افغانستان
د ژنیو په غونډه کې له افغان کډوالو د ملاتړ تازه ژمنې

د افغانستان، پاکستان او ایران د جګپوړو استازو په ګډون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د ا فغان کډوالو د وضعیت ارزولو لپاره په ژنیو کې غونډه وکړه.
په دغه درې ورځنۍ غونډه کې چې پرون په یوې اعلامیه پای ته ورسېده، د پاکستان د فدرالي او سرحدي سیمو وزیر صاحبزاده محبوب سلطان، له افغان کډوالو سره د پاکستان د مرستو د دوام ژمنه وکړه.
خو ښاغلي سلطان ټینګار وکړ چې افغان کډوال باید په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه او په خپل اصلي تاټوبي کې د اوسېدو شرایط ورته برابر شي.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، په ایران او پاکستان کې د میلیونونو کډوالو ترڅنګ څو میلیونه نور افغانان دننه په خپل هېواد کې بېځایه شوي دي.
د ژنیو په غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر غلام حسین دهقاني وویل، هغه وخت راغلی چې د کډوالو پېټی نړیواله ټولنه هم په اوږو واخلي او تعادل رامنځته کړي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې له مرستندویو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې زیاته پانګونه وکړي څو افغان کډوال په عزت خپل هېواد ته راوګرځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ابراهیم ځدران: په میدان کې مې په اشارو د راشد خان له مشورې مننه وکړه

د افغان کرکټ د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی راشد خان وايي، "د کرکټ په لس کلن مزل کې يې د ابراهیم ځدران د تیرې ورځې لوبه تر ټولو په زړه پورې لوبه وه".
په هغه ویډيو کې چې افغان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې خپره کړې ابراهیم ځدران او راشد خان له انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې د لوبې تکرار ګوري او راشد خان ابراهیم ځدران ته وايي، "د هغه کیچ تمه چې ما درلوده تا ونیوه".
په دې ویډيو ابراهیم ځدران د خپل هغوو اشارو په اړه هم توضیحات ورکړي، چې د ۱۷۷ منډو له پوره کیدو وروسته يې په میدان کې کړې وې.
ابراهیم ځدران وايي، په هغوو حرکتونو چې لاس يې د خبرو او مننې په شکل نیولي و، له راشد خانه يې مننه کوله.
د چهارشنبې په ورځ افغانستان له انګلستان د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې د لاهور په قذافي لوبغالي کې له هیجانه ډکه لوبه لره چې افغان لوبډلې د وروستي اور په پنځه بال د انګستان د ټولو لوبغاړو په سوځولو سره لوبه وګټله.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې د پنځو ویکټو په تاوان ۳۲۶ منډې وکړي چې ۱۷۷ يې ابراهیم ځدران کړې وې.
سبا جمعه افغانستان په دې جام خپله دریمه لوبه له استرالیا سره کوي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلږي.
د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان او بنګله دیش لوبه وه، چې د باران له کبله لغوه شوې وه.
د تورخم دروازې دواړو خواوو ته ۴ زره باروړنکې لارۍ له مالونو ډک ولاړي دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په دروازه کې څه باندې ۴زره باروړنکې لارۍ دواړو خواوو ته له یوې اونۍ راهیسې د اوښتو په تمه ولاړې دي.
پاکستان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال ځانګې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي،" د تورخم دروازې د بیا پرانیستو په خبرو اترو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی".
دا لار د یوې اونۍ راهیسې د باروړنکو لارو سربیره، د مسافرو او ناروغانو پرمخ تړلی شوې ده.
په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال په ټکو، مسافر او ناروغان په جوماتونو او هوټلونو کې دیره دي او د خوارک او څښاک له نه شتون شکایت لري.
بل پلو، د دروازې دواړو خواوو ته یو شمیر لارۍ چلوونکو شکایت کړی چې مالونه يې په خرابیدو دي او د طالبانو او پاکستاني چارواکو يې د دروازې د خلاصیدو غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې وه، د فبرورۍ په ۲۵مه طالبان او پاکستان چارواکي د دې لارې د خلاصیدو په اړه خبرې اترې وکړي، خو پاکستاني چارواکو د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي دي، "د فبرورۍ د ۲۵مې تر ماښامه له کابله د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره تورخم ته د طالبانو پلاوی ورغلی نه دی".
د فبرورۍ په ۲۴مه د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالعزیز مصطفی له پاکستاني چارواکو سره کتلي و، خو د لارې د پرانیستلو په اړه کومې پایلې ته رسیدلي نه وو.
پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱مه له طالبانو ځواکونو سره د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه وکړه چې له کبله يې د تورخم دروازه د سوداګریزو مالونو او مسافر پر مخ وتړل شوه.
ریچارډ بنیټ: د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده.
هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ۵۸مه ناسته کې، پنجشنبې ناوخته د(فبرورۍ۲۷مه) د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کاوه وویل،" که پر طالبانو نظارت ونه شي د دې امکان شته چې دا ډله د بشري حقونو ضد اقدامات نور هم پراخ او ژرو کړي، ښايي طالبان د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې له تبعیض او ظلم څخه کار واخلي".
بینټ په خپلو خبرو کې وړاندې وویل، " د طالبانو د ظلمونو د دوامداره مخنيوي لپاره دې د نړیوالو اصولو سره سم د مدني ټولنو ملاتړ وشي".
د بنیټ په ټکو، نړیواله ټولنه دې داسې اصولو رامنځه کړي چې پر بنسټ يې له طالبانو سره د تعامل د عادي کیدو مخه، بشري حقونو او نړیوالو اصولو ته په پام وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړی راپورورکونکي ټینګار وکړ، که چیرته د طالبانو پر ضد د نړیوالې ټولنې له خوا اقدام ونشي، او تیر تاریخ بیا تکرار شي، د هغه په ټکو چې پایلې به يې نه یوازې افغانستان بلکې نړۍ ته ویجاړونکي وي.
بینټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ناستې وړاندې ویلي و، "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا کړکیچن او ژور شوی دی".
د بینټ په خبره، د طالبانو امربالعمروف وزارت د قانون د پلي کیدو له کبله د بشري حقونو پراخې سرغړونې کړي دي.
د نوموړي په خبره، دا وضعیت په نړۍ کې ساری نه لري او د بشري جنایتونو ترسره کولو ته زمینه برابروي.
برتانوي صدراعظم کیر سټارمر له ولسمشر ټرمپ سره واشنګټن ته تللی

د برتانیا صدراعظم کیر سټارمر د چهارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ ۲۶مه) د هېواد د دفاعي بودیجې د زیاتوالي له اعلان وروسته واشنګټن ته سفر وکړ.
د اسوشیټیډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، لکه څنګه چې واشنګټن هڅه کوي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، ښاغلی سټارمر هیله لري چې دا سفر به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کولو کې مرسته وکړي، څو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
د سټارمر سفر د امریکا بهرنۍ پالیسي بدلون ته په کتو ترسره شوی
واشنګټن ته د برتانیا د صدراعظم سفر په داسې حال کې شوی چې ولسمشر ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ په لومړیو اونیو کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په بدلون لاس پورې کړی دی.
په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د دې اونۍ په پیل کې واشنګټن ته تللی و او هلته یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې کییف به په خبرو اترو کې ونډه ولري او امریکا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د ( ناکامه) وتنې هر اړخ څیړو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست وایي، دوی له افغانستانه د خپلې " ناکامې" وتنې هر اړخ په بشپړ ډول څيړي.
نوموړي پرون د کابینې په غونډه کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کې و وویل، پلان لري چې له افغانستانه د وتلو پوره حساب کتاب وکړي.
د دفاع د وزیر د خبرو پر مهال ډونالډ ټرمپ بیا وویل، د هغې ډلې په کارونو کې لوی پرمختګ نشته چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي.
د ټرمپ ادارې د خپلو کمپاینونو پر مهال هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته امریکا خپل ټول ځواکونه د دوه اونیو په ترڅ کې له افغانستانه وایستل.
د تخلیې د همدې عملیاتو پر مهال داعش د کابل هوایي ډګر مخته یو برید وکړ چې د لسګونه افغانانو په ګډون یې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل او یوشمېر یې ټپیان کړل.
د بایډن ادارې بیا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو ننګه کړې وه.
د بریتانیا پارلمان، له ښځو سره د طالبانو چلند وحشیانه وباله

د بریتانیا پارلمان په یوه غونډه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو فرمانونه «وحشیانه» دي او باید لغوه شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د بریتانیا پارلمان په دې اړه د چهارشنبې په ورځ خپره کړې، راغلي دي: «موږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره په جدي توګه کار کوو، چې پر طالبانو ګډ فشار وساتو. د طالبانو ظلم او غیر انساني چلند باید ټول موږ ته وحشتناک ښکاره شي، او بې له شکه، موږ ټول پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز غندوو.»
د بریتانیا پارلمان زیاتوي چې د طالبانو چلند له ښځو او نجونو سره د کرکې وړ دی، او باید د دې چلند په وړاندې جدي فشار راوړل شي.
طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، د ښځو ډېری حقونه او ازادۍ محدودې یا منع کړې دي، او ښځې او نجونې یې د کار او زده کړو په شان له لومړنیو حقونو بې برخې کړي دي.
د کانګریس غړي: لا هم هره اوونۍ افغانستان ته ۴۰ میلیون ډالره مرسته استول کېږي

د امریکا د کانګریس دوه غړي، ټیم برچټ او مارجوري ټیلر ګرین، وايي چې لا هم هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر افغانستان ته استول کېږي.
د تنسي ایالت استازي، ټیم برچټ، ادعا وکړه چې افغانستان ته په چارتر الوتکو کې وړل کېدونکې نغدې پیسې په نهایت کې د طالبانو او القاعده لاس ته لوېږي.
برچټ د امریکا د کانګریس د غړیو په منځ کې د طالبانو سخت منتقد دی.
له بلې خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخواني سرمفتش جان سوپکو د سې شنبې په ورځ د هسپانیا په مادرید کې د هرات په امنیتي کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو راوروسته متحدو ایالتونو پر افغانستان تر ۲۱ میلیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي دي.
د جان سوپکو اشاره هغو پیسو ته هم ده چې له افغانستانه د لسګونو زره افغانانو په ایستلو او په متحدو ایالتونو کې د هغو پر ځای پر ځای کولو یې لګولي دي.
سوپکو په عین حال کې وویل، سره له دې چې د ولسمشر ټرمپ حکومت بهرنۍ مرستې ځنډولي، امریکا لا هم هره اوونۍ افغانستان ته مرستې لیږي.
پاکستاني چارواکی: د تورخم بندېدو سوداګرو ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اړولی

د پاکستان ګمرکي چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه مهم مځکني بندر د بندېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ته ۱۲ میلیوه ډالره زیان اوښتی دی.
د تورخم بندر، چې خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې له ورځې راهیسې تړل شوی دی. د دې لارې د بندېدو دلیل د افغان لوري له خوا د نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر شخړه بلل شوې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ د دې لارې د پرانیستلو پر سر خبرو تراوسه نتیجه نه ده لرلې.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط جیونیوز تلویزیون ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده.
اتلانو جام، افغانستان انګلستان ته ۳۲۶ منډې هدف ورکړ

د چمپینز ترافۍ یا اتلانو جام د لوبو په دوام، افغانستان انګلستان ته د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلۍ د نننۍ لوبې پچه وګټله او د بیټینګ یا توپ وهلو پریکړه یې وکړه.
که څه هم افغان لوبډله په لومړي سر کې یو څه تر فشار لاندې وه او درې ویکټې یې ژر ژر ولوېدې، خو وروسته بیا دوی لوبه کنټرول کړه او نسبتا ښه هدف یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.
ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې وکړې او د لوبې فشار یې تر ډيره پر خپله اوږه واخیسته.
لږه شیبه وروسته به انګلستان توپ وهنه پيلوي.
نننۍ لوبه د دواړو دغو لوبډلو لپاره مهمه ده او بریا یې په دغه جام کې د پاته کېدو لامل کیږي.
ډبلیو.ایف.پي: د مرستو کمښت تر ډيره افغان ښځې او ماشومان اغیزمن کړي

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو کمښت تر ټولو زیاتې ښځې زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۵مه، ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي.
د آسیا پاسفیک حوزې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال سمیر وانملي په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې نړۍ افغانان نه دي هیر کړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) په خپل وروستي راپور کې ویلي ، چې د دوی ځینې بشري پروګرامونه د زده کړې، خوراکي مرستو، روغتیا، خوارځواکۍ او په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د سرپناه په برخو کې د ۲۰۲۵ کال د جنوري او مارچ ترمنځ د تمویل کمښت له خطر سره مخ دي.