د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۸

خبرونه

په پکتيکا کې د ٦٥ مليون افغانيو په ارزښت څو پروژې عملي کېږي

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څو پروژو کارونه پيل شول.

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني چې پرون د ځینو ولایتي مسوولینو په ملتیا دغو ولسوالیو ته ورغلی وو، رسنیو ته وویل:

”یو د جاني خېلو ولسوالۍ دېرش بستریز روغتون دی، چې هغه به د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سټنډرډ او په معیار جوړیږي، بل په خیر کوټ کې دوه استنادي دیوالونه وو، چې په هغو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او بل دا سړک دی چې جغل پرې اچول شوی ۷ کیلومتره اوږدالۍ لري، د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.“

د پکتيکا اوسېدونکو په ليرې پرتو سيمو کې د بيارغونې د نورو پروژو غوښتنه هم کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سولې ولسي حرکت غړي بیا ولایتونو ته سفر کوي

د سولې د ولسي حرکت غړو تېرکال دوبی له همدې پیغام سره له هلمنده تر کابله او له هغه ځایه تر بلخه پورې پلی مزل وکړ.

د سولې ولسي حرکت وايي چې دا ځل به د موټرو په یوه کاروان کې د سولې له پیغام سره د هېواد یوشمېر ولایتونو ته ځي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست نن رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې وویل، دا لړۍ له هلمنده پیلېږي او په هلمند کې به پای ته رسېږي.

هغه وویل: "د ولسي ولسي حرکت داځلې له هلمنده تر هلمنده د موټریزو کاروانونو لړۍ پیلوي. دا لړۍ به دوه ورځې وروسته له غور څخه پیل شي، بیا تر بادغیس، هرات، نیمروز، فراه، هلمند، کندهار، کابل او وروسته تر شمالي ولایتونو پورې غځول کېږي."

ښاغلي وطندوست زیاته کړه چې د دې لړۍ په ترڅ کې به خلک د سولې لپاره د غږ اوچتولو ته وهڅول شي او د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه به د اوربند او سولې غوښتنه وشي.

د سولې د ولسي حرکت غړو تېرکال دوبی له همدې پیغام سره له هلمنده تر کابله او له هغه ځایه تر بلخه پورې پلی مزل وکړ.

هانګ کانګ کې د تېرو شپږو میاشتو اعتراضونو په دوام نن بیا لاریون شوی

د هانګ کانګ اوسېدونکو د تېرو شپږو میاشتو د اعتراضونو په دوام د مدني او بشري حقونو د دفاع لپاره نن ډلې ډلې، په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې چارواکو یې اجازه ورکړې وه.

د ډیموکراسۍ دې پلوي معترضانو شعارونه ورکول چې له خپلو غوښتنو څخه به تېر نه شي. د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د مظاهرو اکثر ګډونوالو د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د احتمالي حملو له وېرې خپل مخونه په نقابونو پوښلي وو.

له دې مخکې د چارواکو له قوله په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي وو چې یوولس کسان نیولي شوي او یوه تومانچه او ځینې نورې کوچنۍ وسلې ترې ترلاسه شوي دي.

د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو قومندان طالبانو په بلخ کې وژلی

په فاریاب ولایت کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو یو قومندان له خپلو یوشمېر همکارانو سره په بلخ ولایت کې وژل شوی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل آزادۍ راډیو ته وویل سمونیار محمدخان احمدي له خپل یوه سرتېري سره تېره شپه د شولګرې ولسوالۍ په بابا عوض سیمه کې وژل شوی.

ښاغلي عادل وویل چې احمدي د خپل یوه خپلوان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره شولګرې ته تللی و، او د یو بل خپلوان په کور کې د طالبانو له خوا ووژل شو. ویاند زیاتوي چې طالبانو د دې قوماندان ځینې نور ملګري له ځان سره بیولي وو، چې څو ساعته مخکې یې پولیسو د یوه مړی موندلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د پولیسو دا قوماندان او مرستیال یې له څلورو نورو سرتېرو سره وژلي او د هغوی درې نور ملګري یې ټپیان کړي دي.

هرات او سمنګان کې د ثبات او همپالنې د یو شمېر پلویانو اعتراض

ارشیف

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویانو په سمنګان او هرات ولایتونو کې د هغه څه پرضد چې دوی یې په انتخاباتو کې درغلۍ بولي، مظاهره وکړه او د تقلب او تقلبکارانو پرضد یې شعارونه ورکړل.

د نننیو مظاهرو ګډونوالو وویل، د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه کړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیمونو د مخالفت له کبله د تلې د شپږمې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې تراوسه نه دي اعلان شوي.

بغلان کې د حزب اسلامي یو قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د لایق په نوم د حزب اسلامي یو قوماندان تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار آزادۍ راډیو ته وویل چې لایق د ملي پولیسو له درېیو سرتېرو سره په غلام بای سیمه کې پر یوې ګډې امنیتي پوستې د طالب وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي خانزاده زیاته کړه چې د حزب اسلامي او ملي پولیسو ګډه پوسته د جګړې په لومړۍ کرښه کې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي دي چې په دې برید کې پوسته نیول شوې او اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د ولسمشرۍ کاندید فرامرز تمنا د غني ډلې سره یو ځای شو

تمنا له دولت جوړونکي ټیم سره یوځای شو

د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندید فرامرزتمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټیم د ولسمشراشرف غني له دولت جوړوونکي ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویل شوي چې د دواړو ټیمونو انتخاباتي کمپاین د پلانونو پربنسټ ولاړ و، نو ځکه دوی پریکړه کړې چې له یوبل سره ائتلاف وکړي.

له دې مخکې د زلمي رسول او نورالحق علومي په ګډون یوشمیر نورو کاندیدانو هم له ښاغلي غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.

کابل کې د سارک سازمان پنځمې کلیزې نمانځنه

سارک سازمان د یو لوی اقتصادي سازمان په توګه مطرح دی خو لا هم له لازمو وړتیاوو او وړتیاوو څخه برخمن نه دی.

نن په کابل کې د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان له پنځمې کلیزې نمانځنه کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې ویاند جان اقا نوید ازادی راډیو ته وویل چې، په دغه غونډه کې د غړو هیوادونو استازي، یو شمېر حکومتي چارواکي او د خصوصي سکتور او سیاسي ګوندونو استازي ګډون لری.

نوموړي وویل چې د بحث تمرکز به د سارک د غړو هیوادونو له اقتصادي امکاناتو نه بلقوه ګټه اخیستنه ده.

هغه زیاتوي: "دا چې څه ډول د سارک د غړو هیوادونو اړیکي پراخ شي او دا چې څرنګه کولي شي یو د بل له امکاناتو استفاده وکړي."

د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان/ سارک په ۱۹۸۵ مېلادي کال کې جوړ شو، هدف یې په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ پراختیا او افغانستان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د دغه سازمان غړیتوب خپل کړ.

خو د اقتصادي چارو پوه سیف الدین سیحون وايي، که څه هم د سارک سازمان د سیمې د یو لوی اقتصادي سازمان په توګه مطرح دی خو لا هم له لازمو وړتیاوو او وړتیاوو څخه برخمن نه دی.

خو نوموړی ټینګار کوي چې، افغانستان باید د دغه سازمان د یو مهم غړي په توګه هڅه وکړي چې د دغه سازمان له ناستو نه د افغانستان د ثبات په ګټه استفاده وکړي.

چارواکي: له طبي بوټو هرکال نږدې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کېږي

ارشیف

افغانستان په کلني ډول د طبي بوټو په ځانګړي ډول اینجې له صادرولو څخه۱۵۰ میلیونو ډالر څخه زیات عاید ترلاسه کوي.

د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي نن راډیو ته وویل چې، تېر کال په دغه هېواد کې ۱۷۸ زره متریکه ټنه طبي بوتي چې دېره برخه یې اینجه وه تولید شوي دي.

اینجه یو ډول وحشي دارويي بوټی دی.

دا بوټی چې د افغانستان مهم صادارات جوړوي په غرونو په ځانګړي ډول د غور، بادغیس او بدخشان ولایتونو په غرونو کې پیدا کېږي.

ښاغلی رستمي وايي، چې اوس د دغه بوټی د کر لپاره لیوالتیا ډېره شوې او د کرنې وزارت هم هڅه کوي چې بزګرانو سره له نږدې کار وکړي چې د دغه بوټي کر زیات کړي.

اینجه تر ډېره هند او پاکستان ته صادرېږي.

ولسمشر غني نن ترکیې ته لاړ

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره هم وویني.

ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ چې د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره هم وویني.

د اسیا زړه کنفرانس یا د استانبول پروسه د ۲۰۱۱ میلادي کال په جون کې د ۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د دې پروسې د غړیو هیوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځته کولو په هدف جوړه شوه.

سرګي لاوروف امریکا ته ځي

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران

چارواکي وايي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې او د اسوشیتید پریس خبري اژانس نن لوړو پوړو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې لاوروف به ددې اونۍ د سه شنبې په ورځ له پمپیو سره وګوري او ګومان کیږي چې دواړه به په یوه ګډه خبري غونډه کې څرګندونې هم وکړي.

د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې دواړه ډيپلوماټان به د اوکراین، سوریې ، د وسلو د کنټرول او نورو هغو مسالو په اړه خپلو کې خبرې وکړي چې د امریکا او روسیې اړیکې یې ترینګلې کړي دي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پمپیو او لاروف د تېر یو کال په اوږدو کې خپلو کې څو ځلې لیدلي او همدانګه یې ټیلفوني خبرې کړي دي.

لاروف او په واشینګټن کې د روسیې پخواني سفیر سرګي کیسلیاک د 2017 م کال په مې میاشت کې له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې هم لیدلي وو.

هغه مهال پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار نه کاوه.

تر اوسه روښانه نه ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به دا ځل د امریکا له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره هم وګوري او کنه.

غني ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې دندو ته د اساسي کتنې غوښتنه کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې دندو ته باید اساسي بیا کتنه وشي.

ښاغلي غني پرون، د نومبر په ۷مه، ماښام د هغه وزارت له سرپرست سره خبرې کړې او لس ورځې وخت یې ورکړی چې د خپلو پروژو د اغېزمنتیا په اړه رپوټ ورته وړاندې کړي.

ولسمشر غني ویلي چې داقتصادي برخې لپاره ښار پلان د درک وړ نه دی او په انکشافي چوکاټ کې د ښاري لید رامنځ ته کولو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د یوشمېر زور واکو له خوا د دولتي ځمکو او شخصي جایدادونو غصب ، د حکومتي ادارو له لوري د ځمکو غیر متناسب وېش، غیرمتناسبه ښاري پراختیا له اساسي ستونزو بلل کېږي.

فراه کې د جګړو له امله ۲۰۰۰ کورنیو خپل کورونه پریښي

پشت کوه ولسوالي له ایران سره پوله لري.

د فراه د پشت کوه ولسوالۍ یوشمېر خلک وايي چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو او خراب امنیت له امله ۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو کلیو تښتېدلي دي.

هغوي ویلي چې په نږدې دښتوکې په سخت بد وضعیت کې پراته دي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر خلک پرون، د نومبر په ۷مه، د اعتراض لپاره د فراه د والي دفتر ته ورغلل.

د پشت کوه اوسېدونکي، عبدالسلام د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې که حکومت د هغوي وضعیت ته پام ونه کړي، د ولایت مخې ته به ځان ته اور واچوي.

عبدالسلام: "څلور میاشتې کېږي چې په لسو کلیو کې وضعیت سخت خراب دی، مالونه یې را چور کړل، کښتونه یې را وچ کړل، ښځې او کوچنیان مو په تېښته کې دي. په خداي قسم ځان سوځوم!"

د فراه د والي مرستیال مسعود بختور تائید کړه چې په پشت کوه چې خلکو ته تاوان رسېدلی او بازار یې چور شوی دی.

خو بختور د دې کار پړه پر وسله والو طالبانو ور واچوله او ویې ویل چې په سیمه کې به ډېر ژر عملیات وشي.

پشت کوه ولسوالي له ایران سره پوله لري.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شمالي کوریا د اوږده واټن راکټ د توغولو ازموینه کړې

ارشیف

شمالي کوریا وايي، د اوږدواټنه راکټ د توغولو له ځایه یې یوه ډېره مهمه ازموینه وکړه.

د دې ځای په اړه پخوا امریکايي چارواکو ویلي و چې له واشنګټن سره د شمالي کوریا د غیراټومي کېدو د خبرو په نتیحه کې نیمايي ویجاړ شوی دی.

شمالي کوریا دا اعلان نن (یکشنبه) یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې د دغه هېواد یوه چارواکي وویل چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په خبرو کې د کوریا ټاپووزمې د غیراټومي کېدو موضوع شامله نه ده.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز، چې د شمالي کوریا له لوري د توغندو د ازموینو څرک لګوي، د دې هېواد د تازه اعلان په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

سعودي وګړي پر انټرنېټ نیوکه کړې او د اسامه نقل قول یې خپور کړی

د امریکا د فدرال پولیسو پلټونکو تراوسه پورې د دې پېښې، چې د جمعې په ورځ وشوه، د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

د سختدریځو یوه څرک لګوونکې ډله وايي، د سعودي عربستان هغه پېلوټ چې د امریکا د فلوریدا د سمندري ځواک په اډه کې یې ۳ تنه ووژل، په انټرنېټ کې د امریکا پر متحدو ایالتونو انتقاد کړی و او د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن نقل قول یې خپور کړی و.

یوه امریکايي چارواکي پرون (شنبه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې دغه سعودي پېلوټ تر پېښې څو ورځې مخکې ماښامنۍ مېلمستیا کړې وه او په لړ کې یې ده او درو تنو نورو په ګډه پر خلکو د ډزو ویډیو کتلې وه.

د امریکا د فدرال پولیسو پلټونکو تراوسه پورې د دې پېښې، چې د جمعې په ورځ وشوه، د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

امریکا او ایران بندیان تبادله کړي

په سویس کې د امریکا سفیر د خپل بندي ښه راغلاست ته ورغلی و.

ایران او امریکا خپلو کې د سویس په زوریخ ښار کې بندیان تبادله کړي دي.

له میاشتو ترینګلتیا وروسته دا اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ پرمختګ حسابیدلی شي.

د پرینتسون پوهنتون فارغ التحصیل ژیو وانګ چې ایران کې زنداني وو نن له ایراني پوه مسعود سلیماني سره مبادله شو. سلیماني د امریکا په بند کې وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپېنې ماڼۍ څخه په یو بیان کې د وانګ خوشې کیدل تائید کړي او ویلي یې دي نوموړی بیرته امریکا ته ستنیږي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف اعلان کړی و چې د بندیانو دا تبادله به زر ترسره شي.

ظریف ویلي وو، خوشاله دی چې پروفیسور مسعود سلیماني او ژیو وانګ له خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي.

نوموړې زیاته کړې د ټولو څخه په دې پروسه کې ښکیل و په ځانګړې توګه د سویس له حکومت مننه کوي.

وروسته د ایراني خبري اژانس راپور ورکړ چې سلیماني په سویس کې ایراني چارواکو سره یو ځای شوی دی.

امریکايي وانګ په 2016 میلادي کال کې ایران کې د علمي څېړنې پر مهال ونیول شو او تورن شو چې د څیړنو په پلمه یې جاسوسي کوله، هغه څه چې د نوموړې کورنۍ او پرینتسون پوهنتون رد کړي دي.

نوموړی په لس کاله بند محکوم شوی و.

سلیماني بیا د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر کې د بیولوژیکي موادو د صادرولو د هڅې په تور د شیکاګو په هوايي ډګر کې ونیول شو. ددې موادو صدور د هغو بندیزونو څخه سرغړاوی بلل کیږي چې امریکا پر ایران لګولي دي.

وروسته له هغې چې د تیر کال مې میاشت کې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د 2015 میلادي کال له اتومي تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG