د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

افغانستان

افغان فوټبال لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې جایزه ګټلې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې د مرکزي اسیا د فوټبال په لوبو کې د Fair Play جایزه وګټله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې، د هېواد د ۲۳ کلنو ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ۲۳ کلنو د فوټبال په دغو لوبو د یوې لوبې په ګټلو سره د یادو سیالیو پنځم مقام يې ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو لومړي مقام ازبکستان، دویم ایران، دریم تاجیکستان درېیم، او قیرغیزستان څلورم مقام خپل کړ.

د ترکمنستان د ۲۳ کلنو ښځينه فوټبال لوبډله بیا د ټولو لوبو په بایللو سره په شپږم او وروستي مقام کې وشمېرل شوه.
د یادونې وړ ده، چې په یادو شویو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب، دوه تنو، یاسمین حیدر او فرشتې شیخمیري د لوبڅارې او مرستیالې لوبڅارې په توګه ګډون درلود.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بار: طالبان ښايي د سختو محدودیتونو لګولو او هدفونو ته دوام ورکړي

هیدر بار
هیدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي چې که له طالبانو سره حساب کتاب ونه شي نو ښايي د افغانستان پر خلکو د سختو محدودیتونو د لګولو پروګرامونو او هدفونو ته دوام ورکړي.

د دې ټولنې د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار پرون د مارچ ۲۹مه ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تر دوه کاله مخکې پورې دا جرات نه درلود چې پر ښځو د سنګسار حکم عملي کړي.

هغه زیاتوي: "طالبانو له پیله له ښځو سره بد چلند کاوه، خو د وخت په تېرېدو سره نور هم بد شول. دوی چې ولیدل نړیواله ټولنه یې پر وړاندې ونه درېده او مخالفت یې ونه کړ، نو په آزادۍ سره پرمخ ولاړل او سخت محدودیتونه یې تطبیق کړل. دوی خپل دا سیاستونه یوپه بل پسې عملی کول څو چې دې ټکي ته راورسېدل."

د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده څو ورځې مخکې په یوه غږیز پیغام کې وویل، پر هغو ښځو به د سنګسار او درو وهلو شرعي احکام په عام محضر کې تطبیق شي چې د نامشروع اړیکو په لرلو مجرمې وپېژندل شي.

د ده څرګندونې د بشري حقونو د فعالانو او افغان سیاستوالو له تند غبرګون سره مخامخ شوې.

طالبانو په دشت برچي کې د درېیو نجونو او د هغو د ورور د نیولو راپورونه رد کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکي په دشت برچي سیمه کې د دریو نجونو او د هغو د ورور د نیولو کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

دا درې خویندې د ښځو د حقونو له فعالانو څخه وې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پرون د مارچ ۲۹مه پر خپله ایکس شبکې په یوه بیان کې وویل چې د دې فعالانو نیول کېدل د رسنیو له خوا خپره شوې اوازه ده.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، هرچا چې دا ادعا کړې ده باید ډېرژر اړوندو امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ د وري یا حمل په اتمه په دشت برچي کې د ۲۵ کلنې آزادې رضایي، ۱۷ کلنې نادیې رضایي او ۱۴ کلنې الهې رضايي کور ته ننوتل او دا درې خویندې او د هغوی ۲۲ کلن ورور یې ونیول.

طالبانو له دې مخکې د دوی یوه بله خور تمنا رضايي چې د ښځو د حقونو فعاله وه، هم نیولې وه خو ۲۹ ورځې وروسته له بنده خوشې کړه.

په زابل کې د یوه روغتون د رغونې چارې پیل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل په مرکز کلات ښار کې د یوه روغتون د رغونې چارې پرون پیل شوې.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د زابل ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا د رییس میرویس افغان له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وایي، دا روغتون د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د مرکز کلات په باباګک سیمه کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړېږي.

د افغان په وینا، د دې روغتون د رغونې چارې به په ۵ میاشتو کې بشپړې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO تېره میاشت وویل چې ۲۰۲۴ میلادي کال به د افغانستان لپاره له ننګونو ډک کال وي ځکه د دې سازمان په وینا د افغانستان روغتیايي سیستم په ټولو برخو کې د لږې پانګونې او اقتصادي ستونزو له امله کمزوری شوی دی.

راپورونه: طالبانو کابل کې ۳ معترضې خویندې او د دوی ورور نیولي

د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت
د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت

د راپورنو پر بنسټ، طالبانو د کابل په دشت برچي سیمه کې درې معترضې خویندې له یو ورور سره نیولي دي.

د دې کسانو خور تمنا رضايي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې خویندې يې د ښځو لپاره د دعدالت غوښتنې غورځنګ غړې وې چې د چهارشنبې په ورځ له خپل کوره نیول شوې دي.

د اغلې رضايي په خبره، د خپلو خویندو ازاده، نادیه او الهه او ورور يې یحیي رضايي له برخلیکه خبر نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې کسانو د نیول کیدو په اړه ازادي راډيو ته ویلي چې په دې اړه به معلومات وکړي.

د دغو معترضو ښځو د نیول کیدو ادعاوې په داسې حال کې دي چې واک ته د طالبانو له راستنیدو راهیسې د ښځو د حقونو ډیر شمیر فعالان د طالبانو له خوا نیول شوي او زنداني شوي دي چې یو شمیر لا هم د طالبانو په بند کې دي.

طالبانو پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان د پوښتنو ګروېږنو لپاره ور غوښتی

افغان یوټیوبر همایون افغان
افغان یوټیوبر همایون افغان

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان یې د پوښتنو- ګروېږنو لپاره وربللی دی.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې همایون افغان د هغې زړې ښځې د کورنۍ د شکایت پر اساس احضار شوی چې ده موده مخکې ورسره خبرې کړې وې او د دوی اجازه یې نه وه اخیستې.

ځدراڼ د ښاغلي افغان ستاینه کړې او ویلي یې دي چې طالبان هڅه کوي دا ستونزه ژر حل شي.

د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړل شوی و چې همایون افغان او څلور همکاران یې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

تر دې مخکې هم د اجمل حقیقي په ګډون ځینې نور یوټیوبران او خبریالان نیول شوي، خو زیات وخت یې طالبانو د دلیل په باب څه نه دي ویلي.

یو این ایچ سي آر: د شریکانو په همکارۍ د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي دوی د خپلو ځینو شریکانو په همکارۍ په پوهنه، روغتیا او د معیشت د فرصتونو د ملاتړ په برخه کې د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن جمعه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دوی به د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق او د اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ دغه مرستې برابرې کړي.

دغې ادارې ویلي د دغو مرستو له لارې به وکړای شي تر ۳۰زر زیاتو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، پر لیرې پرتو او د طبیعي افتونو له کبله پر اغېزمنو شویو سیمو به هم تمرکز وکړي، ۸ تازه روغتیايي مرکزونه به جوړ کړي چې تر پنځو لکو زیات کسان به ترې ګټه اخلي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي دوی به د لاسي صنعت ودې ته هم نوره زمینه برابره کړي چې راستانه شوي یا هم بېځایه شوې کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي.

مېلر: امریکا پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي څو دوی خپلې ژمنې پوره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې بل ځای بریدونه ونه کړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه خبرې غونډه کې وویل چې پر طالبانو خپلو فشارونو ته ادامه ورکوي چې له نړیوالې ټولنې سره په دې تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

د ښاغلي میلر په وینا، متحدو ایالتونو طالبانو ته دا څرګنده کړې ده چې دا یې مسوولیت دی چې په هیڅ ډول به د القاعده او داعش خراسان څانګې په شمول کومې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې خوندی پناهځای جوړ کړي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي، خو د دوی ویاند ذبیح اله مجاهد روانه اونۍ وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هیواد برید وکړي.

داعش په څه باندې یوې اوونۍ کې د دوو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی، یوه په کندهار کې او بله د روسیې په پلازمینې ماسکو کې.

ترافیکي پېښې؛ افغانستان کې یې له ۶ میاشتو راهیسې تر زرو پورې کسان مړه کړي

له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر
له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر

د طالبانو یو چارواکی وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله ۹۴۹ تنه مړه شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۹۸۷ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

یوه خونړۍ ترافیکي پېښه دوې اوونۍ وړاندې د هلمند په ګریشک ولسوالي کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه مړه او لسکونه نور ژوبل شول.

په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو دلیل د موټرچلوونکو بې پامي، د ترافیکي قوانینو نه رعایتول او د لارو خرابوالی بلل کېږي.

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ځینو کې د سېلابونو وړاندوېنه شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ورسره مل د سېلونو د احتمال وړاندوېنه کړې ده.

د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، کاپیسا، پروان، میدان‌وردک، بامیان، غزني، زابل، دایکنډي، کندهار، ارزګان، غور، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند کې به نن جمعه او سبا دوشنبې واوره او باران واوري.

دې ادارې په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د شدید باد، برېښنا او سېل وړاندوېنه هم کړې ده.

پرون په فاریاب او سرپل کې د سیلونو د بهیدو په نتیجه کې یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې بیا شدیدو بادونو خلکو ته مالي زیانونه واړول.

ناروې له طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه وکړه

له ارشیفه د ناروې بیرغ
له ارشیفه د ناروې بیرغ

د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافېر وايي، په کابل کې یې په خپلو لیدنو – کتنو کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

پال کلومن بیکن پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اقتصاد له سرپرست وزیر دین محمد حنیف او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي دي.

ده زیاته کړه، په کابل کې یې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له چارواکو او د مدني ټولنې له غړیو سره هم کتلي دي.

د ناروې دغه دیپلومات همداراز ویلي چې له بېلابېلو خواوو سره په خبرو کې یې د افغانانو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو اترو پر لارو د نظر تبادله کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی و چې د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې شارژدافېر ته ویلي چې د دوی حکومت د ملي ګټو په رڼا کې له ټولو قدرتونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG