افغانستان
'باميان ته د ايران د قدس ځواکونو د قوماندان د سفر په اړه څېړنې کېږي'
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وايي باميان ولايت ته د ايران د قدس ځواکونو د نوي قوماندان اسماعيل قااني د تېر کال د سفر په اړه څېړنې کېږي.
تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيو کې د باميان له والي طاهر زهير سره د قااني د کتنې په اړه راپورونه او عکسونه خپاره شول.
اسماعيل قااني په دې سفر کې ځان په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال معرفي کړى و.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون سې شنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، باميان ته د قااني سفر د وزارت لهخوا څېړل کېږي.
ښاغلي زمان زياته کړه، د اوس لپاره يوازې دا تأييدوي چې اسماعيل قااني هېڅکله په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال نهو.
د هغه خبر له مخې چې د ١٣٩٧ ل کال د چنګاښ/سرطان پر ۲۰مه په فېسبوک کې د باميان د والي دفتر لهخوا خپور شوى و، راغلي: "په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال اسماعيلي په باميان کې له والي طاهر زهير سره وکتل او د سفر هدفيې په باميان کې د ١٢٠ بستريز امام خميني روغتون د ودانۍ د رغونې د کار ارزونه وه."
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د شپږیزې کریکټ لیګ یوولسم پړاو چهارشنبې خوست کې پیل شو
د شل اوریزو سیالیو په چوکاټ کې د شپږیزې کرکټ لیګ یوولسم پړاو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د خوست ولایت د رحمت ولي مسرور ورزشي لوبغالي کې پیل شو.
د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د آمو نهنګانو لوبډلې د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
نن به د بست لوبډله له آمو نهنګانو او د سپین غر لوبډله له بند امیر سره سیالي وکړي.
دغه سیالۍ چې د خوست په کوربتوب ترسره کېږي، پنځه لوبډلې به په کې د ۱۴ ورځو لپاره د اتلولۍ جام د ګټلو په موخه له یو بل سره لوبې وکړي.
افغانستان کې شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی
ملګري ملتونه وايي سره لدې چې افغانستان کې هر وګړي ته واکسین رسول یوڅه ستونزمن دي خو بیاهم شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دچهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې، له نیمایي څخه ډېر هغه کسان چې په افغانستان کې یې د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړی، ښځې دي.
یونیسف ژمنه کوي چې د خپلو همکارو موسسو په مرسته، په افغانستان کې د واکسین د تطبیق هڅو دوام ته دوام ورکوي.
له جګړو پاته ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو ژوند ګواښي
له جګړو پاته ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکسپاڼې وویل، چې د روان میلادي کال له جنورۍ تر مې میاشتې پورې په افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو له امله ۱۷۵ د مرګ ژوبلې پېښې ثبت شوې دي، چې ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونو لپاره له اړینو ۱۴.۵ میلیونه ډالرو څخه د روان میلادي کال تر جون میاشتې پورې یواځې ۳.۶ میلیونه ډالر برابر شوي دي. دغه اداره ټینګار کوي چې د بېړني ملاتړ برابرول کولی شي د نورومرګ ژوبلو مخه ونیسي.
روسیې له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې د خپلو اوږدمهالو اختلافاتو د حل لپاره له ډیپلوماسۍ کار واخلي.
د رویترز د راپورله مخې په هغه اعلامیه کې چې د سې په ورځ د دې وزارت په ویبپاڼه کې خپره شوې، پر سرحدي سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو "غمجنې پېښې" ته اشاره شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د یکشنبې په شپه ترسره شول، لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي. خو د طالبانو حکومت د وژل شویو ولسي وګړو شمیر۳۶ ښودلي. پاکستان بیا ویلي چې د ډیورند کرښې ته څیرمه د پوځ په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي. د افغانستان په درې ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او کونړکې یې د ۲۵ وسله والو د وژلو او له کرښې خپلې غاړې ته د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د څلورو وسله والو د وژلو خبرورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "روسیه له اسلام آباد او کابل څخه غوښتنه کوي چې وسله والې شخړې پای ته ورسوي او لانجمن مسائل له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي."
پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې هغو وسله والو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې پرپاکستان بریدونه تنظیموي خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې سختدریځي د پاکستان داخلي ستونزه ده.
ایران د دې هیواد د پخواني مشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغانانو ته وړیا ویزې ورکړي
ایران ۲۵۰۰ افغانانو ته وړیا ویزې ورکړي چې د ایران د پخواني مشر ایات الله علي خامنه يي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ ۹مه، د خراسان رضوي د والي د مرستیال علي عسکري له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان شاوخوا ۴۰۰۰ وګړي به په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له ځمکنیو سرحدي لارو ایران ته داخل شي.
علي عسکري ویلي چې د افغان وګړو معلومات به د سرحدي دروازو پر مهال ثبتېږي او تر هغه وخته چې له ایرانه ووځي تر څارنې او ارزونې لاندې به وي، څو د هغوی د غیرقانوني پاتې کېدو مخه ونیول شي.
په پام کې ده چې د ایات الله علي خامنه یې د جنازې مراسم د جولای په څلورمه پیل شي او په تهران، قم او عراق کې یې له ترسره کیدو وروسته د جولای په نهمه په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ په اړه خبرې کړي
ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو هڅو په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف او په ازبکستان کې د قطر د سفیر حسن حمزه هاشم تر مینځ غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د همکاریو پر پراخولو، او همدارنګه پر هغو فرهنګي او بشري نوښتونو خبرې شوي چې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اوږدمهاله پرمختګ کې مرسته کولای شي.
ازبکستان او قطر افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دغو دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د زیربنايي پروژو، سوداګرۍ او بشري مرستو له لارې له افغانستان سره د فعال تعامل سیاست تعقیب کړی دی.
هندي چارواکي: پاکستان پر افغانستان بریدونو سره خپلې ناکامۍ پټوي
پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې بریدونو ته د غبرګونونو په دوام د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی.
دغه وزارت پرون دوشنبې د یو بیان په خپرولو سره ویلي،"د پاکستان لخوا د تیري دا ښکاره عمل د افغانستان پر حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی."
پاکستان وړمه شپه د پکتیا پر څمکنۍ، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ ولایت پر مرورې ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل چې د ملګرو ملتونو د لومړنیو موندنو له مخې لږ تر لږه ۲۸ملکیان په کې وژل شوي او ۴۹نور ټپیان دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې وړاندې راغلي،" د پاکستان دغه بریدونه د بېباکه چلند دوامداره بڼه ښيي او له پولو بهر د تاوتریخوالي د ناهیله کوونکو اقداماتو له لارې، د خپلو ناکامیو د پټولو هڅه ده".
بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي،"ګوتیریش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندېښمن دی".
د طالبانو حکومت په دغو بریدونو کې د ۳۸ملکیانو د وژل کیدو او ۱۶۳ نورو د ټپي کیدو راپور ورکړی، خو پاکستاني لوری ادعا لري چې ۲۵وسله وال يې وژلي دي.
ملګري ملتونه :افغانستان کې لږ تر لږه ۵.۹ میلیونه اړمنو کسانو سره مرستې شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ څخه تر اپرېل پورې یې د خپلو شریکانو په همکارۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۵.۹ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې رسولې دي.
اوچا د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ترلاسه شوې بودجې په پرتله دا د مرستو د پوښښ د پام وړ کچه ده، او د دغو کسانو ۵۹ سلنه خلکو ته خوراکي مرستې رسېدلې دي.
اوچا زیاتوي چې دا شمېرې ښيي چې د خوړو سخته ناامنۍ لا هم پراخه ده، او خلک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کال په اوږدو کې پرله پسې او په بېلابېلو برخو کې تکمیلي مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د غبرګولي په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي، او نږدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان به د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ وي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ دهغو هیوادونو په کتار کې دی چې له سختو بشري او خوراکي ناورینونو سره مخ دي.
د څلورو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، وچکالۍ او طبیعي پېښو د خلکو د ژوند وضعیت خراب کړی دی.
د بریتانیا ځانګړی استازی افغانستان او پاکستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی افغانستان باندې د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره افغانستان او پاکستان کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.
ریچارد لېنډسي د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي:
"موږ په افغانستان او پاکستان کې روان تاوتریخوالي اودانساني تلفاتو له ویرډک دوام ته ژوره اندېښنه لرو. موږ د ترهګرۍ ټول ډولونه په کلکه غندو. "
ریچارد لیندسي د نړیوال بشردوستانه قانون د درناوي، د ولسي خلکو دساتنې او د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي چې په پکتیا ، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې هوايي بریدونو، ۳۶ ملکي وګړي وژلي او ۱۶۳ نور یې ټپیان کړي دي.
ملګرو ملتونو هم په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د لسګونو ولسي خلکو مرګ ژوبله تایید کړې.
خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې یې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۲۹ وسلهوال وژلي دي.
یوناما:د پاکستان د تیرې شپې په بریدونو کې ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) تایید کړه چې پر افغانستان د پاکستان د تیرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.
یوناما شیبه وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دوی ویلي چې دغه بریدونه د دوشنبې په شپه د پکتیا پر څمکنۍ، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ پر مرورې ولسوالۍ شوې دي چې په زیاته مرګ ژوبله یې څمکنیو ولسوالۍ کې پیښه کړې.
دا څویم ځل دی چې پر افغانستان د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي او یوناما یې مستندوي.
د طالبانو حکومت دغو بریدونو کې د ۳۶ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۶۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې وه.
پاکستاني لوری بیا ادعا کوي چې ۲۵ وسله وال یې وژلي دي.