د سیاسي او سیمهییزو چارو پوه نجیب ننګیال وايي، ایران په وروستیو کې احساساتي غبرګونونه ښيي.
ننګیال داسې وخت دا خبره وکړه چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي ویلي چې له امریکا به غچ واخلي.
اخوا د وژل شوي ایراني لوړپوړي پوځي قاسم سلیماني لور هم ګواښ کړی چې ایران به په سیمه کې د امریکا له پوځیانو غچ واخلي.
له ښاغلي ننګیال سره صفيالله ستانکزي په دې اړه مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د ایران ګواښونه څومره د افغانستان لپاره جدي دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
-
صفيالله ستانکزی
صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ