د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

نړیوالو ورځپاڼو افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور او د سولې موافقې ته کتنه کړې


ارمي ټایمز:

ارمي ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا پوځ به راتلونکی پسرلی افغانستان ته د لومړۍ زغروالې فرقې پر ځای لسمه غرنۍ فرقه ولېږي.

د پوځ یوه ویندوی ډګروال کمیل څالکوپر (Kamil Sztalkoper) ویلي دا ځواکونه وروسته له دې افغانستان ته لېږل کېږي چې شااوخوا ۳ زره ۵۰۰ سرتېري بېرته امریکا ته ستانه شي.

امریکا هر څه موده وروسته خپل یو شمېر پوځیان له افغانستانه باسي او د هغو پر ځای نور دې هېواد ته لېږي.

د پنتاګون د ارقامو پر اساس په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکا ۵ سرتېري ژوبل شوي او تېر کال ۱۷۰ ټپیان شوي وو.

په راتلونکي پسرلي کې د امریکايي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې راپورونه ښيي په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د لاسلیک د نېټې پر سر خبرې روانې دي.

اوټلوک:

د هند اوټلوک ورځپاڼې پر همدې موضوع یعنې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک لپاره پر هڅو لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې راغلي، تمه کېږي چې د سولې په موافقه کې دوی اساسي مسلې شاملې وي؛ یوه له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل او بله له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ضمانتونه.

د دې لیکنې په دوام کې لولو چي په نهایت کې باید دا ټول موارد د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تصویب کړي.

ډیلي مېل:

ډیلي مېل ورځپاڼې د یوه افغان پناه غوښتونکي کیسه خپره کړې چې د استرالیا تابعیت یې له لاسه ورکړ.

دغه ۲۶ کلن افغان غوښتل چې په جعلي اسنادو د لارۍ چلوونکی شي.

دا افغان چې علي حیدر نومېږي، استرالیايي چارواکو ته ویلي چې ده په پاکستان کې خپلو ملګرو ته پیسې ورکړې وې چې لایسنس واخلي.

ده دا هم ویلي چې استرالیايي چارواکو د پاکستان د جعلي اسنادو پر اساس د موټرچلولو لایسنس ورکړی و.

ډیلي مېل زیاتوي، په دې اړه تازه جزییات له دغه افغان پناه غوښتونکي سره د استرالیا د مهاجرت د ادارې د مامورینو په خبرو کې څرګند شول. مامورینو له دغه افغان څخه د هغه د هویت په اړه پوښتنې کولې.

د ډیلي مېل له مخې، حیدر په ۲۰۱۰ میلادي کال په بېړۍ کې ځان استرالیا ته رسولی و او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې د استرالیا تابعیت ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG