د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۱

نړیوالو ورځپاڼو کندهار کې د ماین چاودنه کې د امریکايي سرتېرو وژل کېدو ته کتنه کړې

د نړۍ زياتو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په کندهار کې د دوو امريکايي سرتېرو پر وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو پر عواقبو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ټلیګراف:

د بريتانيا چاپ ټليګراف ورځپاڼې ليکلي وسلوالو طالبانو د دې سړک غاړې بم چاودنې مسووليت منلى دى.

چاودنه تېره شنبه د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د ګزمې پر هغه موټر شوې چې دغه سرتېري په کې روان وو.

دا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې اول وار دى چې په افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د ورځپاڼې په ليکنه، دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بيا پيلېدو هيلې ټوکېدلي چې وکولاى شي د افغانستان روانه جګړه هم پاى ته ورسوي چې تر اوسه يې په نتيجه کې تر ٢٤٠٠ ډېر امريکايان وژل شوي دي.

د ټليګراف ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وسله وال طالبان هڅولي چې پر يوه اوربند موافقه وکړي، يا هم لږ تر لږه د خپلو حملو شدت کم کړي.

د ليکنې په حواله په تېرو پنځو کلونو کې ٢٠١٩ میلادي کال د امريکايانو لپاره تر ټولو خونړى و، چې ٢٣ پوځيان يې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د نړيوال ائتلاف په چوکاټ کې دا مهال په افغانستان کې نږدې ١٣٠٠٠ امريکايي سرتېري دېره دي.

بزنس انسايډر:

د امريکا د متحدو ايالتونو انلاين خپرونې بزنس انسايډر هم په افغانستان کې د دوو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو د موضوع په اړه په يوه ليکنه کې ويلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر مياشت کې ويلي چې خپل پوځ ته يې په راروانو مياشتو کې له افغانستانه د نږدې ٧٠٠٠ امريکايي پوځيانو د وتلو د پيل امر کړى دى.

د خپرونې په باور واشنګټن له وسلوالو طالبانو سره په څو پړاوونو کې د سولې مذاکرې کړې دي.

هڅه کېږي د دغو مذاکرو په مرسته پر داسې يوه اوربند موافقه وشي چې له افغانستانه د ټولو امريکايي سرتېرو وتلو ته زمينه برابره کړي.

خو د خپرونې په حواله، د سولې له مذاکرو سره سره يوازې تېر ميلادي کال په افغانستان کې ٢٣ امريکايي سرتېري ووژل شول.

خپرونې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې يوه راپور ته هم اشاره کړې چې په کې ويل شوي، افغان چارواکو وروسته له هغې ټکان وخوړ، چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د نيمايي برخې د وتلو اعلان وکړ.

خو روانه ميلادي مياشت کله چې امريکا په عراق کې د ايران يو پوځي جنرال قاسم سليماني وواژه، سيمې ته تر ٣٠٠٠ زيات امريکايي پوځيان ولېږل شول.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG