افغانستان
ولسي جرګې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل تصویب کړ
د افغانستان د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ تر اوږدو بحثونو وروسته، د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د ولسمشر اشرف غني په فرمان رامنځته شوی، د رایو په اکثریت تصویب کړل.
دغه وزارت د دولت له مخالفانو سره د سولې پروسې مخته وړلو په هدف جوړ شوی دی.
که څه هم د ولسي جرګې د نن ورځې په بحثونو کې ځینو وکیلانو د دغه وزارت د تشکیل مخالفت کاوه، خو ځینو نورو بیا ویل چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دا یوه اړتیا ده.
ځینو وکیلانو، د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یوه هدف لپاره دوه موازي ادارې وبللې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هرات کې لاریون ترسره شو
د هرات په ښار کې نن د یوه لاریون په ترڅ کې د هغو ملکیانو جسدونه خاورو ته وسپارل چې د جمعې په ورځ په انجیل ولسوالي کې د ناپيژاندو وسله والو د ډزو پرمهال وژل شوي وو.
طلوع نیوز د لاریون کوونکو شمیر په زرګونه یاد کړی دی. دې لاریون کوونکو د ترهګرو او برید کوونکو پرضد شعارونه ورکړل او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې د دې پېښې عاملان معلوم کړي او سزا ورکړي.
د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالي کې وسله والو یولس تنه شیعه ووژل. تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.
په بغلان کې څلور تنه وژل شوي
په بغلان کې د طالبان امنیه قوانداني وایي، د یوه برید په ترڅ کې څلور تنه په جنجان ولسوالي کې وژل شوي او درې تنه ټپیان شوې دي.
امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د دوشنبې په ماښام د لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده. بیان زیاتوي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له مخې شوې ده او دوه تنه تورن نیول شوې دي.
د تکواندو افغان لوبغاړي یعقوبي خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي مهدي یعقوبي د اوزبېکستان په نړیوالو سیالیو کې خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه.
دا مسابقه چې نن په اوزبېکستان کې ترسره شوه، د افغانستان د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبغاړی مهدي یعقوبي وتوانېد په منفي ۴۵ کیلوګرام وزن کې خپل ارمنستاني سیال ته شکست ورکړي او په دغو سیالیو کې بل پړاو ته لار ومومي.
د نوو ځوانانو د تکواندو نړیوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربهتوب پرون پیل شوې چې پکې څلور افغان لوبغاړو ګډون کړی دی.
په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د نړۍ د یوسل او پنځلس هیوادونو نهه سوه یو نوي لوبغاړو برخه اخیستې ده.
دافغانستان دوه تنکي تکواندوکاران سه شنبه تاشکند کې دنړیوالو سیالیو د لوبې میدان ته کوزیږي
دافغانستان د تنکیو ځوانانو دتکواندو د ټیم دوه لوبغاړي نن سه شنبه په تاشکند کې نړیوالو سیالیو کې خپلو ساریو سره د لوبې میدان ته ځي.
دفدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې مهدي یعقوبي د ارمنستان لوبغاړي دیوید دانیلیان سره لوبه کوي او د بریا په صورت کې به د پیرو لوبغاړي سره لوبه وکړي.
دغه راز سدیس سکندر د قرغیزستان لوبغاړي ارتور اسماعیلوف سره لوبه کوي او که بریالی شي نو اوکرایني لوبغاړي سره به لوبه وکړي.
د افغانستان د تنکیو ځوانانو د تکواندو ټیم ۴ لوبغاړي د تاشکند په نړیوالو سیالیو کې برخه لري.
دغه سیالۍ چې د یکشنبې په ورځ د وري په ۲۳ پیل شوې ددغې میاشتې تر ۲۸ مې دوام کوي.
د چارواکو په وینا ۱۱۶ هیوادونه او شاوخوا زر ورزشکاران په دې سیالیو کې برخه لري.
میدان وردګ او زابل ولایتونو کې په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو تطبیق
افغانستان کې د طالبانو د حکومت ستره محکمه په میدان وردګ او زابل ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکوي.
د میدان وردګ په سیداباد ولسوالۍ کې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې.
یاد کسان د ابتدائیه محکمې لخوا هریو په دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو او دغه سزا د سترې محکمې له تائيد وروسته تطبيق شوې.
په زابل ولایت کې هم د سترې محکمې د خبرپاڼې په اساس، د شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پریکړې له مخې یو کس ته چې په غلا متهم وو په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
یاد کس په درې کاله تنفیذی حبس او ۳۹ درو محکوم شوی وو.
د بشري حقونو مدافع ډلې د طالبانو د حکومت لخوا په عام محضر کې د بدني سزاګانو تطبیق د انساني کرامت خلاف او له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي خو طالبان وايی دا کار د شریعت له احکامو سره سم کوي.
د افغانستان او ازبکستان دخصوصي سکتورونو ترمینځ د سلګونو ملیونو ډالرو د هوکړو لاس لیک
افغانستان کې دطالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزارت وايي دافغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمینځ د ۵۲۰ ملیون ډالرو په ارزښت د همکاري تفاهم لیکونه کابل کې لاسلیک شول.
د افغانستان دصنعت او تجارت وزارت خبرپاڼه وايي د دغو قراردادونو په اساس به افغانستان کې د وسپنې د ویلې کولو، د مالوچو د پروسس او دغه راز د سمنټو او د چرګانو د ساتنې او تولید د فابریکو په تاسیس کې همکاري کیږي.
د هوکړو په اساس به دافغانستان د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادریږي او د دغه هیواد څخه به د موټرو پرزې واردیږي.
تیره اونۍ هم د ازبکستان په فرغانه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د څه باندې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تیره سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل چې دغه توافقات "د خامو موادو ، دواجوړونې او نساجۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له خوا لاسلیک شول".
که څه هم د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو د سوداګرۍ په برخه کې ورسره پراخې اړیکې پالي.
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو واکسین همهاله کمپاین پيل شوی
د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ (پولیو) د واکسین کمپاین، نن دوشنبه د حمل میاشتې په ۲۴مه پیل شو.
په دې کمپاین کې شاوخوا دولس میلیونه او شپږ سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په افغانستان او پاکستان کې واکسینېږي.
« له پولیو څخه پاک افغانستان» ادارې او د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کمپاین به د بامیان، دایکندي او غور ولایتونو پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې ترسره شي.
ویل شوي چې دا کمپاین به یوه اوونۍ وروسته په غور کې پیل شي، او په بامیان او دایکندي کې به د سړې هوا له امله په ځنډ سره پیل شي.
ټاکل شوې ده چې دا کمپاین به د حمل تر ۲۶مې پورې په افغانستان او پاکستان کې دوام وکړي.
دا دواړه هغه یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې
د طالبانو حکومت تایید کړه چې وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ نور کسان هم مړه کړي
د طالبانو حکومت تایید کړه چې وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ نور کسان هم مړه کړي دي.
له پېښو سره د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په ځینو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، د دیوالونو د نړېدو او غره ښوویېدنې په پېښو کې لس کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي.
همدارنګه څه باندې ۱۰۰ هستوګن کورونه هم ړنګ شوي.
په دې سره په افغانستان کې تېر څه باندې دوه اوونۍ سیلابونو او د کورونو د ړنګېدو په پېښو کې ۱۸۹ مړه او ۲۵۲ نور کسان ټپیان شوي.
د دوشنبې لپاره د افغانستان اکثرو سیمو کې هوا نسبتاً ښه بلل شوې خو په سالنګونو کې د سړې هوا او شدید بادونو او په نورستان کې د هوا د سړېدو اټکل شوی.
حشمت الله شهیدي وايي تمریني کمپونو کې د ټیم په نیمګړتیاوو کار کیږي
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په کابل او ننګرهار کې تمریني کمپونه او سیالۍ کوي.
د کرکټ د ملي ټيم مشر روزونکي ریچارډ پایبس په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا تمرینونه نږدې راتلونکي کې له هند سره د یوې ټیسټ او دریو یو ورځنیو لوبو د ښه چمتووالي لپاره کېږي.
ښاغلي پایبس وویل په اوسنیو تمرینو او سیالیو کې به د ټیم ټاکونکې ډله او لوبډلمشران لوبغاړي وڅاري او تر ټولو تکړه لوبغاړي به د هند لپاره انتخاب کړي.
د افغانستان د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کپټان حشمت الله شهیدي وویل لومړۍ اوونۍ په کابل او بیا وروسته ننګرهار کې لوبې او تمرینونه کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دغو تمرینونو کې به په نیمګړتیاوو باندې ډېر کار وشي.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د جون په شپږمه له هند سره ټیسټ لوبه پیل کړي. د جون په ۱۴مه، ۱۷مه او ۲۰مه به درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
یوناما؛ په هرات ولایت کې پر ملکیانو د ډزو په پېښه کې یولس کسان وژل شوي
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستنیدونه ماموریت یوناما تایید کړه چې تېره جمعه په په هرات کې یوولس تنه ملکیان په ډزو سره وژل شوي.
یوناما یکشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي "د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي شعیه ګانو د وسله والو په ډزو کې یوولس کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي".
په اعلامیه کې راغلي،"په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې جورجیټ ګاګنون ویلي،"موږ د دغې وحشتناکې غمیزې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته روغتیا هیله کوو".
ګاګنون د طالبانو له حکومته د دې پېښې په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
تراوسه د دغه برید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.