د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

انیس: د ټاکنو پایلو اعلان کې ځنډ نور د منلو نه دی


کابل چاپ ځینې ورځپاڼې
کابل چاپ ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د انتخاباتو د نتایجو اعلان به د جګړې اعلان وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ولسمشرۍ انتخابات بحران ته تلي، او د هر ورځې په تېرېدو سره دا بحران او پر کمېسیون بې اعتمادي زیاتېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، تېره ورځ هم په یو شمېر ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ډلې پلویانو لاریونونه ترسره کړل او د درې سوو زرو هغو رایو باطلول یې وغوښتل چې د دوی په خبره نا بایومتریک شوې رایې دي.

ورځپاڼه لیکلي، خو په ورته وخت کې دولت جوړونکی انتخاباتي ټیم ټینګار لري چې کمېسیون باید څومره ژر چې کېږي د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

دغه انتخاباتي ډله بیا د درې سوو زرو رایو باطلول ناقانوني او دا رایې د باور وړ ګڼي.

ورځپاڼه لیکلي، په داسې یو حالت کې کمېسیون هم له څو اړخونو تر فشار لاندې دی او په خبره یې که چېرې کمېسیون دولت جوړونکي ټیم ګټونکی اعلان کړي نو افغانستان به د یوې لویې جګړې شاهد وي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي.

د نتایجو په اعلان کې تر دې زیات ځنډ نور د هیواد په ګټه نه دی.

سرمقاله لیکونکی لیکي، د میزان د شپږمې نېټې د انتخاباتو په نتایجو کې ځنډ نور په هیڅ ډول خلکو ته د منلو نه دی، هغه خلک چې له کلونو راهیسې یې جګړه، تاوتریخوالی او دربدري تجربه کړې ده.

انیس لیکې که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ۲۷ ولایتونو د بیا شمېرنې د بهیر د نتایجو په جمع بندۍ کار کوي او د دې تمه هم لری چې په هغو ولایتونو کې چې د دغه بهیر په وړاندې خند موجود دی هم د دوی دفترونه پرانیستل شي، خو د سرمقاله لیکونکی په خبره، روان وضیعت په هیڅ ډول د هیواد په خیر نه دی.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

ویسا په انتقاد سره لیکي، د تلې د شږمې نېټې د انتخاباتو په اړه لانجې لا هم په خپل ځای دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، سره له دې چې له دې انتخاباتو دوه میاشتې اوړي خو د داسې پایلو د اعلان تمه نشته چې هم نوماندان پرې قانع شي او هم ولس.

XS
SM
MD
LG