د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱
د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

'د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې'

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رأیې او عبدالله عبدالله۳۹،۵۲ ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رأیې او عبدالله عبدالله۳۹،۵۲ ترلاسه کړې دي.

هغې زیاته کړه: "مونږ په ډېرې امانت‌دارۍ خپله دنده ترسره کړې، تر یو میاشت وړاندې له انتخاباتو بودجه نه‌وه."

۱۷:۲۴ ۱.۱۰.۱۳۹۸

د افغانستان د ټاکنو شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، سبا ( دوشنبه ۹) د سهار له اتو بجو تر درې ورځو پورې ټول نوماندان کولاي شي په مرکز او ولایاتونو کې د لومړنیو پایلو په تړاو خپل شکایاتونه له دوی سره ثبت کړي.

د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه نوماندان چې د ټاکنو د لومړنۍ پایلو په اړه شکایتونه لري کولای سر له سبا ( دوشنبه) اته بجې خپل شکایتونه د شکایاتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د دې کمېسیون غړي قاسم الیاسي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، کمېسون د ټولو نوماندانو شکایاتونو ته د انتخاباتي قانون او طرزلعملونو په ترڅ رسیدنه کوي.

هغه وویل: "ټول کاندیدان کولای شي سر له سبا خپل شکایتونه تر درې ورځو پورې په مستند ډول ثبت کړي او کمېسون به دې ټولو ته تر پنځلسو ورځو پورې په قانوني ډول رسیدنه وکړي."

ښاغلي الیاسي وايي، د شکایتونو تر پنخلس ورځنۍ څېړنې ورسته د استیناف غوښتنې لپاره هم درې ورځې وخت ورکول کېږي چېې د دې بهیر ارزولو ته بیا پنځلس ورځې وخت په بام کې نیول شوی دی.

د نوموړي په خبره په ټولکه کې کمېسیون تر ۳۶ ورځو پورې خپل وروستي پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپاري.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رئيسه زهره بیان شینوارې وايي، د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون په بې پرې ډول اقداماتو ته ژمن دی.

هغه زیاتوي: "مونږ له ټولو ښکیلو خواو غواړو چې د دواړو کمېسیونونو له پریکړو ملاتړ وکړي او دواړه کمېسیونونه پریږدي چې خپل کارونه په سمه توګه پرمخ بوځي."

په ورته وخت کې د افغانستان پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه هم وايي، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اعلان سره بحث د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوی دی، او یاد کمیسیون مکلفیت لري چې د قانون په چوکاټ کې عدالت تامین کړي.

دا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نېږدې درې میاشتې ځنډ ورسته نن ( يکشنبه) د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG