د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

نړیوالو ورځپاڼو د هرات په شینډنډ کې هوايي برید ته پام اړولی


سټارز اېنډ سټراپس:

سټارز اېنډ سټراپس ورځپاڼې د چهارشنبه په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې هوايي برید ته پام اړولی او د حکومتي چارواکو په حواله یې ویلي چې په دې پېښه کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د جنوري په اتمه د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د برید پر مهال، د افغانستان امنیتي ځواکونو د امریکايي سرتېرو د هوایی ملاتړ غوښتنه وکړه.

که څه هم په دغه برید کې د طالبانو یو لوړ پوړی قومندان ملا محمد ننګيالی وژل شوی، خو بیا هم چارواکو او وسله والو مخالفینو ادعا کړې چې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امریکايي ځواکونو تر دې دمه د ملکي تلفاتو د احتمال په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

ورځپاڼې لیکلي چې قومندان ننګیالی د ملا محمد رسول د څانګې یو وسله وال قومندان و، هغه څانګه چې په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو له اصلي مشرتابه څخه جلا شوه.

سټارز اېنډ سټرایپس د ملا رسول د څانګې د یوه غړي په حواله د هغه دا ادعا خپره کړې چې دا ډله د دولت له ملاتړه برخمنه ده او په هرات کې د طالبانو له اصلي ډلې سره جنګیږي.

ورځپاڼه په دې خبرې خپله مقاله پای ته رسوي چې د څو وروستیو کلونو په نسبت اوس وخت د طالبانو د بېلابیلو ګروپونو ترمنځ خپلمنځي شخړې ډېرې کمې پېښیږي.

انډیپنډنټ فارسي:

د بریټانیا چاپ انډیپنډنټ فارسي ورځپاڼې په کابل کې د جرمونو پر زیاتوالي تمرکز کړی او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې ایا کابل د کوڅه اي جنایتونو په ښار بدل شوی؟

د ورځپاڼې په لیکنه تېر دوه میاشتې کابل سختو نا امنیو په سر اخیستی و او اوس امنیتي ځواکونه د شپې ګزمې کوي، ترڅو ښار بېرته امن کړي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خلکو او دولتي چارواکو له فشارونو سره مخ دی چې باید له کابله د نا امنیو لمن ټوله کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې د دې ستونزې اصلي علت مخ په زیاتیدونکې بیوزلې ده، ځکه د ژمي په راتلو سره ځینې خلک د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره حاضر دي چې هر کار وکړي.

په کابل کې اکثر شپنۍ غلاوې او لوټمارۍ تر ډېره د چاقو ګانو په تهدید او بیا د وسلو په زور کیږي.

د کابل پولیسو په تېرو څو ورځو کې تر سلو زیات داسې کسان نیولي چې له موبایلونو رانیولې تر موټرو پورې یې له خلکو غلا کړي.

اکثر نیول شوي چې عکسونه یې هم په ټولنیزو شبکو کې خپریږي ځوانان دي.

د انډیپنډنټ فارسي ورځپاڼه بیا شک ښيي چې د شپنیو ګزمو زیاتوالی دې وضعیت ښه کړي.

د مقالې په دوام کې راغلي چې د تروریستي بریدونو او وسله والو نښتو دوام، د اقتصادي امنیت او ثبات نشتوالی او زیاته بیوزلي په هره ټولنه کې د جنایي جرمونو په تېره بیا غلاوو د زیاتېدو لپاره لار هواروي.

د مقالې په پای کې راغلي په داسې یوه وضعیت کې تر څو چې د اقتصادي ثبات او امنیت لپاره جدي کار ونه شي او ټولنه ښې راتلونکې ته هیله منده نه شي، د شپنیو ګزمو په څېر داسې طرحې ډېر کار نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG