د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۷

نړۍ

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ته د ډونالد ټرمپ خبرداری

خامنه اي پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې ټرمپ مسخره وباله.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي ته خبرداری ورکړ چې له خپلو خبرو سره پام وکړي.

خامنه اي پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې ټرمپ مسخره وباله.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي، د ایران د ستر مشر په نوم منسوب چې په وروستیو کې ډېر ستر هم نه دی پاتې شوی، د متحده ایالتونو او اروپا په برخه کې ناوړه خبرې کړې دي.

ټرمپ زیاتوي چې د دوی اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی خلک یې ځوریږي او باید له خپلو خبرو سره ډېر پام وکړي.

خامنه اي په خپلو خبرو کې پر فرانسې، جرمني او بریتانیا هم انتقاد وکړ. دغو درېیو هېوادو ایران تورن کړی چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ژمنې یې سمې نه دي عملي کړي. د ایران مشر وویل چې مخکې یې لا دا خبره کړې وه چې پر دغو هېوادو باور نه لري، "دوی د امریکا په خدمت کې دي."

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هانګ کانګ کې غلو د تشناب کاغذ غلا کړي

په چین کې د تشناب کاغذ

په چړو سمبالو غلو په هانګ کانګ کې د تشناب کاغذ یوه لویه پنډه غلا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې په مارکېټونو کې د سودا اخیستل ستونزمن شوي او دکانداران هم نه‌شي کولای خلکو ته د اړتیا وړ توکي برابر کړي.

پولیسو ویلي، دغو درې غلو د ۲۶۰ ډالرو په ارزښت ۶۰۰ لولې کاغذ تشناب غلا کړي چې وروسته‌یې دوه کسان نیول شوي او غلا شوي توکي بېرته ترې اخیستل شوي دي.

په هانګ کانګ کې چې د کرونا وایروس ۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، خلک هڅه کوي چې د اړتیا وړ توکي لکه کاغذ تشناب، وریجې، په ډبیو کې ساتل شوي خواړه، وچ توکي او د لاس وینځلو مایع زېرمه کړي.

دغلته د مارچ تر نیمایي ښوونځي رخصت شوي او اکثره مأمورین له کورونو کار کوي.

په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۱ زرو واوښت

په چین کې په کرونا وایروس اخته کسان

د نړۍ په کچه په کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۷۱ زرو نه واوښت.

یوازې په چین کې چې د دې وایروس سرچینه ده، ۷۰ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه ۱۷۷۰ کسان مړه شوي دي.

په چین کې وروستیو درېیو ورځو کې د کرونا وایروس خپرېدا کمه شوې وه، خو تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا ګراف بېرته پورته تللی او دې موده کې د څه باندې دوه زره مثبتو پېښو راپور ورکول شوی.

بل‌خوا جاپاني چارواکو په یوه قرنطین شوې بېړۍ کې په کرونا وایروس د ۷۰ نورو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی دی.

په دې بېړۍ کې چې د جاپان ساحل ته نږدې قرنطین شوې ۳۷۰۰ عمله او مسافر سپاره دي. بېړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۵ ته ورسېد.

ټرمپ په ادلب کې پر روان تاوتریخوالي اردوغان ته اندېښنه ښودلې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د خبرو پر مهال د سوریې په ادلب کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې.

سپینې ماڼۍ ویلي، دې ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي ټرمپ پر روسیې غږ کړی چې د سوریې رژیم د (بې‌رحمیو) ملاتړ پای ته ورسوي.

ډونالد ټرمپ د سوریې نهه کلنې جګړې پای ته رسېدو لپاره په سیاسي حل‌لارې ټینګار کړی.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې یوه ورځ وروسته انقره او مسکو بیا خپلو کې خبرې وکړي، ترکیه د سوریې رژیم د مخالفانو او روسیه بیا د بشارالاسد د حکومت پلوي کوي.

د روسیې په هوایي ملاتړ سوري ځواکونو په الیپو ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی او د مخالفانو د وروستي سنګر ډېرې برخې یې نیولې دي.

ترکیه چې د بشارالاسد د مخالفو اورپکو ملاتړ کوي، روسیې ته خبرداری ورکړی چې ادلب کې خپل بریدونه ودروي.

ترکي چارواکو ویلي، که د سوریې ځواکونه د همدې میاشتې تر پایه له ادلب ونه‌وځي، ترکیه‌یې ممکن د ایستو لپاره پوځي لاره خپله کړي.

سعودي عربستان کې اوس ښځې هم قطعې کوي

قطعې یا پرې

د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې ۲۰ تنو ښځو د قطعو یا پرو په لوبه کې برخه اخیستې.

هغوی له زرګونه نارینه‌وو سره لوبه کوي او هر چا چې وګټله د څه باندې نیم میلیون ډالرو جایزه ترلاسه کوي.

قطعه بازي د سعودي عربستان په دودیزه ټولنه کې یوازې سړیو کوله.

اوس ښځې هم کولای شي دا لوبه وکړي او خپل بخت وازمايي.

د اذربایجان پولیسو له ۱۰۰ زیات فعالان نیولي

د اذربایجان پولیس د مظاهره‌کونکو د نیولو په حال کې.

د اذربایجان پولیسو په باکو کې د مظاهرو پر مهال څه باندې ۱۰۰ تنه فعالان نیولي دي.

دا مظاهرې په اذربایجان کې د تېرې اوونۍ تر پارلماني ټاکنو وروسته پیل شوې.

په ټاکنو کې اکثرې څوکۍ حاکم ګوند ګټلې دي.

د اذربایجان پارلمان ۱۲۵ څوکۍ لري چې ۷۲یې د ولسمشر الهام علي‌اف وفاداره (نوي اذربایجان) ګوند ګټلي او پاتې څوکۍ هم وړو ګوندونو او خپلواکو کاندیدانو ترلاسه کړي دي.

د اپوزېسیون یوازې یوه کاندید په دې ټاکنو کې بریا خپله کړې ده.

په اذربایجان کې له کله چې دغه هېواد خپلواکي ګټلې د الهام علي‌اف په مشرۍ هېڅ انتخابات له درغلیو خالي نه‌دي بلل شوي او تل ترې د انتخاباتي څارونکو د وهل ټکولو راپورونه رارسېږي.

جاپان کې د قرنطین شوې کښتۍ په کرونا اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ واوښت

په چاپان کې قرنطین شوې کښتۍ

د جاپان په ساحلونو کې د ولاړې قرنطین شوې کښتۍ څو نورې سورلۍ هم په کرونا ویروس اخته شوي.

د امریکا د الرژۍ او انتاني ناروغیو د ملي انسټټیوټ رئیس انتوني فوچي پرون سي بي اس ته ویلي په کرونا ویروس په اخته شویو کسانو کې ۴۰ امریکایان شامل دي.

د دې قرنطین شوې کښتۍ له نږدې ۴۰۰۰ سورلیو ۴۰۰ امریکايي اتباع دي.

اخوا جاپاني چارواکو اعلان وکړ چې په دې کښتۍ کې په کرونا ویروس د اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ اوښتی دی.

کرونا ویروس د چین له ووهان ښاره له تېر ډسمبر پیل او په چټکۍ د نړۍ لسګونه هېوادونو ته وغځېد.

د چین چارواکو ویلي چې یکشنبه د دې ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶۶۵ ته رسېدلی او تر اوسه څه باندې ۶۸ زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د ایران په قشم ټاپو کې زلزله شوې

ارشیف، ایران کې زلزله.

د یکشنبې په مازدیګر د ایران قشم ټاپو یوې زلزلې ولړزاوه.

د دې زلزلې قوت د ریښتر په کچه ۵،۸ درجې ښودل شوی.

د ایران د بېړنیو حالاتو ادارې ویاند مجتبی خالدي ایلنا خبري اژانس ته ویلي چې د زلزلې مرکز د ځمکې لاندې ۱۳ کیلومترۍ کې ژور دی.

هغه ویلي ۳ پلټونکي ټیمونه سیمې ته استول شوي.

په بوشهر کې هم ۱۰ امبولانسونو ته امر شوی چې چمتو ولاړ وي.

په ایران کې اکثر وخت زلزلې کېږي چې زرګونه کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبلې اوښتي او زیات ورانی یې کړی.

وروستی وار د لړم په ۱۷مه په ختیځ اذربایجان کې یوې زلزلې ۷ ایرانیان ووژل.

تېر کال بیا په کرمانشاه کې یوې زورورې زلزلې ۸۰۰ کسان ټپیان کړي او سلګونه کورونه‌یې وران کړي و.

قریشي: پاکستان د افغان سولې لپاره ښه اسانچاري کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي هېواد یې د افغان سولې لپاره ښه اسانچاري کړې او پاکستان ته اوس د دې مسئلې د حل د برخې په توګه کتل کېږي.

هغه دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه.

هغه زیاته کړه: "موږ د سولې په پروسه کې کومې هڅې چې پاکستان د اسانچارۍ لپاره وکړې په هغو مو بحث وکړ او دوی یې هم تأییدوي. موږ نن د حل د برخې په توګه کتل کېږو یو وخت چې پاکستان ته د ستونزې د برخې په توګه کتل کېدل."

قریشي داسې وخت پاکستان د افغان سولې د پروسې ښه اسانچاری یادوي چې افغان حکومت‌یې لاهم له بشپړې همکارۍ ډاډه نه‌دی.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وړمه ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس ته ویلي چې "پرېکړه لاهم پاکستان ته پاتې ده، افغانستان صادقانه بحث غواړي چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه‌ځایونو بندول او دوهم د سیمه‌ییز امنیت لپاره د ګډ تفاهم جوړول."

بغداد کې د امریکا سفارت ته څېرمه توغندي لګېدلي

بغداد کې د امریکا سفارت

د امريکا پوځي چارواکي وايي د عراق په پلازمېنه بغداد کې نن سهار وختي د امريکا سفارت ته څېرمه د امريکا په مشرۍ د ائتلاف پر يوه پوځي اډه څو توغندي لګېدلي دي.

دا لا معلومه نه ده، چې په دې راکټي حمله کې چا ته د سر او مال زيان اوښتى که څنګه؟

د امريکا د سفارت په انګړ کې د خبرداري زنګ وهل شوى او په دې اړه جزئيات نه شته چې دا څو توغندي وو.

د امريکا سفارت د هغې پوځي اډې څنګ ته پروت دى، چې پوځي ائتلاف يې کاروي.

د فرانسې خبري اژانس خبريالانو راپور ورکړى چې د څو توغنديو د چاودنو اوازونه يې اورېدلي دي.

وروسته په زرغونه ساحه کې چې کلک امنيتي تدابير يې دي، يوه الوتکه راڅرخېده.

واشنګټن په عراق کې د امريکا پر اهدافو په راکټي حملو کې هغه ملېشه دخيل بللي، چې ايران يې ملاتړ کوي.

چینايي چارواکي: د کرونا ویروس پېښې کمې شوي

چين کې په يوه ورځ په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو د ٢٠٠٩ پېښو راپور ورکړل شوى، چې ورسره دا شمېر ٦٨ زره ٥٠٠ ته ورسېده.

چينايي چارواکو ويلي چې نن درېيمه ورځ ده چې په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو پېښې تر پخوا کمې شوې دي.

خو د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په دې اړه څه ويل تر وخت مخکې خبره ده.

چينايي چارواکو نن وويل، پرون په دې ويروس ۱۴۲ کسان مړه شوي چې د چين په قلمرو کې د مړو شمېر ورسره ١٦٦٥ کسانو ته ورسېد.

چين کې په يوه ورځ په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو د ٢٠٠٩ پېښو راپور ورکړل شوى، چې ورسره دا شمېر ٦٨ زره ٥٠٠ ته ورسېده.

خو چينايي چارواکي وايي دا په کرونا ويروس د نويو پېښو د اندازې کموالى ښيي، ځکه ۳ ورځې مخکې په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو د ١٥٠٠٠ پېښو راپور ورکړل شوى و.

د هوبى ولايت چارواکو په وروستيو کې د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره د تشخيص نوى ميتود خپل کړى دى.

چينايي چارواکو ويلي ۹۴۱۹ کسان چې په دې ويروس اخته شوي وو، روغ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په دې ويروس ٦٩٠٠٠ کسان اخته شوي خو له چين د باندې يوازې د ۴ کسانو د مړينې راپور ورکړل شوى دى.

بوسنیا کې پناه غوښتونکو له پولیسو سره شخړه کړې

ارشیف

په سلګونو پناه غوښتونکو په بوسنيا هرزګوينا کې له پوليسو سره شخړه وکړه.

پوليسو هڅه کوله، هغه اعتراضيه کمپ ورټول کړي چې په کې راغونډو شويو پناه غوښتونکو د ګاونډي هېواد کرويشيا د سرحدي چارواکو له ناوړه چلند څخه شکايت درلود.

دا شخړه پرون شنبه د پناه غوښتونکو په ميرال نومي کمپ کې وشوه چې د کرويشيا له سرحده ١٠ کيلومتره لېرې د بوسنيا په لوېديځ کې پروت دى.

په دغه کمپ کې چې د ٣٠٠ کسانو ظرفيت لري شا خوا ١٠٠٠ پناه غوښتونکي ډېره دي.

د شخړې پر مهال د چا د ژوبلېدو راپور نه دى ورکړل شوى خو عيني شاهدانو رويټرز اژانس ته ويلي، دوى پوليس د شخړې په حال کې لېدلي چې تر ډېره نارينه پناه غوښتونکي نیسي.

د شاهدانو په خبره نيول شويو کسانو چغې وهلې "ازادي غواړو زموږ پيسې بېرته راکړئ او موږ مه ډبوئ."

ډېرى پناه غوښتونکي د کرويشيا له سرحدي ساتونکو شکايت لري او دوى يې تورن کړي، چې د کرويشيا سرحد ته د اوښتو پر مهال يې زور زياتى او بد چلند ورسره کړى دى.

خو د کرويشيا چارواکو د پوليسو له خوا د شوي ناوړه چلند تورونه رد کړي دي.

امریکا له جاپانه خپل قرنطین شوي وګړي لېږدوي

جاپان ته په رسېدلې بیړۍ کې ۳ زره او ۷ سوه سپرلۍ او عمله سپره وه چې په منځ کې يې ۲۸۵ کسانو کې د کرونا مثبتې پېښې لیدل شوي.

امریکا وایي جاپان ته یوه الوتکه استوي چې هلته په یوه بیړۍ کې قرنطین شوي امریکایان بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي.

دغه بیړۍ چې جاپان کې یو کوهاما سیمې ته رسېدلې د فبرورۍ له درېیمې را په دې خوا له دې ویرې قرنطین ده چې په کې سپاره کسان کرونا ویروس ونه لري.

په توکیو کې د امریکا سفارت نن وویل، سبا به یوه چارتر الوتکه جاپان ته واستوي.

دغه کسان به امریکا ته له رسېدو وروسته هم د دوو اوونیو لپاره قرنطین وي.

جاپان ته په رسېدلې بیړۍ کې ۳ زره او ۷ سوه سپرلۍ او عمله سپره وه چې په منځ کې يې ۲۸۵ کسانو کې د کرونا مثبتې پېښې لیدل شوي.

ایران: یو اس دوه ځله نه خرڅېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف مونیځ کنفرانس کې د خبرو پرمهال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ونالد ټرمپ که چېرې داسې فکر کړی وي چې د فشار د زیاتولو کمپاین به د تهران د رژیم د سقوط سبب شي، نو سمه مشوره نه ده ورکړل شوې.

محمد جواد ظریف دا خبره پرون په مونیخ کې نړیوالې امنیتي غونډې ته په وینا کې کړې ده.

محمد جواد ظریف: "لکه څرنګه چې ما درته وویل، ولسمشر ټرمپ ته قناعت ورکړ شوی چې دایران رژیم د سقوط په حال کې دی نو هغه نه غواړي چې د سقوط په حال کې له یوه رژیم سره خبرې وکړي، خو زه فکر کوم چې هغوي غلط دي، هغوی وایي چې په ایران کې درژیم تغیر یې مطلب نه دی خو هغوی له تېرو ۴۱ کلونو دا غواړي او په دې کې ناکام شوي دي، هغوی باید دا ومني چې ایران په دې سیمه کې یو حقیقت دی."

د امریکا ولسمشر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقه ووت او ویې ویل چې کمزورې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې له امریکا سره پر هغه اټمي موافقه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وه، له سره مذاکرې نه کوي.

ظریف وویل، پر هغې خبرې شوې دي، یو اس دوه واره نه خرڅېږي.

زېلېنسکي د خپل هېواد په ختیځ کې ټاکنې غواړي

زېلېنسکي د جرمني په مونیخ ښار کې نړیوالې امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي چې د خپل هېواد په جګړه ځپلي ختيځ کې د سیمه ییزو ټاکنو غوښتنه لري.

زېلېنسکي پرون د جرمني په مونیخ ښار کې نړیوالې امنیتي غونډې ته وویل چې د اوکراین په ختيځ کې جګړه د اروپا جګړه ده.

هغه وویل چې د روان میلادي کال په مني کې د خپل هېواد په ختیځو سیمو لوهانسک او دونېڅک کې سیمه ییزې ټاکنې غواړي.

هغه زیاته کړه: "موږ د دې سیمو له ملکي خلکو سره خبرې غواړو، نه هغه کسان چې نړیوال قوانین یې په رسمیت نه پېژني هغه کسان چې د اوکرایني ټولنې استازیتوب نه شي کولای."

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرېمیا ټاپووزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.

له هغه راهیسې د اوکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکي چې روسیه یې ملاتړ کوي، د اوکراین د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

په اوکراین کې د جګړې له امله تر اوسه ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.

اروپايي ټولنه کې د شمالي مقدونیې او البانیا د ګډېدو هڅې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون مونیخ کې د خبرو پرمهال

فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې په اروپايي ټولنه کې د شمالي مقدونیې او البانیا د غړیتوب په اړه د خبرو د پېل ملاتړ به وکړي.

مکرون دا خبرې پرون د جرمني په مونیخ ښار کې نړیوالې امنیتي غونډې ته کړې دي.

هغه وویل چې په اروپايي ټولنه کې د بالکان د هېوادونو د غړیتوب په اړه بحثونو کې د ځنډ مخالف او په دې ارتباط د اروپايي کمېسیون له خوا د راپور خپرېدو ته سترګې پر لار دی.

د فرانسې ولسمشر تر دې وړاندې په اروپايي ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیې د غړیتوب مخالفت کړی و.

خو ایمانویل مکرون پرون وویل چې که د البانیا او شمالي مقدونیې په اړه د اروپايي کمېسیون رپوټ مثبت و، د هغوی د غړیتوب بحث به پیل کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG