د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د هلمند پر مارجې ولسوالۍ د دولتي ځواکونو کنټرول به د کوکنارو کښت محدود کړي


د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د افغانستان په سلو کې ۸۵ سلنه کوکنار په هلمند ولایت کې کرل کېږي او د تریاکو په سلو څه باندې ۴۰ سلنه یوازې د مارجې حاصل و.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د افغانستان په سلو کې ۸۵ سلنه کوکنار په هلمند ولایت کې کرل کېږي او د تریاکو په سلو څه باندې ۴۰ سلنه یوازې د مارجې حاصل و.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په نيولو سره په دغه سیمه کې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کرلو امکانات محدود کړی دی.

ددغې ولسوالۍ ډېره برخه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې وه او د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د راپور پر اساس د هلمند ډېر کوکنار هم په مارجې کې کرل کېدل.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادۍ راډيو ته وويل، کله چې د مارجې ولسوالي د طالبانو په واک کې وه، د دې ولسوالۍ په دښتونو کې يې کوکنار کرل او عام خلک يې هم په زور اړايستل چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

ښاغلي ځواک وویل: "د مارجې ولسوالۍ ډېری ځمکې او دښتې شنې دي، دې پراخو ځمکو دې ته زمینه برابره کړې چې د دولت وسله وال مخالفین تر خپل واک لاندې سیمو کې کوکنار وکري."

د هغه په خبره، طالبانو د کوکنارو له عوایدو ګټه اخیسته.

خو طالبانو نه یوازې د نشه يي موادو په پیسو یې په هلمند ولایت کې د جګړې اور بل ساتلی و، بلکې دا پیسې يې نورو ولسوالیو ته هم لېږلې او خپل جنګیالي یې پرې سمبالول.

د ملګرو ملتونو سازمان له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې (یو ان او ډي سي) د راپور پر اساس د افغانستان په سلو کې ۸۵ سلنه کوکنار په هلمند ولایت کې کرل کېږي او د تریاکو په سلو څه باندې ۴۰ سلنه یوازې د مارجې حاصل و.

د افغانستان امنیتي ځواکونو سږکال په څو ولایتونو کې څه د پاسه لس ولسوالۍ نيولي دي، خو د هلمند ولایت هغه شمالي او جنوبي ولسوالۍ چې د طالبانو په واک کې دي، هلته اوس هم کوکنار کرل کېږي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاء الله افغان وايي، په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره یوازينۍ لاره دا ده چې دا ولسوالۍ له طالبانو له واک څخه وایستل شي.

" د هلمند ولایت په شمالي ولسوالیو کې چې د افغان ځواکونو په لاس کې نه دي، هلته دوه درې فصله کوکنار کرل کېږي. دغه ډول د دې ولایت په جنوبي ولسوالیو کې لکه خانشین، دیشو، ګرمسیر او مارجې ولسوالۍ په دښتو کې هم کوکنار کرل کېږي."

هغه وویل، که طالبان د کوکنارو د کښت بندولو اراده وکړي، نو په یوه امر یې بندولای شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې لږ کوکنار کرل شوي وو چې لامل یې وچکالي وه، خو سږ کال چې اوبه ډېرې شوي او دولتي ځواکونو هم د کوکنارو اړولو پروګرام نه دی عملي کړی، دا وېره شته چې د کوکنارو کښت او تولید بېرته ډېر شي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG