د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

نیویارک ټایمز پر افغانستان د تهران -واشنګټن ترمنځ د کړکېچ اغېزو ته کتنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلی وضعیت او پر افغانستان‌يې اغيزې د نیويارک ټایمز ورځپاڼې د مقالې موضوع ده.

ورځپاڼې لیکلي، افغانستان د دې کړکېچ پر مهال اندېښمن شوی، ځکه د امریکا او ایران ترمنځ د وضعیت ترینګلتیا ښايي د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي چې اوس‌مهال ډېر مهم پړاو ته رسېدلې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ، د ایران د قدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته به د ایران هر ډول حملې ته ورته ځواب ووایي.

دوو امریکايي نظامي چارواکو چې نه‌يې دي غوښتي نوم‌یې واخيستل شي، نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، له ایران سره له کړکېچ راهيسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اډو ایران ته د ورته قوې د ځواب ورکولو په اړه خبرې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د دا ډول بحثونو په اړه محتاطانه چلند کړی دی.

ورځپاڼې دې ته هم پام کړی چې د افغانستان حکومتي مشران له امریکا سره پر نږدېوالي سربېره له ایران سره ژورې اړیکې لري او په تېرو څو ورځو کې يې تهران ته د غمشریکۍ پیغامونه لیدل شوي دي.

د لیکوال په باور، ایران په افغانستان کې د امریکا حضور خپل کورني امنیت ته یو تهدید ګڼي.

خو نیویارک ټایمز د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي ریچارډ اولسن له قوله لیکلي چې وایي، پر دې سربېره چې د امریکا ډېری نظامي اهداف په افغانستان کې دي، ایران دې په یو شمېر نورو هېوادونو لکه عراق، سوریه او لبنان کې پر اهدافو تمرکز وکړي، ځکه په همدې هېوادونو کې نیابتي جګړې پر مخ وړي.

  • ټایم

ټایم مجلې لیکلي له دې سره چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی، د هغو افغان ترجمانانو لپاره وخت ډېر په سرعت روان دی چې امریکايي ویزو ته سترګې په لاره دي.

مجلې له امریکايي سرتېرو سره د یوه افغان ترجمان ضیا غفوري د ژوند کیسه راخیستې چې له دغو ځواکونو سره تر ۱۴ کاله خدمت وروسته، له خپلې مېرمنې او اولادو سره د ځانګړې ویزې له لارې امریکا ته کډه شو.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې ډېری خلک غفوري او د ده غوندې ترجمانانو ته د خاین په سترګه ګوري ځکه هغوی له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې شااوخوا ۱۳ زرو افغانانو ته د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي.

خو اوس‌مهال ۱۹ زره نور افغانان تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د خپل برخلیک ټاکل کېدو ته سترګې په لاره دي.

ټایم په مقاله کې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د یوه ترجمان احمد له قوله لیکلي چې دی په کابل کې له خرابو شرایطو سره مخامخ دی.

دا ځوان په افغانستان کې څلور ځلې د امریکايي ځواکونو له یوه کارکوونکي میجر ډېوېډ سمېت سره د ترجمان په توګه ګومارل شوی، خو تر اوسه ورته ویزه نه‌ده ورکړل شوې.

ضیا غفوري او ډېوېډ سمېت ټایم مجلې ته ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر پرېکړې او د حملو زیاتولو اړوند د طالبانو ژمنو، ترجمانانو ته نور هم خطر زیات کړی دی او هغوی ښايي د احمد غوندي له بې‌برخلیکۍ سره مخامخ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG