخه موخه په تول هېواد کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې انعکاس دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د مرستو راټولول دي څو وکولای شو د بې‌وزله هېوادوالو لاسنیوی مو کړی وي."

د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې یوه خپلواکه ټولنه ده، دنده‌یې د جګړو او طبیعي پېښو څخه اغېزمنو ته د خوراکي توکو، جامو، سرپناه، درملو، ترانسپورټي خدمتونو او د نورو په شمول د بشري مرستو رسول دي.

اروپايي ټولنه هڅه کوي په افغانستان خپل حضور ته دوام ورکړي

د اروپايي ټولنې بیرغ

د اروپايي ټولنې یو چارواکي وایي دغه ټولنه هڅه کوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

په پام کې ده د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا سبا دوشنبه په لوکزامبورګ کې د افغانستان پر موضوع هم تمرکز وکړي.

د اروپايي ټولنې یو لوړ رتبه چارواکي د نوم نه‌ښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي د دې ټولنې رهبران په افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو او د مرستو د دوام پر امکان په خپلو کې بحث کوي.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې اقتصادي رکود په زیاتېدو دی، بشري بحران زیات شوی او خوړو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.

د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی مړ شو

د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی

د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی نن د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو.

د هغه زوی موسی احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "انجنیر صاحب له درېیو میاشتو راهیسې ناروغ و، په دې موده کې په روغتون کې بستر و چې نن‌یې خپل روح حق ته وسپاره."

احمد شاه احمدزی په ۱۹۹۰مو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر خلاف په مبارزه کې له مهمو څېرو ګڼل کېده.

احمدزی د مجاهدینو د انتقالي حکومت پر مهال د څه مودې لپاره صدراعظم او بیا د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی دی.

دی په لومړیو کې د برهان‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال و، وروسته د عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ له اتحاد اسلامي ګوند سره یوځای شو.

ځینو فعالانو د افغان نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستل کېدو په ملاتړ کمپاین پیل کړ

یو شمېر افغان زده‌کوونکې نجونې

د ملالې یوسفزۍ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو فعالانو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په ملاتړ انلاین کمپاین پیل کړی دی.

زرقا یفتلي، شهرزاد اکبر او ملالې یوسفزۍ په یوه پرانیستي لیک کې چې په انلاین بڼه تر دې شېبې څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره کسانو لاسلیک کړی، د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مرستیال مشر عمر عبدي چې په وروستیو کې یې کابل ته هم سفر کړی و، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي چې طالبان ښايي په ټولو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړي.

طالبانو تر اوسه په کندز، بلخ، سمنګان، ارزګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي.

طالبان: افغانستان کې داعش کوم مرکز نه‌لري، خو ځیني لوري ورته تبلیغات کوي

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په افغانستان کې داعش ډله کوم مرکز نه‌لري، خو د دې ډلې لپاره د ځینو لورو له‌خوا تبلیغات کېږي.

امیر خان متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي: "داعش ډله په افغانستان کې کوم مرکز نه‌لري، خو تبلیغات ورته کېږي چې د افغانستان حکومت کمزوری معرفي شي او له بهره ورباندې فشارونه زیات شي. داعش له دغو فشارونو مورال اخلي."

داعش ډلې په افغانستان کې د یو لړ خونړیو حملو مسؤلیت منلی چې تر ټولو تازه‌یې تېره جمعه په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید و، چې په نتیجه کې یې ۴۷ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

طالبان پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته غوښتنه لري چې د دغه هېواد کنګل شوې څه باندې ۹ نیم میلیارده ډالره شتمني دې خوشې شي او له افغانستان سره دې بشري مرستې دوام وکړي.

یونېسف: تر پنځو کلونو کم عمره نږدې ۳۹ زره افغان ماشومانو درملنه شوې

په خوارځواکۍ اخته یوه افغان بستر ماشوم نه د یونېسف د یوه چارواکي لیدنه

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې یې تر پنځو کلونو د نږدې ۳۹ زره هغو کم عمره ماشومانو درملنه کړې چې له سختې خوارځواکۍ کړېدل.

دغې ادارې نن د ټویټر په یوه متن کې ویلي، په عین حال کې یې په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې دوه لکه ۳۷ زره کسانو ته د پاکو اوبو امکان برابر کړی دی.

یونېسف تر دې مخکې د افغانستان د روغتیايي سکټور د سقوط خبرداری ورکړی و او ویلي یې و د خوارځواکۍ له امله نږدې یو ملیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

کاپیسا کې د یوه موټر نسکورېدو پنځه کسان مړه کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کاپیسا ولایت

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.

په دې ولسوالۍ کې عیني شاهدانو او ځینو سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، دغه فېلډر موټر د غوث درې په شیخان سیمه کې نسکور شوی دی.

د دوی په وینا په پېښه کې چې پرون شوې د پنځو کسانو د مړینې ترڅنګ یو تن ټپي شوی دی.

هند د افغانستان پر حالاتو د غور لپاره کنفرانس جوړوي

ارشیف، د هند بیرغ

هند د افغانستان پر حالاتو او په دغه هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو د غور لپاره کنفرانس جوړوي.

په دې سیمه‌ییز کنفرانس کې چې د هند د ملي امنیت شورا ترتیب کړی او د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په مشرۍ جوړېږي، د پاکستان، روسیې، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د هندي چارواکو په وینا، په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو، امنیتي وضعیت او همداراز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي.

دا کنفرانس راتلونکې میاشت جوړېږي.

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ د روسیې په بلنه په مسکو کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره: افغانستان مه‌هېروئ او مرستې روانې وساتئ

یوه بې‌وزله افغانستان کورنۍ

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان هېر نه‌کړي او خپلې بشري مرستې ورسره روانې وساتي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) مرستیال استازي فابریزیو چیزاریتي (Fabrizio Cesaretti) پرون چې د خوړو نړیواله ورځ وه، له کابله په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "د خوړو په دې نړیواله ورځ مو نړۍ ته پیغام دا دی چې افغانستان مه‌هېروئ. مرستندوی هېوادونه به بیا د G20 په غونډه کې سره راغونډ شي، موږ د دوی د پاملرنې غوښتنه کوو چې اساسي مالي مرستې برابرې کړي، په ځانګړي ډول د کرنې سکټور او د معیشت خوندیتوب لپاره، ځکه راروان کال به په دغه هېواد کې د خوړو خوندیتوب ناوړه وي."

تېره میاشت د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جنوا په کنفرانس کې له افغانستان سره د څه باندې يو میلیارد ډالرو او تېره سې شنبه د «G20» ډلې په انلاین غونډه کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څه باندې يو میلیارد یورو بشري مرستو ژمنې وکړې.

تر دې مخکې روانه اوونۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ خبرداری ورکړی و که له افغانستان سره په بېړه مرسته ونه‌شي، اقتصاد به‌یې دړې وړې شي او د ژمي له راتګ سره به بشري ناورین رامنځته شي.

ازبکستان ته تللی طالب پلاوی؛ د سوداګرۍ پر پراختیا او لومړنیو مرستو خبرې وشوې

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په ازبکستان کې یې تللي هیئت د سوداګرۍ پر پراختیا او د ژمي پر مهال له افغانستان سره د لومړنیو توکو د مرستې په باب خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د تېرې شپې په اعلامیه کې راغلي، د دوی هیئت چې مشري یې د رئیس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي کوله، په روغتیايي سکټور کې د همکارۍ، افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو د غځولو او د مزار شریف او پېښور ترمنځ د رېل‌لارې د غځېدو په اړه بحث وکړ.

د طالبانو د هیئت یوه غړي ضیاالحق حقمل پرون له ازبکستانه تر روانېدو مخکې ملي راډیو ټلوېزیون ته وویل: "د دواړو لورو ترمنځ د صحت، تعلیم، سوداګرۍ، برېښنا او سرحدي ګمرکونو په څېر موضوعاتو باندې خبرې وشوې."

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې راغلي د دواړو لورو ګمارل شوې کاري ډلې به د همکاریو پر دغو موضوعاتو خبرې کوي او په ۱۰ ورځو کې به د لارې یوه نقشه بشپړه او د دواړو لورو ترمنځ به ورباندې موافقه وشي.

د طالبانو یو چارواکی: د شیعه‌ګانو د جوماتونو د خوندیتوب لپاره اقدام کوو

ارشیف، د کابل دشت برچي سیمه کې د شیعه‌ګانو یوه جومات کې د جمعې د لمانځه د امنیت د خوندي کولو لپاره یو مؤظف شوی وسله‌وال طالب

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي پرون شنبه، د شیعه‌ګانو د جوماتونو د خوندیتوب ژمنه وکړه.

دا ژمنه داسې مهال کېږي چې د کندهار د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې د وژل شویو مړي پرون شنبه خاورو ته وسپارل شول.

دا حمله چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی، د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه چې په نتیجه کې یې ۴۷ کسان ووژل شول او شااوخوا ۷۰ تنه نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت کې د کندهار امنیه قوماندان عبدالغفار محمدي ویلي چې د شیعه‌ګانو د جوماتونو مخې ته به اضافي وسله‌وال وګمارل شي.

د ده په وینا دوی به له ځايي رضاکارو ځواکونو سره چې د وسلو د لېږد اجازه لري، یوځای د جوماتونو خوندیتوب یقیني کړي.

له دې حملې یوه اوونۍ مخکې په کندز ښار کې هم د شیعه‌ګانو پر یوه جومات ورته حمله وشوه چې لسګونه کسان‌یې مړه او ټپیان کړل.

د کرکټ نړیوال شل اووره جام نن په متحده عرب اماراتو او عمان کې پیلېږي

ارشیف، اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات

د کرکټ د نړیوال جام شل اووره مسابقې سر له نن یکشنبې په متحده عرب اماراتو او عمان کې پیلېږي.

لومړۍ مسابقه به نن د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د عمان او پاپوا-نیوګیني د ټیمونو ترمنځ وي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه د اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه پلان شوې چې لا یې سیاله لوبډله نه‌ده مشخصه شوې، خو دوهمه مسابقه به‌یې د اکټوبر میاشتې پر ۲۹مه له پاکستان سره وي.

افغانستان د دغو مسابقو لپاره په قطر کې هم تمرینات کړي دي.

نورستان کې پر ۱۵۷۲ بې وزلو او کډوالو خلکو خوراکي توکي وویشل شوې

نورستان کې له خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د نورستان مرکز پارون او شااوخوا کلیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته نږدې ۱۶۰۰ بې وزله، کډوالو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته شوه.

په نورستان کې د مطبوعاتي دفتر مسول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "د پارون اړوندو سیمو کې د ۱۵۷۲ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته کې هر یوه تن ته ۴۶ کیلو اوړه، پنځه لیتره غوړي او یو-یو کیلو مالګه شامله ده، موږ له ټولو نړیوالو د مرستو غوښتنه کوو."

د ښاغلي حق بیان په خبره چې که نورستان کې بې وسو خلکو سره د ژمي له را رسېدو او په دغه ولایت کې د واورو د ورښت پیل کېدو وړاندې مرستې ونه شي نو بیا ورته مرستې رسول ستونزمن شي.

کومو کسانو چې مرسته ترلاسه کړې پرې خوښ دي. دوی له نړیوالو مرستندویه ټولنو او موسساتو غواړي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه غرنی او لېرې ولایت دی چې ډېری خلک يې فقر سره مخ دي.

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ طالب پلاوی ازبیکستان ته ولاړ

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو جګپوړي پلاوی نن ازبیکستان ته ولاړ.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په پلاوی کې د لوړو زده کړو، هوانوردۍ، فواید عامې، سوداګرۍ، اقتصاد او روغتیا وزیران او همدا راز د نورو دولتي ادارو چارواکي شامل دي.

ښاغلي مجاهد ازبیکستان ته د افغان پلاوي دا یو ورځنی سفر هر اړخیز او مهم وباله: "یو هر اړخیز پلاوی چې په ترکیب کې یې فرهنګي ټیم، د هېواد یو شمېر سوداګر او مهم چارواکي شامل دي ازبیکستان ته تللی دی. دا به یو سیاسي، اقتصادي او تجارتي سفر وي."

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې افغان پلاوی به د ګډ سرحد، تجارتي مسایلو، افغانستان ته د مالونو د لېږد، په افغانستان کې د ځینو پروژو د پیل او ځینو نورو مسایلو په اړه له ازبیک چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو مشرانو په وروستیو څو ورځو کې ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې هدف یې تر ډېره، خپل حکومت ته د نړیوال رسمیت موندل دي.

طالبان: اریانا،کام ایر او 'پي.ای.اې' دې په عادي ډول الوتنې وکړي

کابل هوایي ډګر

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې اریانا افغان هوايي شرکت، کام ایر او PIA شرکتونه دې کابل ته او له کابله خپلې الوتنې په عادي ډول بیا پیل کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې PIA په خپلو چارو کې د طالب چارواکو د لاسوهنو په پلمه کابل ته الوتنې بندې کړې.

له دې مخکې طالبانو له PIA او کام ایر شرکتونو غوښتي و چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ټکټونو بیې دې چې درې زره ډالرو ته لوړې شوې وې، پخوانۍ کچې ته راټیټې کړي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر خپله رسمي فېسبوکپانه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخُندزاده پرون په کابل کې د پاکستان له سفیر او د هوايي شرکتونو د استازو په غونډه کې د دې الوتنو د عادي کېدو غوښتنه وکړه.

د بیان له مخې غونډې همدا راز پرېکړه وکړه چې د ټکټونو بیې باید بېرته عادي شي او زیاتوي چې د درې واړو شرکتونو استازي به په دې برخه کې کار وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG