د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۱

افغانستان

نن د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله له کاناډا سره لوبه کوي

د افغانستان د نولس ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په لړۍ کې نن د کاناډا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي.

افغانستان د چارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲په جنوبي افریقا کې د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د خپل ګروپ د جدول سر ته راغی.

په دې لوبه کې د افغانستان لوبډله په داسې حال کې چې شپږ غړي یې سوځېدلي وو، سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ۳۲ اوور کې وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۵ منډې یې کړې وې.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه چې د نړیوال جام د کوربه جنوبي افریقا د لوبډلې پر وړاندې وه هم په لوی توپیر وګټله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چارواکي: د کونړ په دیوه ګل کې د داعش ۵ مهم غړي وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د کونړ موقعیت

په کونړ کې حکومتي چارواکي وايي، د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې د داعش پنځه تنه مهم کسان وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې سهار ۱۰:۰۰ بجې افغان ځواکونو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل کې هوايي بریدونه کړي چې په‌کې د درېیو قوماندانانو په ګدون پنځه تنه داعشیان وژل شوي دي.

له تېرې څه مودې راهیسې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې چې د چارواکو په وینا د داعش مهم مرکز دی پرې د نړیوالو ځواکونو له‌خوا د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي چې په‌کې لسګونه داعشیان وژل شوي دي.

پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس د غور له روغتونه تښتېدلی

د افغانستان په نقشه کې د غور موقعیت

د غور د ولايتي روغتون ډاکتران وايي، پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس له روغتونه تښتېدلی دی.

د غور د ولايتي روغتون سرطبیب فضل‌الحق فرجاد د دې خبر په تأیید سره وویل، د دې کس خپلوانو نن له غرمې وروسته له ډاکترانو سره تر لفظي شخړې وروسته هغه له ځانه سره تښتولی دی.

یاده دې وي چې له دې مخکې د فراه د عامې روغتیا رئیس ویلي و چې د ایران او افغانستان سرحد ته نږدې فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

عبدالجبار شایق نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د فراه دوه تنه اوسېدونکي چې د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې پر دکاندارۍ بوخت دي، زکام او تبه لري چې د سیمې روغتیايي ټیم له لوري تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي."

ښاغلي شایق زیاته کړه، تر اوسه تثبیت شوې نه‌ده چې دغه کسان پر کرونا وایروس اخته دي کنه، خو هغه وویل د دې وایروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

چارواکي: هلمند کې د کرونا ۱ مشکوکه پېښه ثبت شوه

د افغانستان په نقشه کې د هلمند موقعیت

په هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پېښه ثبت شوې.

د هلمند‌ د والي د اړيکو او معلوماتو مسؤل زاهد اتل وايي هغه کس چې په دې ناروغۍ مشکوک پېژندل شوی، له هرات ولايت څخه راغلی وو چې دا مهال د عامې روغتيا رياست له‌خوا قرنطین شوی دی.

اتل پر خپل فېس‌بوک پاڼه ليکلي دي چي د يادې ناروغۍ سمپل‌یې مرکز ته لېږلی څو کره شي چي رښتيا هم مثبته ده که نه؟

د هېواد د يو شمېر ولايتونو وروسته هلمند مرکز لښکرګاه کې هم د کرونا په وایروس مشکوک کس قرنطین شوی دی.

چارواکو په کرونا د اخته شوي مشکوک کس په اړه ډېر جزئيات نه‌دي ورکړي.

له اوسني نظام او د ټاکنو له اعلان شویو پایلو کندز کې ملاتړ اعلان شوی

کندز کې د ټاکنو او اوسني نظام د ملاتړ غونډې انځور

د کندز ولایت ولسونو له اوسني نظام او د ټاکنو له اعلان شویو پایلو ملاتړ اعلان کړ.

دغه غونډه نن سې شنبې د کب یا حوت په ۶مه د جهادي قوماندان میر عالم خان په مشرۍ په نوموړي ولایت کې جوړه شوې وه چې په‌کې سلګونه تنو قومي مشرانو، دیني عالمانو، جهادي قوماندانانو، ځوانانو او فرهنګیانو ګډون کړی و.

په کندز کې د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم یو تن غړي فدا محمد ارزښت ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولایت ولسونو تل د هېواد له مرکزي حکومت څخه ملاتړ کړی دی.

هغه زیاته کړه، دوی هېڅ‌چا ته دا اجازه نه‌ورکوي چې د خپل شخصي ګټو په خاطر ملي ګټې او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.

د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې رد کړې

کابل کې ډاکتر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه

د عبدالله عبدالله په مشرۍ "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې یو وار بیا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه او ویې‌ویل چې د ټاکنو وروستۍ پایلې ورته د منلو وړ نه‌دي.

د دغه ټاکنیز ټیم غړو نن د ملي یووالي حکومت په اجرائیه ریاست کې د یوې ولسي غونډې پر مهال وویل چې ښاغلی عبدالله د پاکو رایو په وسیله ولسمشر دی او دوی به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‌کړي چې په ناپاکو رایو اعلان شوی ولسمشر کارته دوام ورکړي.

د دغه ټیم غړي انوارالحق احدي وویل، له بهرنیانو غواړي چې د شفافو ټاکنو ملاتړ وکړي او ملي وحدت ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وروستیو پایلو په اساس محمد اشرف غني بریالی اعلان کړی دی، خو عبدالله عبدالله اعلان شوې پایلې نه‌دي منلي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه د راتلونکې پنجشنبه په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي، خو ورسره د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله هم د د دوی په وینا د "ټول‌‌شموله" حکومت له‌خوا د لوړې د مراسمو ترسره کولو خبر ورکوي.

د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ؛ 'طالبان لاهم کونړ کې پولیو واکسین نه‌پرېږدي'

ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین تطبیق.

په کونړ کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په اوونۍ کې هم په خپلو سیمو کې اجازه نه‌ده ورکړې چې کوچنیانو ته د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین ورکړي.

په کونړ کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پرون پیل شوی دی.

خو په هغه ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام مسؤل محمد اسحق ازادي راډیو ته وویل: "سره له دې چې موږ تمه درلوده چې د تاوتریخوالي د کمولو په اوونۍ کې به اجازه راکړي چې د طالبانو په سیمو کې کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړو، خو اجازه‌یې نه‌ده راکړې."

په کونړ کې سږ کال هم د ګوزڼ یا فلج نوې پېښه ثبت شوه.

هلته تېر وار ۳۰ زره کوچنیان له واکسینه پاتې شوي وو.

افغانستان د نړۍ له وروستیو څو هېوادونو دی چې لا هم کوچنیان د پولیو په وایروس مري یا یې ګوزڼ وهي.

د افغانستان او ایران ترمنځ ځمکنی او هوايي تګ راتګ بېرته پیل شو

هرات کې د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمه

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن سې شنبه د فبرورۍ ۲۵مه، خبر ورکړ چې له ایران سره پر پوله تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د فبرورۍ ۲۵مه، پر ټویټر لیکلي چې د كرونا وايروس کاري کمېټې فیصله کړې چې ایران ته د خلکو د تګ راتګ لړۍ به د روغتیا د نړیوال سازمان له اصولو سره سم کېږي.

په ایران کې د اېلنا په نوم خبري اژانس نن خبر ورکړ چې ۵۰ تنه یوازې په قُم ښار کې د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي.

خو د ایران د روغتیا وزارت مرستیال دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې ۶۱ کسان په کرونا وایروس اخته پېژندل شوي او یوازې ۱۲ تنه تر اوسه مړه شوي دي.

په هرات کې چارواکو پرون تأیید کړه چې یو وګړی چې په وروستیو کې له ایرانه ورغلی و، په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.

په غور کې چارواکو نن وویل چې یو مشکوک وګړی يې پېژندلی چې په وروستیو کې له ایرانه ورغلی او غالباً د کرونا وایروس لري.

خو د غور د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د مشکوک ناروغ وینه د تشخیص لپاره کابل ته استول شوې ده.

فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوي

د افغانستان په نقشه کې د فراه موقعیت

روغتیايي چارواکي وايي، د ایران او افغانستان سرحد ته نږدې فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د فراه دوه تنه اوسېدونکي چې د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې پر دکاندارۍ بوخت دي، زکام او تبه لري چې د سیمې روغتیايي ټیم له لوري تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي."

ښاغلي شایق زیاته کړه، تر اوسه تثبیت شوې نه‌ده چې دغه کسان پر کرونا وایروس اخته دي کنه، خو هغه وویل، د دې وایروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

غور کې پر کرونا وایروس اخته مشکوکه پېښه ثبت شوې

ارشیف

د غور د عامې روغتیا رئیس جمعه ګل یعقوبي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې ولایت کې پر کرونا وایروس اخته یوه مشکوکه پېښه ثبت شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کس څه موده مخکې د ایران له قم څخه غور ته راغلی او د کرونا ویروس نښې لري.

هغه زیاته کړه، مشکوک کس د روغتون په ځانګړې برخه کې تر څارنې لاندې دی.

یعقوبي وویل: "یو ناروغ ټوخېږي او تبه لري چې څه موده مخکې له ایرانه راغلی او په روغتون کې دی، د هغه ناروغي تر اوسه تثبیت شوې نه‌ده او په ځانګړي وارډ کې بستر دی، د هغه عمومي وضعیت فعلاً ښه دی."

د غور د عامې روغتیا رئیس په خبره، د ناروغ کس وینه کابل ته د معاینې په هدف لېږل کېږي.

د کرونا د خپرېدو له امله د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې اندېښنه

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي اندېښنه ښیي چې د کرونا وایروس د خپرېدو له امله به د افغانستان اقتصاد ته زیان ورسېږي.

د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، دغه وایروس به لامل شي چې له یو شمېر هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پرې شي.

نوموړي وویل، هیله‌من دي چې د افغانستان د روغتیا وزارت د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره جدي اړین اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هرات کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه.

چارواکي: خوست کې د ملخانو یرغل حاصلاتو ته زیان نه‌دی اړولی

خوست کې ډېرو خلکو د ملخانو له یرغل څخه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د دې ولایت کښتونه د ملخانو له خطر سره مخ دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په خوست کې د ملخانو یرغل د کروندو حاصلاتو ته زیان نه‌دی اړولی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، ډېر ژر به دغه ملخان خپل لوری بدل کړي.

هغه زیاتوي: "دغه ملخان تر ډېره هغو ځایونو ته ځي چې د کښت فصل وي او محصولات نږدې وي، له نېکه‌مرغه چې اوس په خوست کې کروندو ته هېڅ خطر متوجې نه‌دی."

دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې ډېرو خلکو د ملخانو له یرغل څخه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د دې ولایت کښتونه د ملخانو له خطر سره مخ دي.

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه ملخان به تر راتلونکو څو ورځو پورې خپل لوری پاکستان ته بدل کړي.

ښاغلی رستمي وايي، دغه وزارت له وړاندې د ملخانو د یرغل وړاندوینه کړې وه، تدابیر یې ورته نیولي او په دغه ولایت کې خپل تخنیکي ټیم ځای پر ځای کړی څو په دې برخه کې مبارزه وکړي.

'وسله‌وال طالبان په کندهار کې د تاوتريخوالي کمولو ته ژمن نه‌دي'

په کندهار کې یو افغان پولیس.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي وسله‌وال طالبان په کندهار ولایت کې د تاوتريخوالي کمولو ته ژمن نه‌دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د تاوتريخوالي د کمولو پرېکړه عملي کړې، خو طالبانو په همدې موده کې په معروف، ښورابک او شاه وليکوټ ولسوالیو کي پرله‌پسې سرغړونې کړي او د افغان ځواکونو پر کاروانونو يې حملې کړې دي.

ښاغلي بارکزي وویل: "افغان ځواکونه د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو د اصولو د ماتولو په صورت کې به خامخا غبرګون وښيي."

'ایران سره په سرحد کې دې د منتظرو مسافرینو لپاره اقدامات وشي'

د خبرپاڼې په وینا، سرحدي او امنیتي پولیس مکلف شوي چې د دې پرېکړو عملي کېدو کې د روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د کرونا وایروس د مخنیوي کاري کمېټې د دوشنبې په ورځ خپله لومړنۍ غونډه کې د افغانستان له روغتیا وزارت وغوښتل چې د ایران سره په سرحد کې د کرونا د کنټرول او مخنیوي اقدامات وکړي، څو د پولې دواړو غاړو ته منتظرو مسافرینو ته د سفر اجازه ورکړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د مسافرت لړۍ دې د روغتیا نړیوال سازمان د صحي لارښوونو په نظر کې نیولو، د روغتیا وزارت د کنټرولي اقداماتو په تطبیق او د بهرنیو چارو وزارت سره په تفاهم مخته ولاړه شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د فوق‌العاده امنیتي غونډې د پرېکړې له مخې د کرونا وایروس د مخنیوي دې رامنځته شوې کمېټې همدارنګه پرېکړه کړې چې ټول هغه مسافر چې له داسې ساحو افغانستان ته سفر کوي چې په‌کې د کرونا وایروس ډېرې پېښې ثبت شوي وي او د روغتیا وزارت د مشخصاتو پر اساس د صحي قرنظین وړ وي، باید ژر تر ژره په ځانګړو شویو ساحو کې قرنطین شي.

د خبرپاڼې په وینا، سرحدي او امنیتي پولیس مکلف شوي چې د دې پرېکړو عملي کېدو کې د روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

د هرات والي: د لویو راټولېدو او غونډو مخه ونیسئ

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي

د هرات والي د دې ولایت د ښاروالۍ پوهنې او ټرانسپورت ادارو ته لارښوونه کړې چې دغلته دې د لویو راټولېدو او غونډو مخه ونیسي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې له ورځې به د ولایتي ادارې د پرېکړې سره سم د حمامونو او نورو هغو عامه ځایونو چېرې چې د خلکو ګڼه ګوڼه جوړېږي، دروازې تړلې وي.

ښاغلي فرهاد د پوهنې ریاست ته د والي د لارښونې په اړه وویل: "همدارنګه د پوهنې ریاست ته سپارښتنه شوې چې د کورسونو په شمول ښوونیز مرکزونه دې وتړي، ځکه دلته ډېر ماشومانو او ځوانان د زده‌کړو لپاره راټولېږي. همدارنګه په ټولو هغو ځایونو کې به اقدامات وشي چې په‌کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله د کرونا وایروس د چټک خپرېدو وېره وي."

د هرات والي د ټرانسپورت له ریاست هم غوښتي چې په دې ولایت کې دې د ښاري ټرانسپورت لپاره د ملي بسونو پر ځای بدیله چاره ولټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته دغلته بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې له عمومي غونډو او راټولېدو باید ډډه وشي.

د پنجشېر والي د دغه ولایت د ولایتي شورا له‌خوا له قوانینو متمرد وبلل شو

ارشیف، پنجشېر ولایت

د پنجشېر ولایتي شورا د دې ولایت والي کمال‌الدین نظامي د افغانستان له قوانینو متمرد بللی او د دوشنبې په ورځ‌یې په یو پرېکړه‌لیک کې ټینګار کړی چې د شنبې د ورځې راوروسته د ښاغلي نظامي احکام رسمیت نه‌لري.

د پنجشېر د ولایتي شورا غړي دا پرېکړه تر هغې دوه ورځې وروسته کوي چې د دې ولایت والي کمال‌الدین نظامي د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج رد او د ښاغلي عبدالله له‌خوا د اعلان شوي حکومت د ملاتړ اعلان‌یې وکړ.

خو د پنجشېر ولایتي شورا رئیس عزم‌الدین میرزايي د دوشنبې په ورځ په هغه وېډیو کې چې رسنیو ته استول شوې وویل، د پنجشېر ولایتي شورا په رسمي غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون له‌خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو نتایجو ملاتړ کوي او د دې ولایت د والي پرېکړې نور مشروعیت نه‌لري.

ښاغلي میرزايي زیاته کړه: "د پنجشېر ولایت ټولو دولتي ادارو ته رسماً خبر ورکوو چې د شنبې د ورځې راهیسې د پخواني والي انجنیر کمال‌الدین نظامي ټول احکام او اوامر رسمیت نه‌لري او د اجرا وړ نه‌دي. ځکه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قانون له احکامو د نوموړي تمرد د نوموړي د مشروعیت د نشتوالي سبب شوی دی."

د پنجشېر د ولایتي شورا رئیس په وینا د نوي والي تر معرفي کېدو پورې به د پنجشېر ولایتي شورا له مرکز سره د ولایتي دولتي ادارو چارې هماهنګوي.

د پنجشېر والي کمال‌الدین نظامي تر اوسه د ولایتي شورا د دې پرېکړه‌لیک په اړه څه نه‌دي ویلي، خو نوموړي د تېرې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې عبدالله عبدالله په دې ولایت کې زیاتې رایې ګټلي، نو د نوموړي په مشرۍ د حکومت ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د پنجشېر ولایت د غونډو له تالار څخه د ولسمشر اشرف غني وروستي تصویر هم لیرې او پر ځای یې د عبدالله عبدالله تصویر د منتخب ولسمشر په توګه وځړول شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG