د کيت په نوم د يوې هالنډۍ ادارې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې په هرو درېيو کورنيو کې يو نفر نشه کوي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو کمولو رياست د دې سروې راپور تائيدوي او وايي چې دا سروې به له دوی سره د وقايوي پروګرامونو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.
دا چې دې موسسې د نشه يي موادو په کومه برخه کې سروې کړې او په دې سروې کې يې له کوم ميتود څخه کار اخیستی، په دې اړه زموږ همکار فريد حليمي له ډاکټر عبدالشکور حيدري سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلی چې د دې سروې هدف څه و؟