خبرونه
د عمر البشير د ګوند د ړنګېدو او شتمنۍ د ضبطېدو امر وشو
سوډان په دې هیواد د ليرې کړی شوي ډیکټاټور عمر البشیر د سیاسي ګوند د ړنګېدو او د دې ګوند د پانګو د ضبطېدو امر وکړ.
تر څو مياشتنيو ناکراريو وروسته د شمال ختیځې افریقا دې هېواد د ژمنه شوې ډیموکراسۍ پر لوري یو بل ګام واخیست.
په سوډان کې نویو چارواکو همدارنګه د بشیر د واکمنۍ د وخت هغه قانون هم لغوه کړی، چې په کې د ښځو د جامو او چلند لپاره ځانګړي مقرارت ټاکل شوي او سرغړوونکي په درو وهل کېدل.
د سوډان د حکومت په یو فرمان کې راغلي چې د بشیر ”د ملي کانګرس ګونددې منحل او د سوډان د سیاسي ګوندونو له لیست څخه دې وایستل شي.“
همدارنګه یې زیاته کړې چې ددې ګوند د ټولو ملکیتونو او شتمنیو د مصادرې لپاره دې هم یوه کمیټه جوړه شي.
عمر البشیر او د ده افراطي ګوند د 1989 د جون له 30مې نیټې راهېسې د روان میلادي کال تر لومړیو په سوډان واکمني وکړه.
په تېره اپرېل مياشت کې په سوډان کې پراخو اعتراضونو نوموړی له واک څخه لرې کېدو ته اړ کړ.
د بشیر له لرې کیدو او له څو میاشتو ولسواکي پلوه مظاهرو وروسته د سوډان واکمن جنرالان په هیواد کې د سیاسي کړکیچ د هوارولو لپاره د اعتراض کونکو له مشرانو سره د واک د شریکولو په یوې هوکړې سلا شول.
د عمر البشیر د ګوند د منحلیدو فرمان د سوډان واکمنې شورا او د صدراعظم عبدالله حمدوک په مشرۍ کابینې له خوا ورکړل شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.
میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.
شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.
ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.
مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.
اوکرایین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د اوکراین په پلازمینه کیف کې په ډزو دوه کسان وژل شوي.
ډزې د یوه سوپرمارکېټ دننه یوه کس کړي چې پنځه نور خلک یې ټپيان کړي هم دي.
د بریدګر د نیولو لپاره پولیسو هڅې کړي دي.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څه باندې ۴۰ تورن کسان په دُرو وهلي
د طالبانو حکومت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا سزاوې په جوزجان کې په ۲۷ کسانو او په فراه کې په ۱۴ کسانو پلې شوي.
د محکمې د بیان په اساس دا خلک د الکولي مشروباتو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د والدینو د ځورولو او زنا په جرمونو په عام محضر کې له ۲۹ تر ۳۹ دُرو وهل شوي.
د طالبانو لخوا د بدني سزا تطبیق د بشري حقونو ډلو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو کلکې نیوکې پارولي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو جزايي اصولنامه ظالمانه بللې او د ملګرو ملتونو د متخصصینو د هغې غوښتنې ملاتړ یې ښوولی چې د دغه قانون د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د طالبانو "د جزا اصولنامه" د افغانانو اساسي حقونه نور هم زیانمنوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ په مشرۍ په د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډلې له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي.
د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.
له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.
د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.
ایران ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، که چیرته تر چهارشنبې له ایران سره موافقې ته ونه رسیږي، نو اوربند به تمدید نه کړي. ډونالډ ټرمپ د شنبې سهار وختي دا هم وویل چې د ایران د بندرونو محاصره به هم روانه وي.
ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې په دې حالت کې بیا له بده مرغه مجبوریږو چې بیرته بمبارۍ پیل کړو.
د اسراییل، امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو اوربند د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.
په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه
د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و.
لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي.
د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي.
د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پلاوی ازبکستان ته ولاړ
ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ دوشنبه د ازبکستان په سمرقند ښار کې له نشه اي موادو سره د مبارزې نړیواله غونډه جوړه شي.
د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي.
د جمعې په ورځ هم د تاجکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله د دوو قاچاق وړونکو د وژلو او له هغوی څخه په پنځه ویشت کڅوړو کې د نشه اي موادو د نیولو خبر ورکړ.
په سمرقند کې له نشه اي موادو سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ازبکستان د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت یوه پلاوي ته د ورتګ بلنه هم وکړې ده.
دغه پلاوی د کورنیو چارو د وزارت له نشه اي موادو سره د مبارزې د مرستیال عبدالرحمان منیر په مشرۍ نن ازبکستان ته ولاړ.
په هلمند کې د مسو د قاچاق مخنیوی
طالبان په هلمند کې د مسو د څه باندې څلور زره درې سوه خښتو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکوي.
د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، راغلي دي چې د مسو څلور زره درې سوه دوه اتیا خښتې د بهرامچې ولسوالي په رباط سیمه کې هغه وخت ترلاسه شوې چې قاچاق کوونکو غوښتل په غیرقانوني ډول یې له افغانستانه بهر انتقال کړي.
د دې قاچاق په تړاو د کوم چا د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.