د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۸

د کابل پولیسو تېرو دوو اونیو کې ۳۰ قاچاق وړونکي نیولي

ارشیف
ارشیف

د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وایي، په تېرو دوو اوونيو کې پولیسو د نشه يي موادو تر دېرشو ډېر قاچاق کوونکي نيولي دي.

نږدې دوې اوونۍ مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل امنیتي مسئولینو ته امر وکړ چې په کابل ښار کې د جرمونو مخه ونیسي او د ټولو هغو اشخاصو او ډلو پر ضد مبارزه وکړي چې جرمونو ته لاره هواروي.

په کابل ښار کې نشه يي مواد او د قاچاق کوونکو فعالیتونه د جرمونو د ډېروالي اساسي عوامل دي، ځکه چې قاچاق کوونکي کابل د نشه يي موادو د قاچاقو د لارې په توګه کاروي.

د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر ارشاد نوري ازادۍ راډیو ته وویل، د جرمونو راکمولو لپاره د ولسمشر د ځانګړي امر له مخې په کابل ښار کې د نشه يي موادو پر وړاندې مبارزه او د قاچاق کوونکو د نيولو لپاره عمليات ګړندي شوي دي.

د هغه په خبره، د دې عملياتو په نتيجه کې يوازې په تېرو دوو اوونیو کې د نشه يي موادو نږدې څلوېښت کاروباریان نیول شوي دي.

ښاغلي نوري زیاته کړه: "موږ په تېرو دوو اوونیو کې ۲۷ عملیات کړي. د دې عملياتو په نتيجه کې مو د نشه يي موادو ۳۸ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي له بېلا بېلو نشه يي موادو سره نیولي دي. خو داسې سندونه او شواهد لاس ته نه دي راغلي چې يوه ځانګړې ډله دې د نشه يي موادو په قاچاقو کې لاس ولري، خو موجوديت یې هم نه شو ردولای."

که څه هم د کابل امنیه قومنداني د نشه يي موادو د قاچاقي ډلو موجودیت نه ردوي، خو په دې وروستیو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته د نشه يي موادو د قاچاقو یوه ډله پېژندل شوې چې مشري يې د پولیسو يوه افسر کوله.

له نشه یي موادو سره د مبارزې برخې کارپوه عباس فراسو يوازې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د نیولو هڅې کافي نه بولي.

دی وايي چې باید ټولې مسئولې ادارې او عام خلک په ګډه د نشه يي موادو له کښت، تولید، قاچاقو او استعمال سره مبارزه وکړي.

هغه وویل: "له نشه يي موادو سره مبارزه ملي همغږۍ ته اړتیا لري، له بده مرغه چې په افغانستان کې دا همغږي نشته. موږ له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ملي بسیج په نوم یوازې یوه اوونۍ لرو چې په جنتري کې ثبت شوې ده، په دې برخه کې د افغانستان د دولت اقدامات تر هغو پورې مطلوبه نتيجه نه ورکوي چې په ټول افغانستان کې د ملي بسیج پروګرام عملي نه شي."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس د افغانستان ډېری معتادین په کابل ښار کې اوسېږي او نشه يي موادو ته د اسانه لاسرسي له امله د دې معتادينو د وقايې او درملنې پروګرامونه مطلوبه نتيجه نه ورکوي.

د کابل د امنیه قومندانۍ څېړنې ښيي چې په کابل ښار کې ډېرې غلاوې او جرمونه هم هغه خلک کوي چې يا معتادین دي او يا نشه يي مواد خرڅوي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG